تاند- په جنوب ختیځو ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون اووم پړاو پیل شو خو راپورونه وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو په کندهار کې د واکسین مخه نیولې ده.
د راپورونو له مخې د هلمند، کندهار، نیمروز، اروزګان او زابل ولایتونو په امن سیمو کې نن سلګونو واکسینرانو ماشومانو ته د ګوزڼ پرضد د واکسین څاڅکي ورکړل.
د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست ډاکتر، عبدالاحد عظیم وویل چې په دې درې ورځني کمپاین کې شاوخوا ۸ لکه تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو د ساري ناروغۍ پر ضد واکسین ورکول کېږي.
ده وویل چې د پولیو پرضد د واکسین په کمپاین کې ۵ زره واکسینران برخه لري.
ډاکتر عظیم وویل، هڅې روانې دي چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې هم ماشومان واکسین شي.
د ډاکتر عظیم په وینا تراوسه پوري یوازې د یوه ماشوم د ګوزڼ ناروغي تشخیص شوې ده. د ګوزڼ د ناروغۍ لپاره یوازې یو مورد کافي دی چې نورو ته خپور شي.
د موسي کلا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وحید الله وویل چې واکسینران بېرېږي چې ناامنو سیمو ته لاړ شي.
له بلې خوا په کندهار کې د دولت وسله والو مخالفانو نن د ماشومانو د ګوزڼ خلاف د واکسین مخه ونیوله او روغتیاپالانو ته یې خبرداری ورکړ چې چا ته واکسین ورنه کړي.
که څه هم اوس د داعش په شمول بېلابېلو ډلو وسلې په لاس کې اخیستي خو د کندهار اوسېدونکي وايي چې روغتیايي کارکوونکو ته د ګوزڼ د واکسین په وړاندې خبرداری وسله والو طالبانو ورکړی دی.
د کندهار د عامې روغتیا د ریاست مسوولانو هم تایید کړه چې سختدریځو واکسینرانو ته خبرداری ورکړی دی.
وسله والو طالبانو په تېرو کلونو کې له یو نیم مورده پرته په اکثرو وختونو کې روغتیا پالان پرې ایښي چې ماشومانو ته واکسین ورکړي. خو پاکستاني طالبان له واکسین سره سخت مخالفت کوي. د پاکستان د پوځ له لوري په وزیرستان کې له عملیاتو وروسته اکثره طالبان افغانستان ته راشړل شوي دي.
د طالبانو له لوري په کندهار کې پر واکسین بندیز به د دغه ولایت لږترلږه ۵ لکه ماشومان د ګوزڼ پر ضد له واکسینه بې برخې کړي.
افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې یوازیني درې هیوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي لا پکې پوره محوه شوې نه ده.
salamona. da taand web p da makh ki na der bekara shawi mohem khabarona pa khpal Wakht na khpara wi ka km khabar khpor haw ki der wrosta i khparawi tawajo mo ghwarm manana