تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: طالبانو په یوه اعلامیه  کې د اوربند په اړه ټولې غوښتنې یو وار بیا رد کړې دي او ویلي یې دي چې دا غوښتنې غیر منطقي او د فرصت طلبۍ په معنا دي.

په دې وروستیو کې جرمني، اروپايي ټولنې، ناټو، افغان حکومت، امریکا او زلمي خلیلزاد په بیا له طالبانو څخه د روژې په خاطر د اوربند غوښتنه کړې خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دا ډول غوښتنې غیر منطقي بللې دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، دوی له امریکا سره د تړون په لاسلیکولو د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې په ختمولو کې خپل مسوولیت ادا کړی دی او دا تړوون د نړیوالې ټولنې د تایید وړ ګرځېدلی چې باید افغان حکومت او طالبانو ترې سمدستي وروسته ۶ زره بندیان تبادله کړي او په لسو ورځو کې مذاکرات پیل شوي وای.

 طالبانو  په اعلامیه کې افغان حکومت د جګړې د دوام په غوښتلو تورن کړی دی او ناټو یې هم تورنه کړې ده چې افغان حکومت ته د میلیونونه مرمیو په ورکړې سره یې وښودله چې په افغانستان کې د جګړې شدت غواړي.

 په اعلامیه کې طالابنو یو وار بیا د بندیانو په خوشې کولو ټینګار کړی دی او ویلی یې دي د هوکړې د مراعتولو په صورت کې د اوربند بیا بیا غوښتنه غیر منطقي او د فرصت طلبۍ معنا ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر اوسه د طالبانو ۵۵۰ بندیان ورخوشې کړي او په بدل کې یې د تاوتریخوالي کمولو ته په تمه دی، خو طالبانو ویل کېږي چې د سولې له هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو ۲۸۰۰ بریدونه کړي دي او نږدې ۸۰۰ ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

افغان حکومت وايي، د ښه نیت ښودلو تر څنګ یې باید طالبان هم د تاوتریخوالي راکمولو غوښتنې ته غاړه کېږدي.

2 thoughts on “طالبانو یو وار بیا د روژې د اوربند په هکله ټولې غوښتنې رد کړې”
  1. د طالبانو غوښتنی چه ددوی جنګی جنایت کاران او تروریستان چه یو تعداد یی پاکستانیان دی او د پاکستان د استخباراتو کسان دی باید آزاد شی ، آیا دا منطقی غوښتنه ده ؟ د بله طرفه د پاکستانی تروریستانو د آزادولو خبره خو باید د پاکستان دولت د افغانستان سره مطرح کړی نه طالبان ، او که طالبان د پاکستان نمایندګان دی که څنګه ؟
    په داسی حال کی چه طالبانو د صلحی مواد د امریکا د نماینده سره لاسلیک کړی نه د افغانستان د حکومت سره ، نو آیا د خپلو بندیانو غوښتنه دافغانستان د حکومت نه منطقی ده ؟
    د افغانستان دولت د ښه نیت له مخی هغه دی تر اوسه ۵۵۰ بندیان خوشی کړی او شاید نور هم خوشی کړی ، خو هغه کسان چه به غټو تروریستی بریدونو کی کلیدی رول لری هم آزاد کړی ؟ دا په کوم قانون او منطق ؟
    طالبانو ته اشرف غنی وایی چه باید حد اقل د روژی په میاشت کی اوربند وکړی او د افغان وژنی نه لاس واخلی او مخامخ خبروته کینی ، خو چه طالبان د ا کار نکوی او بهانی وړاندی کوی دا کوم منطق دی ؟ نتیجه داده چه دطالبانو منطق د افغانستان د حکومت د منطق به وړاندی سل په سلو کی شکست خوړلی دا شکست که طالبان نه منی ملت او دنیا په پوه شوی ، هغه متل دی چه قاضی ملامت کړم خو زه یی نه منم .

  2. په دري کې یو متل دی چې وایي « ده در کجا و درختان در کجا ؟ »
    ټالبانو او پنجابیانو هوکړه لیک له امریکا سره لاسلیک کړی، اوربند یې له هغوی سره ده او بندیان د افغانستان اسلامي جمهوریت نه غواړي.
    ټول افغانان ، د نړۍ مسلمانان ، د ملګرو ملتونو سازمان ، ناتو ،اروپایی اتحادیه او ټول بشریت له تروریستانو نه د اوربند او دخپل ولس د نه وژلو غوښتنه کوي ، خو دوی د فکیستانی ګدو په شا د کبر اوغرور په خرو سپاره دي ، لکه ګلمرجان نه یې مني. د کورونا وایرس مو له مظلومو افغانانو نه واخله .

ځواب ورکول فریدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *