د طالبانو په ليکو کې اوس ډېری نفوذي قومندانان او سرګروپان خپل ځانونه د يو بل له وېرې خوندي نه احساسوي. د دوی د ټوپکو شپېلۍ په خپلو کې په يو بل ور اوښتې دي.

په دې وروستيو کې د ملامنصور د ډلې له خوا هغه نفوذي طالب قومندانان او سرګروپان په مرموز ډول په نښه شوي چې د خپل ځان او قدرت لپاره ترې خطر احساسوي. نېږدې څلور مياشتې د مخه د کوټې په کچلاغ کې د زابل ولايت د طالبانو نظامي مسوول محمد علم اندړ په مرموز ډول ووژل شو. ملا عبيدالله هنر ته هم له همدې امله جدي ګواښ متوجه و، خو په زابل کې په خپلمنځي مخامخ جګړه کې ټپي شو او اوس په ناوړه روغتيايي حالت کې دی. دوی دواړه له ملامنصور سره مخالف قومندانان وو، چې ملامنصور ډلې ترې وېره احساسوله.

د طالبانو خپلمنځي روابط د ملا عمر د مړينې تر اعلان وروسته خړپړ شول او هله يې زور وموند، چې  ملامنصور د امير په توګه رامخکېشو. هغه وخت ډېر نور طالب قومندانان او سرګروپان هم وو چې د طالبانو ليکې يې پرېښودې او پټه خوله په کور ناستل.

له ملا منصور ډلې سره هره ورځ د طالبانو لانجې پراخه کېدې او کېږي، يوه ډله يې په څو هغو بدله شوه او يوازې اوس يې درې جنګي ډلې فعاليت کوي: له دې يوه د ملامنصور په نوم، بله د ملامحمد رسول په نوم او بله هم د ملا قيوم ذاکر په نوم په مختلفو سيمو کې په جګړه بوختې دي، دوی تر ډېره يو بل ته غاښ چيچي.

د ملامنصور ډلې ډېره هڅه وکړه چې ملامحمد رسول ورخپل او پخلا کړي، خو د ملا رسول ډله ورځ تر بلې پياوړې کېده او ډېر طالب قومندانان پرې راماتېدل، ده ځانته يو بل امير وايه او د يوې بلې واکمنۍ خوبونه يې په سر کې پالل.

 د مارچ مياشتې په ۲۲ مه نېټه پاکستاني رسنيو رپوټونه خپاره کړل، چې پاکستاني حکومت ملا محمد رسول له کرښې څخه د ور اوښتو پر مهال نيولی دی.

ملا محمد رسول د طالبانو يوې څلوېښت کسيزه ډلې چې له پاکستان راغلي وه، له ځان سره پاکستان ته ددې لپاره بېولو، چې له ملامنصور سره يوې روغې ته ورسيږي. څلويښت کسيزه پلاوي له ملا رسول سره په قران هم لاس اېښی و، چې کوم زيان به نه ورته رسيږي، خو له کرښې د ور اوښتو سره سم يې پاکستان ته په لاس ور کړ.

که څه هم د ملا منصور په اړه ويل کېږي، چې لا دمخه وژل شوی او په ځای يې بل قومندان ملا هيبت ناست دی، خو د طالبانو هغه ډله د ملا منصور په نوم فعاليت کوي او هغوی ځانونه د ملا عمر واقيعي ځای ناستي بولي. د واک د شراکت په برخه کې د ملاعمر د زوی ملا يعقوب نوم هم اخستل کېږي، چې يو شمېر سيمې ورکړل شوې دي.

بلخوا بيا ملاذاکر ته ورته ډېری د منځنۍ کچې طالبان په دې هڅه کې دي چې ځانونه د پرديو له حصارت خلاص کړي او يو ډول له حکومت سره جوړجاړي ته ورسيږي. د دې ډلې په اړه مالومات دا دي، چې د ځان د خوندي کولو لپاره يې افغان حکومت سره روابط جوړ کړي دي او غواړي د سولې له بهير سره يو ځای شي.

په هغو طالب قومندانانو کې چې د سولې پټې خبرې ور سره روانې دي، د ملا ذاکر تر مشرۍ لاندې په هلمند کې د طالبانو د ولايتي کمېټې مسوول ملا عبدالمطلب، د خانشين لپاره د طالبانو نظامي قومندان حافظ غلام، د ديشو نظامي قومندان ملا فیضو، مولوي عزیز الله او قاري محب الله په شمول ځينو نورو لويو او وړو قومندانانو نومونه اخستل کېږي.

همدې ته ورته خبره را ته پنځه لس ورځې د مخه د ملي دفاع وزارت د عملياتو قومندان جبار قهرمان هم کړې وه، خو هغه د چا نوم نه وو اخستی. ده راته وويل، چې ډېری طالبان يې له جګړې لاس اخستو ته اړ کړي دي.

د ملاعمر مرګ د خبرو او د طالبانو د پاشل کېدو لپاره يوه هغه کلۍ وه چې ور سره ډېر رازونه راووتل او طالبان به نور هم سره خواره واره شي، ځکه چې خپل منځي باورونه يې په بشپړه ډول له منځه تللي، هېڅ طالب مشر په بل باور نه کوي، ټول په تېښته دي.

افغان حکومت هم بايد له دې فرصت د ځان په ګټه کار واخلي او د اورپکو ځينې ډلې په مستقيم او غير مستقيم ډول ور خپلې کړي، نوي تاکتيکونه وکاروي، دغه ډول قومندانان بايد ور خپل کړي.

له بلې خوا پاکستان خپلې وروستۍ هڅې کوي، چې جګړه روانه وساتي او د طالبانو د مرال د لوړولو  لپاره يې د عمري عملياتو غږ هم  اوچت کړی، خو په دې عملياتو کې ټول پاکستانيان جنګېږي، چې په يوه نيمه اوونۍ کې يې په کندوز، بغلان، بدخشان او ځينو نورو ولايتونو کې درنه مرګ ژوبله ليدلې ده.

One thought on “طالباني باورونو سر خوړلی/ خالد خان”
  1. کله دطالبانو حکومت سقوط وکړ او ملا محمد عمر هم ټولو طالبانوته امر وکړ چی درس شروع کړی او په کور کښینی ولی دولت طالبان په خپلو کورونو کلار نه پریښودل او دهغه وخت اولس مشر کرزی اعلان وکی چی هر چا که ددغه شخص په باره کی معلومات راکړه انعام به ورکړه سی یعنی ملا محمد عمر.کرزی صاحب دطالبانو مشر ته مخکی دلوی ملا صاحب او ملا محمد عمراخند نوم کاراوه خوچی څنګه طالبان له قدرت نه ګوښه شول اورژیم یی ختم شو. کرزی صاحب واک ته ورسید لهجه یی بدله شوه.او دطالب په نامه نیول رانیول وهل ربړول شروع سول او طالبان هم دوطن پریښودلو ته اړکړل سول او مجبور سول چیرته چی اوسیږی دهغه حوکمتونو غوښتنی هم باید ومنی دریمه لار ورته پاتی نشوه دروغی جوړی اصلی وخت هغه و که چیرته هغه وخت اشتباهات نه وای سوی مسله حل وه خو خدای خبر چی امریکایانو به ددی جنګ ادامه غوښته که دقدرت په نشی مست حکمرانان ځان ته نه پوهیدل بل دطالبانو سره وعده سوی وه چی دمزار بندیان به ورته راخوشی کوی هغه یی هم ټول په قلغه جنګی کی ورته مړه کړه اواوس خو طالبان هم څو ډلی دی خارجی شبکی هم نفوس پکی لری بعضی غله او اختتاف چیان هم دطالب نوم نه ګټه اخلی مشکله ده چی صلح وشی

ځواب ورکول حیران ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *