تاند- وسله والو طالبانو په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د ملي اردو یو اسیر کړی عسکر د عامو خلکو په وړاندې په دار وځړاوه.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د ملي اردو دغه سرتېری په خوګیاڼي ولسوالۍ کې په دار خېژول شوی دی.

د شېرزاد ولسوال وویل، د ملي اردو دغه سرتېری وروسته له دې د طالبانو له لوري وتښتول شو چې د رخصتۍ لپاره د خپلې مور او کورنۍ د غړیو د لیدو لپاره کور ته تللی و.

طالبانو ویلي چې د دوی له لوري وژل شوی عسکر اسماعیل نومېږي.

طالبان عموماً هغه کسان وژني چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې کار کوي. دوی د سوریې او عراق د داعش ډلې په شان د خلکو د بېرولو لپاره د وژلو له خورا بېروونکو شیوو کار اخلي.

6 thoughts on “طالبانو په ننګرهار کې یو عسکر په دار وځړاوه”
  1. سلامونه ګرانه هیله ده چې روغ جوړ به یاست

    په راپور کښې لږ خپلو لفظونو ته پام کوۍ زمونږ اردو اسلامي اردو ده اسیره اردو نه ده چې تاسو ورته اسیر لفظ استعمال کړی

  2. الله(ج)دی وبخښی اوزما سوال دادی چی زموږ داستخباراتو کړی دومره ضعيفی دی چی په رڼا ورځ دخلکو تر مخ دا عمل کيږی اوهيڅ تری خبر نه لری،ډيردافسوس جای دی اوهمدارنګه داردو کشف څه کوی بلی دوی خو په هيڅ خبر ندی ځکه مسلکی کدرونه خودسړکونو پر سر کچالو خر څوی .آمريکايان خو زموږ اردو ته دهوايي کشف طياری ندی ورکړی ، که داکار وکړی ددوی غلام پاکستان خفه کيږی زموږ ددفاع وزارت بايد هغه نظامی قطعاتوته چی په سرحدی ولاياتو کی پرتی دی دکشف طياری ورکړی اودګزمی لپاره دچورلکو قطعه ورته تنظيم کړی تر څو دداسی وأقيعاتو مخه ونيول سی.

  3. Afghan government must take seriously this issue if afghan government fail in this it will slowly destroy Afghan army and Afghan government must arrest those who do janaza of anti afghan elements and Afghan government must give homes to thier army personals in some safe areas otherwise Afghan army will slowly will come down

  4. په دی لیکنی سره زه پوهه نشوم چي ایا تاند ویب پاڼه د طلبانو ویب پاڼه ده که ملی ارښتونه هم په نظر کی نسی ؟

  5. سید خبیب صاحب او افغان صاحب زما په نظر ( د اسیر) د کلمی څخه بند مراد دی نه کوم بل څه

  6. sayed habib aw afghan: zama pa fekar staso pakhto lwast lag kamzoray de aw grammar mo ham hamdase dar wakhlay. taand dase lekaki “aseer kray shaway” che pa bala estela warta baramta kray shaway ham wayalay sho. dase ye nade lekali che da afghan aseer zwak sarteray aw ka chere ye dase lekali way no bia stase newaka pa Zai wa.

ځواب ورکول zazai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *