تاند- وسله والو طالبانو په کونړ ولایت کې لږترلږه د شلو تنو کورونه وسوځول. دا شل تنه په وروستیو کې د طالبانو له لیکو جلا شوي او د سولې په کاروان ورګډ شوي ول.

د خاص کونړ امنیه قومندان جنرال نور محمد نن وویل، وسله والو طالبانو لږترلږه د شلو تنو کورونو ته اور ورته کړی ځکه چې دغو کسانو له جګړې لاس اخیستی و او یا په خاص کونړ کې له سیمه ییزو پولیسو سره یوځای شوي ول.

د ده په وینا د کورونو د سوځېدو په مهال چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کونړ ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالحبیب سید خېل هم د دغو کسانو پر کورونو برید تایید کړ خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې د څومره کسانو کورونه سوځول شوي دي.

سید خېل وویل چې وسله والو طالبانو په خاص کونړ کې هم د سیمه ییزو پولیسو او هم د هغو کسانو کورونه سوځولي چې له جګړې یې لاس اخیسنی و.

د ده په وینا د حملې په مهال د ناامنۍ او غیریقیني حالت له کبله خلک په کورونو کې نه ول.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

3 thoughts on “طالبانو په کونړ کې د ۲۰ تنو کورونه وسوځول”
  1. یاره تسی خولکه دکلی لیونی چی هرسوک سه درته وه وای هغه وایاست نه بهرنی رسنی نه کورنی رسنی داخبره وه کړه تاندوالابایدیوسه تفتش وسی

    1. وروسته له دې چې تاند دا خبر خپور کړ ګڼو نورو رسنیو پرې راپورونه او خبرونه خپاره کړي. تاسو تحقیق وکړئ

ځواب ورکول Shaheer ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *