تاند- د کونړ ولایت چارواکي وايي چې د دولت د وسله والو مخالفانو په برید کې د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۰ سرتېري وژل شوي، دوه ټپیان دي او ۸ نور بې درکه شوي دي.

د کونړ والي وايي چې تېره شپه د غازي اباد ولسوالۍ د شېرغچ پر پوستې، چې د پاکستان په پوله کې ده، برید وشو. د کونړ د والي په وینا داسي ښکاري چې د پوستې له منځه چا د دولت له وسله والو مخالفانو سره لاس یو کړی وي او په حمله کې یې له وسله والو مخالفانو سره مرسته کړې وي.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي د اتو تنو بې درکه شویو سرتېرو په اړه شک څرګندوي، وايي چې ممکن دغو کسانو له مخالفانو سره پټ تار درلود.

په همدې حال وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د دوی برید څو ساعته دوام کړی او په لسګونو افغان سرتېري یې وژلي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو د افغان ملي اردو له پوستې وسلې او مهمات له ځان سره وړي او پوسته او د هغې ودانۍ یې کاملاً نړولي دي.

د طالبانو ویندوی ویلي چې په دې جګړه کې د دوی دوه کسان وژل شوي دي.

13 thoughts on “طالبانو په کونړ کې د ملي اردو ۲۰ سرتېري ووژل”
  1. شهادت دی مبارک وی او کورنی ته د زړه صبر وړاندی کوم الله دی د وطن دښمنان که په هر جامه کی وی رسوا او شرمنده کړی

  2. د سرتیرو ګور دی ګلورین وی او اروا ې ښاده

    او د پنجاب د دلالانو د ګور د غولو ډک شی او اولاد دې د همیشه لپاره د بل د درګاه سپی د خدای ذولجلال څخه غواړم.

    توف لعنت پر داسې دله ګانو چې د لمینځې کالی مینځې.

    پاکستان د خپلو ۲۳ سپیانو چې د تحریک طالبان پاکستان لخوا مردار کړی شوی ول د هغو بدل د خپلو دلالانو په واسطه زمونږ د اردو څخه واخسته. مونږبه هم انشاالله چې ددی بدل ډیر ژر وګورو چې د تحریک طالبان پاکستان مجاهدین به د پاکستان مرتد او د امریکا مزدور فوجیان د دوزخ کندو ته ولیږی.

    مرداګاوان ته چې دا ولی نه ښکاریږی چې امریکا او ناټو ته اوس هم ۸۰٪ مال د پاکستان څخه او د پاکستان په همکاری افغانستان ته رالیږل کیږی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  3. دملي اردو د شهیدانو دي جنت الفردوس نصیب سي او د هغه دلستوڼی مارانو (پاکستاني ) مزدورانو دي الله جهنم ځای کړي آمین …. زموږ د ملي اردو قربانۍ بی ځایه نه ځي دا ددوۍ د وینو برکت دئ چه نن افغانستان د انګلیس د مرداري نطفی څځه پیدا سوي پاکستان سره په هر ډګر کښی سیالي کوي او الحمدالله په هر ډګر کښی ورڅخه مخ کښی دي دملي اردو د شهیدانو کورنيو او ټول افغان ملت ته د الله پاک د درباره صبر جمیل غواړو .

  4. څو ورځې وړاندې د پاکستان ځینې سرتیري وژل شوي وو ایا داسې خو به نه وي چې …… د ملي دفاع وزیر او ستر درستیز باید ددې لوی ناورین ځواب ووايي.

  5. داسې به مو لیکلي وای چې د کوز کلي سپیو زمونږ د کلي څو تنه معصوم ځوانان وداړل.

  6. د لوی او سپېڅلي څښتن په نامه
    د ټولو څخه مخکې د شهيدانو روح دې ښاد او کورنۍ ته يې صبر جميل غواړم لوی خدای ج د د باقی غمه وساتي
    د افغانستان غیور ولس د پنځه ديرش کلنې جګړې وروسته اوس يو ځل بيا د کورنی بد بختی سيلي وهلئ چې هره ورځ زموږ بې ګناه وروڼه لکه د پورته یادو شلو په وطن مینو ځوانانو په شان ډېر ځلمي په قسما قسم لقبونو شهيدان کیږي بدبختانه بدبختانه چې موږ د دشمن منلې موږ د داسې دشمن خبره منلې چې دا پنځه دېرش کاله دوی کړولي یو، موږ د یو داسې دشمن خبره منلې ده چې د وطن هر وړوکی ماشوم یی د د شمن په صفت پیژني، موږ د یوداسې دشمن خبره منلې ده چې په وطن کې مو د کوچنۍ بدبختۍ څخه نېولې تر لويې پوري د ټولو اصل لامل همدوی دی مګر موږ بیا هم د دوی خبره منلې ده آيا موږ لېوني يو که مو ځان اچولئ دی یا مو هم د افغانانو په سر د خدای بدئ ته ملا تړلې ده!؟

  7. یره ذبیح الله خر صیب افرین. وایم اوس مې ومنلې چې د ملي اردو سرتېری دي وژلي او په دا اخره کې دې دا هم ورغبرګه کړې چې پوسته مو ورته په مکمل ډول خرابه کړې!؟ په دې هر افغان پوه دی چې ستا بنیاد په وراني ایښودل شوی. له نن نه څو لسیزې وړاندې دې هم ښوونځي، پل، او پلچک ورانوه او اوس یې هم ورانوې او په دې باور یم چې له نن نه به یې څو پېړۍ وروسته هم ورانوې. یعنې تا خپل خرتوب په ثبوت رسولی او و دې رساوه. زه وایم چې دا به ضرورت هم نه وي چې ته میډیا کې خپله ناره (انګو ډرت) شروع کړې هغه ځکه چې ستا کار له انسانانو سره فرق لري ته صرف وراني کوه خلک خپله پوهېږي خو یاد لره چې یوه ورځ به وي چې دا غریب ملت به در نه لکۍ پرې کوي!

  8. دا د کرزي او د هغه د طالب پلوه ادارې برکت ده د دې سرتېرو قاتل طالب نه بلکي کرزی او د هغه طالب پلوه اداره ده
    په غندلو څه نه کېږي د طالب لپاره پنځم مذهب په کار ده هغه د تا کور سوځوي او ته یې مړی په هیلیکوپتر کې کور ته ور وړې’
    هغه له سرتېرو سرونه غوڅوي ته له بګرامه د ټولو افغانانو مجریمین او قاتیلین خوشي کوې
    ته وایې ما په دولس کاله حکومت کښي
    ایله اوس سیاست زده کړ اوس ما سېاست ته پرېږدئ دا ستا سياست ده چې له بګرامه څخه دي قاتلین خلاص کړل طالب ته دي نوي ساه ورکړه ته په سیاست نه پوهیږي پردۍ مېندي بوري دي او پردۍ خوېندي وراري دي پردي اولادونه یتیمان دي ته په غندلو ځان خلاصوې
    ته لا تر اوسه په دې نه پوهېږې چه له طالب سره په کومه لهجه خبري وکړې’
    نن یې د دولت پلوو لس یا شل کورونه سوځولي ‘ ته یې سبا دېرش کورونه وسوځوه چې بیا دی کور سوځوي او که نه’ چې لس سرتېري وژني شل را وځړوه چې دوئ بیا له سرتېرو سرونه پرېکوي؟
    خو دا هرڅه هله کېدای شي چې یوه پاکه اداره را منځ ته شي په دې اوسنئ اداره کې هرڅه ناممکن دي
    نن په سرو لاسونو طالب ونېول شي سبا خوشی سوې وي د پنځو افغانیو په مقابل کي

  9. طالبان نور د وطن دوستی ادعا نشی کولای ، ځکه دوی هغه سرتیری وژلی چی له ګران هیواد افغانستان نه یی دفاع کوله . منافقینو سرتیری شهیدان کړی او پوسته یی نړولی چی د پنجابیانو مداخلی ته لاره هواره شی. لعنت په هغو کسانو چی د ګران افغانستان له خلکو ، سرتیرو ، ښوونځیو او خاروی سره دښمنی لری.

  10. Let me tell you that zabiullah ( animal) is the greatest enemy of afghans by claiming the killing of brave afghans, so these animals when are caught in war field must beheaded on that spot because they don’t deserve to inhale a single oxygen molecule to live , so my request to afghan Govt is that whenever these animals are caught must beheaded on the spot and should not put into prison Bcoz afghan judiciary system is totally corrupt and even president karzai releases them with gifts as a result other animals (taliban)become brave and think that when they are caught , they are released along with gifts and money while they are killing afghans in such a way that even Americans don’t kill , so my request to them is to change their this policy and take stern actions against these evil human beings,
    Thanks

  11. yara da chatal spagan jahil aw kasif taliban de Allah pak mog aw tase na wakhli ka pakhtana ham de Allah de dase jahil pakhtoon wrak kre che khpal pakhtoon qawm ta muzer waqe kegi aw khpal pakhtana aw khpal qawm aw khpal watan tabah kawe laanat de tase pade mordaro shaklono zanawaranu haiwan ham tase na sharaf lari aw shayad tase na dera sule raham walari tase kho zanawaran ham sharmawali pade shaitani amalu che de islam pa nom ye kawai .

  12. په لنډو ټکو کي وايم: أفغان طالبان دي څوک؟؟؟؟ أفغان طالبان دپاکوستان فوج، دچټلستان مليشه، د آي إس آي تاليڅټي، دپنجاب مرده ګاوان، دا دأفغان طالبانو تعريف ده
    هغه سړي به ډير أحمق وي چي تر أوسه يي أفغان طالبان نه وي پيژندلي
    پاک الله دي دملي أردو شهيدانو شهادت قبول کړي، او کورنيو ته دي الله پاک صبر جميل ورکړي، لکه څنګه چي شهير صيب ليکلي ددوي کورني بايد ونازول شي
    او دوي چي ځانته أفغان طالبان وايي، او زمونږ دملي اردو سرتيري وژني، پاک الله دي ددوي په کور کي غم جوړ کړي، الله پاک دي په خپلو قدرتونو سره دوي تباه او برباد کي، چي دا مظلوم أفغانان نور له دي مضرو حشراتو نه په أمن کي شي
    آمين ثم آمين

ځواب ورکول مختار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *