ارشیف

تاند- په داسي حال کې چې د افغانستان حکومت له روژې د عبادت او بخښنې د میاشتې په توګه هرکلی وکړ، طالبانو ژمنه وکړه چې د دې سپېڅلې میاشتې په لړ کې به په ټول افغانستان کې حملې تېزې کړي.

په افغانستان کې عموماً په روژه کې جګړې او دښمنۍ کمېږي. خو سږ کال چې له هماغه پیله یې تشدد زیات دی طالبان غواړي چې په تاوتریخوالو کې کموالی را نه شي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي په یوه ایمیل کې ویلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې جهاد لا زیات اجرونه لري.

د روژې په لومړۍ ورځ د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې، چې په هرات ولایت کې وشوه، د ۱۲ ښځو او ۴ ماشومومانو په شمول اوولس تنه ووژل شول.

په یوه بله چاودنه کې چې د افغانستان په جنوب کې وشوه د دوو پولیسو په شمول لږترلږه پنځه تنه ملکیان ووژل شول.

طالبانو ته نژدې د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي د طالبانو له لوري د روژې په میاشت کې عملیات څه نوې خبره نه ده. د دوی دا اعلان ممکن د هغه جعلي پیغام د ردولو لپاره وي چې د جولای په پنځمه نېټه خپور شو او پکې ویل شوي و چې طالبان به د روژې په میاشت کې موقتاً اوربند وکړي.

د مژده په وینا دا پیغام د ذبیح الله مجاهد د ایمیل له ادرسه استول شوی و، خو مجاهد وروسته وویل چې د ده ایمیل ادرس د افغانستان د ملي امنیت له لوري هک شوی و او دا پیغام ملي امنیت د ده په نوم لېږلی و.

«البته یو شی سبب شو چې دا مسله یو څه برجسته شي او هغه دا و چې د استخباراتو له خوا، احتمالاً د افغانستان د خپلو استخباراتو له لوري د طالبانو په ویبپاڼه کې یو اعلان خپور شو، چې موږ د روژې په میاشت کې اوربند کوو، همدا مسله سبب شوه چې طالبان یې رد کړي.»

مژده دا هم وايي چې د افغانستان د ملي امنیت اداره په تدریجي ډول د طالبانو د ویبپاڼې، ایمیلونو او ټولینزو شبکو په شمول د پیغام استولو په پېچلي سیستم کې نفوذ کړی دی.

په افغانستان کې د روژې په میاشت کې تاوتریخوالي له دې سره سره شوي چې ملګروملتو او د افغانستان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د دې میاشتې د تقدس لپاره د جګړې د درېدو غوښتنې وکړې.

د افغانستان حکومت د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي او د ښه نیت د ښودلو په خاطر د کندهار له محبسه ۶۰ بندیان خوشي کړل.

5 thoughts on “طالبانو په روژه کې ولې حملې تېزې کړي؟”
  1. زه فکر کوم چه عالم سړی داسی نکوی چه د خدای ج حدود ترپښو لاندی کړی نو ملا صاحبان خو بلکل ددی خلاف دی زه نه پو هیږم چه ایا داپیغامونه چه د طالبانو په عنوان راځی د ای ایس ای اداره یی خپوروی او که بله کومه استخباراتی اداره خو په هرحال زه دومره وایم چه روژه د امن میاشت دی باید د الله ج درضا لپاره دواړه به جنګ کی ښکیلی خواوی په افغان ولس د رحم او ترحو څخه کار واخلی خدای ج په قران فرمایی چاچه مسلمان په قصد سره وواژه جزایی جهنم دی :الایه

  2. دا زکه چه په روژه کی نفل د فرضو قیمت لری او فرض یو په اویا دی نو لکه سنگه چه جهاد اهمه فریضه ده نو د زیاتو اجرونو د حاصلولو لپاره یی تیزوالی ورکڑی

  3. افغان حکومت دروژې په لومړۍ ورځ اعلاميه خپره کړه،چې دڅلورویشتو ساعتو په ترڅ کې يې دهېواد په بېلابېلو برخو کې اووه څلووېښت وسله وال مخالفین وژلي،آیا اوربند او دروژې احترام همدې ته وايي،چې افغان حکومت يې کوي،په هرصورت دافغان حکومت وینا او عمل هيڅکله هم سره یو ندي دتېرو لسوکلونو په اوږدوکې ثابته شوې، چې وايي یوڅه او کوي ،بل څه.زه وایم چې الله تعالی دې زموږ په ملک او خاوره کې نه یوازې په روژه کې بلکې دتل لپاره همیشنۍ سوله اوثبات راولي.نور داهره ورځ له ورور وژنې تر پوزې راغلي یو.باور وکړئ چې نور دکونډو او یتیمانو دحالت دلیدو په خاطر کلی کور ته نشو تلای. تېر کال دلوی اختر نه یوه ورځ مخکې زموږ دکلي پنځلس ځوانان امریکایانو په شهادت ورسول.چې تراوسه یې دغم تغر لاندی ټول شوی.

  4. دا ځکه چی د تالیب په نوم ای اس ای او د هیرامندویستان غواړی خپله اصلی څهره نړیوالو ته وښیی چی دوی څومره د مسلمانانو بر خلاف له تشنج او قهر نه کار اخلی . یهودیان هم لا لږ پر فلسطینانو او مسلمانانو رحم کوی خو دا د انګریز سکه زامن له هغوی ډیر بیرحمه دی، الله ج د بیګناه او مظلومو پښتنو دښمنان د جهنم په ټیټه کنده کی تر ابده واچوی او دوی ته دینوی او اخروی قهر او عذاب نازل کړی امین یا رب العالمین

  5. نبیل څلاند

    ډیر د افسوس او تآسف څای ده چې زمونږ ملا صاحبان سره له دې چې ځانونه د شرعیت و الهی احکامو څخه باخبر ګني بیا هم د جاهلانو په څیر په دې مبارکې میاشت کې چې دخیر او برکت میاشت ده دوی د پاکستان او نورو په لمسون په خپل ګران هیواد کې په دغه مبارکې میاشت کې جنګ روا بولي. الله دې د دغې مبارکې میاشتې له برکه لکه ملا منصور د پاکستان جاسوس چې نابود او تباه شو دا نور به هم ددغې مبارکې میاشت له کبله تباه کیږی. څوک چې د نورو په کورونو کې غم غواړي الله دې په خپل کورکې د غم تغر خپور کړي تر څو ورته پته ولیږي چې د نورو کورونو ورانول څومره سخته ده. الله تعالی د ټولو ته هدایت وکړي بلخصوص هغه کسانو ته چې په افغانستان کې جنګ روا بولي که د هدایت وړ نوی نو الله دې له دغې مبارکې میاشتې له برکته نیست او نابود کړي. آمین یا رب العالمین

ځواب ورکول نبیل څلاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *