تاند- وسله والو طالبانو نن /شنبه/ غزني ښار ته نژدې یو لوی او درې کوچني پُلونه الوزولي چې له کبله یې د کابل – کندهار پر لویه لار تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له دې سره په یو وخت د غزني ولایت مرکز ته نژدې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ تیت پرک نښتې پیل شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې د غزني او زرمت ترمنځ یونیم کیلومتر پوخ سړک په بلدوز اړولی و. دې ډلې په هلمند او نورو ولایتونو کې هم په ګڼ شمېر پُلونه نړولي دي.

د غزني د والي ویندوی محمد عارف نوري رسنیو ته وویل چې د غزني د قره باغ ولسوالي د عبدالله ګل په سیمه کې طالبانو یوه لوی پُل ته ماینونه کېښودل چې به نتیجه کې یې نه یوازې پُل نړېدلی بلکې ۴ تروریستان هم د خپل ماین له کبله وژل شوي دي.

ده وویل چې د غزني – زرمت د سړک په اوږدو کې امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات پیل کړي او یو شمېر سیمې یې د طالبانو له وجوده پاکې کړي دي.

د قره باغ اوسېدونکي وايي چې د طالبانو له لوري د پُلونو د نړېدو له کبله د موټرو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شوی او وسله وال طالبان هم څوک نه پرېږدي چې پر لاره تګ راتګ وکړي.

د غزني د والي ویندوی تاییدوي چې د باري موټرو په تګ راتګ کې ستونزه شته ځکه چې پر خامه لاره تللی نه شي.

وسله والو طالبانو کابو دوې میاشتې پخوا د غزني ښار اکثره برخې ونیولې چې له کبله یې د سلګونو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ د ښار ګڼې سیمې او ودانۍ ویجاړې شوې.

3 thoughts on “طالبانو په غزني کې ۴ پلونه الوزولي دي”
  1. this is policy&strategy of MUJAHED&TALIBS TO DESTROYED PUBLIC PROPERTY LIKE BRIDGES/SCHOOLS/DAMES/ROADS.
    THEY WANT TO CHANGE AFGHANISTAN IN ONE DESERT,
    PEOPLES MUST STAY WITH GOVERNMENT IN THE SUPPORT OF MILITARY FORCE,
    THANK YOU

  2. بی غیرته، بی ایمانه او دعزت پلورونکی
    که هغه جهادیان وه که طالبان دی او که نور سپکی ډلی

    بی حیاخلک نه په وطن غیرت کوی نه په خپل ناموس
    دوی ته داسی الفاظ نشته چه استعمال شی

    حیا چه نه لری

    نو
    د پنجاپی او ایرانی په امر ته خپل کور ورانوی
    خپله ښځه به هم ورته وړی بی غیرته

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *