تاند- افغان طالبانو د اسلامي دولت یا داعش د یوه لوی قومندان په ګډون ۴۶ تنه په دې تور نیولي چې دې ډلې ته یې خلک جذبول.

د لوېدیځو خبري رسنیو د راپور له مخې افغان طالبانو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د داعش قومندان ملا عبدالروف خادم نیولی دی.

خادم، چې په وروستیو اوونیو کې یې په کجکي ولسوالي کې له طالبانو سره خونړۍ جګړې کړې وې، اوس د طالبانو د محکمې پرېکړې ته انتظار باسي.

له نوموړي سره ۴۵ تنه نور هم نیول شوي دي.

د سیمې یوه قومي مشر عبدالاحد معصومي وویل، ملا خادم، چې ادعا کوي د داعش له لوري قومندان ټاکل شوی دی، د پنجشنبې په ورځ د کجکي ولسوالۍ د اذان د سیمې د خلکو یوې غونډې ته وویل چې ملا عمر نور نشته نو خلک د ده ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وینا د خادم او طالبانو ترمنځ سخت اختلاف سبب شو چې طالبان د نوموړي پر ضد اقدام وکړي.

د طالبانو ویندویانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا کله چې رسنیو په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د جګړو خبرونه خپاره کړل، فوراً یې وویل چې دا پوچ تبلیغات دي.

خو د هلمند امنیه قومندان بیا دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې د داعش قومندان د طالبانو له لوري نه دی نیول شوی.

په همدې حال کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په یو لړ څرګندونو کې د افغان طالبانو مشر ملا عمر کم عقله بللی دی. ده ویلي چې ملا عمر د دې وړ نه دی چې مذهبي او مقدس مشر وي.

10 thoughts on “طالبانو په هلمند کې د داعش قومندان له خپلو ۴۵ پلویانو سره نیولی”
  1. دداعشیانو نه زما دوطن دطالب سپی هم شرف لری،زمونگه طالبانو کله هم داسلام دبدنامی لپاره کوم داسی کار ندی چه اسلام بدنامه کری، خو داعش یعنی وحشت ظلم بربریت، که دوی انسانان نه وای نو خلگو به دزنگل دحیوان نوم پری ایخی وای.

  2. !هغه پښتو متل دۍ چي وایی: نه آشه ښه ده نه ګله!::دوی د وخوری یو د بله

  3. Da kho yee dee sha kar wakro,

    Da de haramiano zaman zamong po khawra ka cha kawi, doy khaja ughayama, Deer sha talibanoo, de jasosan khatam kry.

  4. یو هندو کور ته مار راغلی وو نو ښځی یی میړه ته اواز وکړو چی مار دی . هندو چی مار ولید نو زر یی مسلمان ته اواز وکړو ښځی یی تری پوښتنه وکړه چی ولی دی خپله مړ نه کړو خاوند یی وویل وایی ښځی ته څه پوهیږی دواړه زمه دشمانان دی: که مار
    یی مړ کړو که مسلمان. زه به ووایم چی والله که دا دواړه ګروپونه چنداین ځه وی. طالب ماما د فاکستان او ایران او داعش د عربو

  5. ما له ډیرو طالب پلوه خلکو اوریدل چې ډیر په ورین تندي به یې دا خبر کوله چې دا مجاهدین دي
    دوئ فکر کاوو چې د طالبانو لیکي به مظبوتي شي
    خو دا فکر ورسره نه وو چې د طالبانو له لیکو جلا شوي خلک دي. او د طالب پر سر داغ به جوړیږي
    دا به اخیر لکه د قبر چنجي په خپل منځ کې سره خوري. لږ انتظار پکار ده . مسلمانان او بیا خاص افغانان به د دوئ له شر نه خلاصیږي

  6. خړ سپی هم د لیوه ورور دی. که څه هم طالبان د افغانستان په ټولنه کی لوی شوی خلک دی خو خدمت بیا پنجابیانو ته کوی او د هغوی په قومانده پښتانه وژنی ، ښوونځی یی سوځوی او خلک خپل کاروبار ته نه پریږدی. دوی د پښتنو حاکمیت ختمول غواړی او په ګران هیواد د پردیو برلاسی.
    دا داعشیان خو لا بله توره بلا ده. دوی د عربانو« د امویانو او عباسیانو د دوری پاچاهی » را ژوندی کولو تر شعار لاندی عراق او سوریه تباهی کندی ته ټیل وهی، تر څو هلته د ایران شیعه امپراطوری ځای پرځای کړی. مونږ ته به یی ګټه څه وی؟ یواځی د دی کم نفوسه هیواد د غیرتی وګړو وژل او نورو چنګیزی او مغولی تاړاکګرو ته د راتګ زمینه برابرول دی او بس.

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *