فاریاب ولایت

تاند- د فاریاب ولایتي چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د قیصار ولسوالۍ پر یوه کلي حمله کړې، د دوو ماشومانو په شمول یې څلور تنه وژلي او ګڼ شمېر کورونه سوځولي دي.

د قیصار ولسوال پرون رسنیو ته وویل چې طالبانو د کلیوالو یو شمېر څاروي هم وژلي دي.

د قیصار اوسېدونکي، چې ډېری په خټه پښتانه دي، وايي، شاوخوا څلور سوه کورنۍ څنګلورو کلیو ته تښتېدلي دي.

د نواباد باشیلمس د کلي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، څه موده مخکې سلګونو وسله والو طالبانو پر باشیلمس کلي یرغل ورووړ، کلی یې د دوو ساعتونو په مخه په کنټرول کې و. په دې موده کې یې شاوخوا سلو کورونو ته اور ورته کړ.

د دوی په ادعا وسله والو طالبانو د دوو ماشومانو په شمول، چې په زانګو کې ول، شپږ تنه وژلي دي.

دوی دا هم وايي چې شاوخوا څلورسوه کلیوال د طالبانو له بېرې له کلي تښتېدلي او شاوخوا کلیو ته یې پناه وړې ده.

د قیصار ولسوال هم تاییدوي چې یو شمېر کلیوال د خپلو مېنو پرېښودو ته اړشوي خو ویې ویل چې د بې ځایه شویو کسانو دقیق شمېر نه دی ورمالوم.

د قیصار ولسوال وايي چې طالبانو د خلکو څاروي هم وژلي دي.

9 thoughts on “طالبانو په قیصار کې شاوخوا سل کورونه سوځولي”
  1. دا د پښتنو په ضد دانګليسانواو پنجابیانو ګډي پروژي دي چي د طالب په نامه هره ورڅ پلئ کيږي

  2. دا خبره لږ عجیب شکاری چی ولی په فاریاب کی ګورونه سوڅول شوی ،هغه هم په دی کلی کی دیری خلکی پشتانه دی. همداسی وحشیانه عمل شجاعی هم د پشتون میشتو سمیو کی کړی وو. زما په اند که طالبان دا ونه منی چی دا عمل دوی کړی په هغه صورت کی داخبر واضع کږی چه حمله به طالبانو کړی وی او خلک د چګړه له ویری له خپل کلی نه به وتلی وی او د چګړی په پای که به دا کلی د هغو ټوپګیانوپه لاس سوځول شوي وي چی پښتانه په شمالی سیمونه په زوره ګوچولوته اړباسی. زه د تاند له محصولیونه غواړ چی د دی مسله په هکله څړنی وکړی

  3. د تاجکانو ښه لوبه روانه ده پښتون په پښتون وژنه

    د شمال ټول پښتانه د غیر پښتنو مشرانو لخوا یا خو پخپل لاس ځوروي او یا په ځنو د طالب نوم ږدي وژني ېې او ځنو نورو ته بیا د طالب بیرحمه لاس ور غزوي او پرې وژني ېې.

    په شمال کې امینتي مسؤلین په عمدي توګه هغه ځایونو کې فعالیت کوي او عام خلک ځوروي چیرته چې طالبان نه وي او که وي هم د هغوی د له منځه وړلو لپاره نه، بلکه د عوامو په ځورولو لاس پورې کوي چې پدې توګه هغوی هم د طالبانو ملاتړ ته اړ کړي. ور سره یو ځای ځنې پښتانه بیا پخپل څنګ کې ونیسي ترڅو هغوی بیا د طالبانو پرضد استعمال کړي چې پایله ېې پښتون په پښتون وژنه ده او بس

  4. د شمالی ټلوالی یوه کس وویل: د طالبانو یو مثبت او ښه کار دادی چه په خپلو پښتنو رحم نلری او ټول جنګونه یی د پښتنو تر سیمولاندی محدود کړی، نو پریږدی چه دواړه خواوی تباه شی. په رښتیا چه طالبان موظف دی چه اسلام د اسلام په توره له منځه یوسی او هم پرینږدی چه پښتانه پر مختګ وکړی ځکه چه د دوی وده صرف په هغه ځای کی ده چه هلته مکمل جهل او ناپوهی وی

  5. دا ښایی طالبان نه بلکی د شمالی ټلوالی پټی ملیشاوی وی چی غواړی پښتانه بی ځایه کړی او یا یی وځپی

  6. جنابانوتاسی یوارپشتانہ وه پیژنی بیاتبصری وه کړی له ادمه تردی دمه پشتانه دهرطاغومقابلی ته دریدلی نوزکه خوقربانی یی ترهرچاډیره ده

  7. پشتانه دچاکورونوته اورنه اچوی دچنگیزاولادچی په اورزگان کی دشجاعی په نوم اوپه کابل کی دخلیلی محقق اودوستم په نوم دی دپشتنودتباهی کوششونه کوی ولی پدی دپوهه شی چی دخپلو بادارانوسره به شرمنده وی

ځواب ورکول سسلطان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *