ملا رسول اخوند

تاند – طالبان وایي، د ولسي جرګې هر هغه وکیل به په نښه کړي او له منځه به یې وېسي چې د افغانستان په کمپیوټري تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت پر ضد رایه وکاروي.

رسنیو ته په لېږل شوې یوه اعلامیه کې د طالبانو د مرکزي شوري یوه غړي عبدالرحمان نیازي ویلي، «د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د دې مردود عمل شديد مخالفت کوي او ردوي يې او دا د اسلام سره د دښمنۍ په معنی بولي، د افغانستان اسلامي امارت عالي شوری په دې باور ده چې د دې کار هدف د افغانستان تجزيې ته لاره هوارول دي.»

اعلامیه مخکې لیکي، « مونږ دافغانستان په غيور او مسلمان اولس دا غږ کوو چې د دې کار مخالفت وکړي، په علماء کرامو، قومي مشرانو، سپين ږيرو ځوانانو، او مدنى فعالانو هم غږ کوو او متوجه کوو يې چې د دې مردود عمل مخالفت وکړي.»

د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي، چې هغوی خپلو وسله والو ته توصیه کوي چې د دغه فکر پلویان په نښه کړي، او زیاتوي،‌ «د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا عامو مجاهدينو او بالخصوص د عالي شورا مجاهدينو ته توصيه کوي چې هر هغه وکيل او يا بل قومي مشر او مدني فعال چې د دې قانون د مادې د تصویب په پلوۍ کې خپله رايه استعمال کړي او يا يې د کاميابيدو کوښښ کوي، هدف وګرځوي او له منځه يې يوسي.»

په دې اعلامیه کې راغلي، «که چېرې داسې هويت کارت د هر افغان سره پيدا شو چې په هغه کې د اسلام او افغانيت کلمه نه وي ليکل شوې نو کارت به يې سوځول کيږي او دغه کس ته به سخته سزا ورکول کيږي. د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا په ټولو مجاهدينو غږ کوي چې د دې عمل مخه ونيسي.»

د افغانستان ولسي جرګې تېره اونۍ په یوه ناوړه پرېکړه کې په داسې حال کې چې له ۱۰۰ نه ډېر وکیلان یې غیرحاضر ول په کمپیوټري تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت د ذکر کولو پر ضد رایه ورکړه چې د ولس سخت عکس العمل یې راوپاراوه او د ولسي جرګې ډېر وکیلان په خپله فیصله پښېمان شول.

5 thoughts on “طالبان:‌ هر هغه وکیل به له منځه وېسو چې د افغانیت او اسلاميت پر ضد دریځ ونیسي”
  1. دافغانستان ټول قومونه هیڅ ډول توپیر نه لري ټول افغانان او مسلمانان دي داچه ځینې مغرضې کړۍ غواړي افغانان سره وویشي دا دهیواد دیو والي د دښمنانو کاردی

  2. سلامونه ! یاره دمور شیدې مو شه ! يه لومړی ځل دطالبانو یوه اعلامیه چې زما خوښه او دتایید وړ ګرخي – موږله ولسمشر نه هم هیله لرو چې دا نا مشروع او مفسد پارلمان چې وخت یې بلکل پوره او حتی اکسپایر شوی او خسا بوی ترې لټی ژر ترژر منحل اعلان کړی

  3. ياره د طلبانو دا اعلاميه خو ډېرو ته خوند ورکوي. خو په يوه خبره مي سر نشو خلاص چي دغه موږ افغانان ولي د اسلام له نوم څخه هميشه ناوړه ګټه پورته کوو. ځکه تر کومه ځايه چي زه خبر يم خو دين په کي سته. نو بيا ولي دا د اسلام د نه اچولو خبري کوئ او د ټول ميلت زهنيتونه خرابوئ. او نور هم لا دا خوار او ځپلی ميلت د اور په لمبو سوځوئ

  4. درنوطالبانوورونوکه تاسوله یوبل سره، حزبِ اسلامي او ښاغلي ولسمشرسره( هغه چې د بلاګانوپه منځ کې راګیر دئ)سوله کړې وای او یا سوله وکړۍ۰ هم به امنیت وي، هم په د ټولوژوندخونديوي، هم به قانون څوک تر پښولاندې نکوي او هم به څوک له افغانیت او اسلامیت څخه انکارکوي۰ هرڅومره ژرچې داجګړه ودریږي او سوله راشي، دومره ژربه زمونږدشمن له منځه ځي او دا پردۍ ملیشې به زمونږله ګران هیواد څخه ورکیږي۰
    د سولې او زمونږګران هیواد افغانستان د نظام د جوړښت په هیله«اِن شأ الله»۰

ځواب ورکول عبدالرووف لیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *