تاند- وسله والو طالبانو د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال یو محصل په د میدان وردک ولایت کې د عامو خلکو په وړاندې اعدام کړ.

وسله والو طالبانو د پولیتخنیک د څلورم کال محصل فضل الرحمن، چې په چک ولسوالي کې د خپلې کورنۍ د غړیو لیدو ته تللی و، د پنجشنبې په ورځ له موټره کښته کړ او د جمعې په ورځ یې د خلکو په مخکې په دار وځړاوه.

د وردک د والي ویندوی عبدالرحمان منګل فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د سیمې مشرانو هڅه وکړه چې طالبان له دې جنایته راوګرځوي خو وس یې ونه رسېد.

منکل وویل«طالبانو پر دغه محصل تور پوري کړی چې د چک ولسوالۍ لپاره یې د طالبانو د استخباراتو رييس ملا میرویس وژلی دی.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د پولیتخنیک د محصل وژنه تایید کړه، ویې ویل چې د دې بې رحمانه قتل د عاملانو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دې قضیې په اړه پلټنه کوي.

5 thoughts on “طالبانو یو محصل له برمته کولو وروسته په بې رحمۍ وواژه”
  1. زه طالبانو ته وایم چې په اوله کې امریکایانو له عرب بهر څخه هدفونه په نښه کول او له منځه یې وړل، آیا په رښتیا اوس چې دلته راغلي هم دي تاسو له منځه نشي وړلای؟ صرف دغه خبرې ته که فکر وکړئ او دغه پوښتنه ځواب کړئ چې تاسو اوس د خدای لپاره یا هم د امریکا لپاره جهاد کوئ

  2. د طالبانو بی رحمی به نوره څنګه وي

    په یوه اونۍ کې ډاکټر میرویس مړ شو. په همدې اونۍ کې د ننه انجینر فیض محمد د امتحانونو په شپو ورځو کې له کابل څخه سیدآباد ته لاړ او هلته تحقیقات تری وشول او بیا چک ته یو وړل شو او په همدي اونۍ په دار شو
    افسوس د محصل په اړه….

    لعنت، لعنت طالبه!!!!

  3. نن به یو بل مظلوم په دار خیژي ــ سزا دهر څه له ما خوار خیژی
    پرون ئې هغه مړکړ، نن دئ مړکړ، سبا ئې بل یا ئې زه۰ څه ئې ګـــــــــټــــــــــــه؟ هـــــیـــــڅ او هـــ‎‎ـــیـــــڅ۰

  4. د افغانستان چارواکی په شرابو او فحشا باندی مصروف دی او وردګو بیچاره او مطلوم خلک حلالیږی دوی د ووایی چی په دا تیرو ۱۴ کالو کښی دوی د چک، جغتو او سید آباد په ولسوالی کښی عملیات کړی وی او هلته د پنجابی اولاد په خلکو داسی ظلمونه کوی چی نور خلک تر پوزی رسیدلی دی . داسی مفکر مو ږ څه کړو چی خلک د چرګانو په قسم مری مورانی بوریږی یو خو د وردګو د خلکو اقتصاد ضعیفه دی او خلک په ډیر تکلیف پر خپل اولا د تحصیل وکړی او بیا دداسی کفارو له لاسه په دار وځړول شی په . ټول پولیس او اوردو د طالبانو سره تړلی دی یو ځای میلمستیاوی خوری له دی معلومیږی چی دا په فساد کښی ډوب د بنو حکومت د وردګو د خلکو غم نخوری باید په خپله خلک لاس په کار شی د پنجابی اولاد جهنم ته واستوی اصلا غنی د وردګو سره ډیر تضاد لری او ددی تحصیل کرده او متخصص اولس نه دا ټوله فاسده کابینه بیریږی الله تعالی مو تاسو چارواکی او طالبان ټول تبا ه کړی

  5. طالبانو الله مو تبا او برباد کړه

    طالبانو دا مو څه ظلم وکړ او دا مو څومره بی رحمی وکړه.
    الله پاک دې له تاسې دغه انتقام واخلي

ځواب ورکول هلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *