په فراه کې د امریکايی ځواکونو پخوانۍ اډه

تاند- طالبانو یوه ویدو خپرې کړې او وايي چې دا ویدیو د هغې اډې ده چې پخوا پکې امریکايي پوځیان اوسېدل او اوس دوی نیولې ده.

په ویدیو کې ویل شوي چې دا اډه د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ده او امریکايي پوځیان پکې اوسېدل.

په دې ۱۶ دقیقه يي ویدیو کې په لسګونو طالبان د خپل تحریک له سپینو بیرغونو سره لیدل کېږي. او یو تن یې اوږده وینا کوي.

له تصویرونو او د اډې له دېوالونو داسي ښکاري چې د امریکايي پوځیانو اډه وي.

1طالبان وايي چې د بکواه اډه یې له اوږدې محاصرې وروسته لاس ته ورغلې ده. افغان چارواکو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د دې ویدیو تر خپرېدو مخکې د فراه د ولایتي شورا رييس فرید بختور رسنیو ته وویل چې په ولایت کې یې د طالبانو ګواښ زیات شوی دی.

د فراه چارواکو په ځلونو ویلي چې د بکواه ولسوالي د افغانستان په لوېدیځ زون کې د طالبانو د وسلو، د مخدرو موادو د کاروبار او نورو فعالیتونو مهم مرکز دی.

2 thoughts on “طالبانو په فراه کې د امریکايي پوځیانو د پخوانۍ اډې د نیولو ویدیو خپره کړه”
  1. نالت په سي ای اې نالت په فاسد دولت او نالت دتاند په حراميانو چې
    !پروپاګنده کوي cia

    1. زنده باد پتنګ د انلاین دنیا قهرمان او د ټول افغان او نن فورم پیاوړی او سرسپارلی مبارز سپین ږیری او څیږ پښتون پتنګ خان به منې

ځواب ورکول نوروز خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *