تاند- وسله والو طالبانو نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د کابل په نننۍ حمله کې لاس نه لري او دا برید په کلکه غندي.

د وروستیو راپورونو له مخې په کابل کې د شیعه ګانو په باقرالعلوم جومات کې چاودنې ۲۷ تنه وژلي او ۳۵ نور ژوبل کړي دي. ځینو سرچینو د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ تنه ښودلی دی.

وسله والو طالبانو د دې برید د غندلو ترڅنګ ویلي چې دوی پکې هیڅ راز لاس نه لري.

طالبانو تر دې وړاندې په زابل کې د هزاره ګانو برمته کېدا، په کابل ښار کې د روښنايي غورځنګ د مظاهرې په ترڅ کې انتحاري بریدونه او همداراز په سخي مینه کې د عاشورا پر مراسمو برید غندلی او د طالبانو لاس لرل یې پکې په کلکه رد کړی و.

د روښنايي غورځنګ او سخي مېنې د حملو مسوولیت داعش په غاړه واخیست. دې ډلې د کابل د پُل محمود خان د وروستۍ حملې مسوولیت هم منلی دی.

One thought on “طالبانو په کابل کې د باقرالعلوم جومات حمله وغندله”
  1. de har ensaan wajal loya gonaah da .
    talib tanhaa aw tanhaa pashton wazjane ta zoor warkarrai da .aw bala khwaa pashton de talib po nom ttakawe aw zape ye.

ځواب ورکول jamal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *