تاند- وسله والو طالبانو یو ځل بیا په هلمند کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسیناسیون مخه نیولې ده.

څو میاشتې پخوا هم طالبانو په هلمند کې، چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې پکې په نسبي ډول زیاتې دي، د واکسینساسیون مخه نیولې وه خو وروسته یې واکسیناتوران پرېښودل چې هلمندي ماشومان د ګوزڼ د خطرناکې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د هلمند مدني ټولنې او د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولانو نن وویل چې طالبانو ګواښ کړی چې د کوچنیانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین مخه به ونیسي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې په هلمند کې تر لسو زیات ماین پاکان په بې رحمۍ ووژل.

د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون د مخنیوي لپاره د طالبانو پر اعلان اندېښنه وښوده، ویې ویل چې د طالبانو دا کار به د هلمند شاوخوا پنځه لکه ماشومان له واکسینه بې برخې کړي.

سردار محمد له طالبانو وغوښتل چې په سیمه کې روغتیايي کارکوونکي پرېږدي چې ماشومانو ته واکسین ورکړي.

په همدې حال کې د هلمند د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي وايي چې په ولایت کې یې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې لیدل شوي او که طالبان پرېنږدي چې په کلیو کې ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسین شي، دا ډول پېښې به نورې هم زیاتې شي.

د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغي ویروس، چې په نتیجه کې یې انسان فلج کېږي، تر هغو له منځه نه ځي چې په یوه سیمه کې یو کس هم دا ویروس ولري.

اوس په درسته نړۍ کې یوازې په افغانستان او پاکستان کې دا ناروغي ختمه شوې نه ده ځکه چې په دواړو کې طالبان د ګوزڼ ضد واکسینو مخه نیسي.

One thought on “طالبانو یو وار بیا په هلمند کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون مخه نیولې”
  1. وایی چی په خره یی زور نه رسیدلو نو په کته باندی یی خوله لږوله، همدغه خبره ده د طالبانو چی پر حکومت باندی زور نه رسیږی نو بیا د عامو خلکو وژلو او خونخواری ته ورمخه کړی. ای د اسلام ، بشر او تمدن دښمنانو دغه کوچنیو ماشومان څه ګناه ده چی تاسو یی پر واکسین کولو باند بندیز لږوی.. په لیاز د خدای پاک لږ ځدای پاک وپیژنی ځانونه وپیژنی انسانیت وپیژنی دا څه وحشیت مو راخیستی دی.
    که همدغه ماشومانو ته د ګزڼ وکسین ونه شی نو ډیری ماشومان به د ګزڼ ویروس باندی اخته شی او بلاخره به په پښو شیال شی.نو که تاسو د ماشومانو په شیال کیدلو کی د خدای پاک رضا لټوی بدی باندی خدای پاک نه رضا کیږی .
    لږ خانونه وپیژنی

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *