تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: د اسټرالیا د سولې او اقتصادي پلټنو انسټیټوټ په تازه سروې کې ویلي چې طالبان د تېر کال تر ټولو وحشتناکه ترهګره ډله وه او تر نورو ډلو یې زیاتې وژنې کړې دي.
دغې ادارې د نړیوالو ترهګرو ډلو په تړاو نن د نومبر په ۲۰مه خپاره کړي راپور کې ویلي، طالبانو په ۲۰۱۸ کال کې ۶۱۰۳ کسان وژلي چې دا د ټولې نړۍ د ترهګرو ډلو د وژنو په فیصدۍ کې ۳۸ سلنه جوړوي.
په راپور کې راغلي چې طالبانو د اسلامي خلافت ډله هم په وحشتونو او وژنو کې تېر کال شاته پرې ایښې ده، ځکه چې د اسلامي خلافت ډلې تېر کال یوازې ۱۳۲۸ ملکیان وژلي دي.
راپور وايي، له افغانستان وروسته عراق، نایجریا او سوریه کې ترهګرو ډلو تېر کال تر ټولو زیاتې وژنې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال بیا د افغان طالبانو، حکومت او امریکا تر منځ په افغانستان کې د سولې هیلې زیاتې شوې دي.
بهرنیو هیوادونه او بهرنی سیاسی او اقتصادی انسټیټونه د افغانستان د جنګ او بربادی راپور ورکوی مګر دا نه لیکی چی ددی جنګی ډلو شاته مالی او نظامی مرسته د چا ده او همغه د جنګی ډلو تمویل کوونکی هیوادونو ته بیا مالی او نظامی مرسته څوک ورکوی او ولی په همدی هیوادونو نظامی او اقتصادی فشار نه راوړی آیا دوی فکر کوی چی افغانان او نړی ورباندی نه پوهیږی چی طالبانو او داعش او همدارنګه مخکنیو مجاهدینو څومره انسان ووژل چی د دوی مالی او نظامی ملاتړ هیوادونه پاکستان او د دغه هیواد پوځی او استخباراتی چارواکی دی
کچیری نړیواله ټولنه او په تیره بیا برتانیه او امریکا واقعی توګی سره بشر دوست هیواد وی او افغانان ورته بشر ښکاری او د دوی پوهیږی چی پاکستان ترهګر پال هیواد دی نو ولی ورباندی اقتصادی او نظامی بندیز نه لګوی لکه د ایران سپاه پاسداران په شان
خو معلومه خبره چی دوی پوهیږی مګرپه اصل کی همدوی هم بشر دښمن تنها شعار وایی او عمل کم دی
بی عمل خبری او انسان او چارواکی او هیوادونه افغانان نه منی