تاند- واشنګټن پوست او اندیپینډنت ورځپاڼو د طالبانو له لوري په ژوندوني د یوه سړي د پوستلو او ورڅخه د سترګو د ایستلو په اړه راپور خپور کړی دی.

دا بې رحمانه پېښه په غور ولایت کې شوې ده.

اندیپندنت او واشنګټن پوست د غور د ولایتي چارواکو په قول وايي چې د دې پېښې د قرباني، چې فضل احمد نومېږي، خپلوان وايي چې طالبانو نوموړی د خپل یوه قوماندان پر وژلو تورن کړی و.

طالبانو شاوخوا شپږ میاشتې پخوا احمد له خپله کوره وایست او سترګې یې ترې وایستلې.

د احمد خپلوان وايي چې نوموړی لا ژوندی و او له درده یې چیغې وهلې چې له پوسته یې کړ. د دوی په وینا د احمد زړه ښکارېده او په همدې حال کې یې د غره له یوې لوړې څوکې وغورځاوه.

د غور د ولایتي شورا یوې غړې رقیه نایل وویل، طالبانو له احمده په داسي حال کې پوست وایست چې ژوندی و.

طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي خو د دوی له لوري د پېښې ثبت شوې ویدیو او عکسونه په وروستیو کې خپاره شول.

One thought on “طالبانو په غور کې له یوه سړي څخه په ژوندوني پوست او سترګې ایستلي”

ځواب ورکول shams ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *