تاند- په داسي حال کې چې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو، په تېره بیا سنګین کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو سخته جګړه روانه ده، دې ډلې ادعا وکړه چې شاوخوا دوه سوه افغان عسکر یې وژلي او په لسګونو نور یې ژوبل کړي دي.

پرون افغان چارواکو ویلي وو چې طالبانو د پنجشنبې له شپې څخه د هلمند پر کجکي، نوزاد، موسي کلا او سنګین ولسوالیو بریدونه پیل کړي چې تر ټولو سخت یې پر سنګین ولسوالۍ کې متمرکز دي.

د افغان چارواکو په وینا په دې بریدونو کې ۴۰ ملکیان وژل شوي او پنځوس ژوبل دي. د دوی په وینا ۱۰۰ وسله وال طالبان او ۲۱ افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

طالبان هڅه کوي چې هغه سیمې ونیسي چې بهرني پوځیان ورڅخه په وروستیو کې وتلي دي.

1د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې جګړو کې د ۲۰۰ افغان ځواکونو د وژل کېدو ترڅنګ ۶ خارجي ټانکونه او ۱۴ شوبلې ویجاړې شوي او ۱۴ دولتي پوستې له منځه یووړل شوي دي.

قاري یوسف احمدي همداراز ادعا کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو ۲ لویې قرارګاوې او ۶۰ نور عسکر د تونلونو له لارې په چاودېدونکو موادو «پوپناه» شوي دي.

قاري یوسف احمدي په دې نښتو کې د طالبانو تلفات یوازې ۷ تنه بللي دي. ده د دولتي ځواکونو له لوري د ۱۱ ملکیانو د وژلو خبره هم کړې ده.

قاري یوسف احمدي دا هم ویلي چې د سنګین ته د هلمند د امنیه قومندان په مشرۍ تللی کاروان د ولسوالۍ په مرکز کې محاصره دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د هلمند چارواکو ویلي چې په دې جګړو کې ۸۰۰ طالبان او پاکستاني پوځیان برخه لري.

ګومان کېږي چې طالبان په کابل کې د نوي حکومت تر واک ته رسېدو مخکې هڅه کوي چې یو شمېر سیمې لاندې کړي څو له نوي حکومت سره په نسبتاً له قوي دریځه خبرې وکړي.

له نښو نښانو داسي ښکاري چې طالبان غواړي، د افغانستان د ولسمشرۍ د وروستیو انتخاباتو په نتیجه کې له جوړېدونکي حکومت سره خبرې وکړي.

0 thoughts on “طالبان ادعا کوي چې په سنګین ولسوالۍ کې یې ۲۰۰ افغان ځواکونه وژلي”
  1. ghata toora mo kare da…da afghan par zai che pakistanian mra kai nu aslee mujahedeen ba yast …..sta pa dagha ye largai der chakh kai pa waziristan ke .

  2. نه طالب دی او نه مالب،
    دا ټول د ګل مرجان په لارښونه د ای اس ای کار دی. ځکه چی امر الله صالح احمدزی صاحب ته اخطاریه ورکړی ده چی که دوی (شورای نظار) ته په نوی دولت کی څوکۍ ورنه کړی نو ډیری حمله به وکړی. اوس هغه دی حملی یی پیلی کړی.

  3. د ق یوسف له تبصرو داسی معلومیږی چی دی د پاکستان د پوج نماینده دی او وایی چی : « چې په دې جګړو کې د ۲۰۰ افغان ځواکونو د وژل کېدو ترڅنګ ۶ خارجي ټانکونه او ۱۴ شوبلې ویجاړې شوي او ۱۴ دولتي پوستې له منځه یووړل شوي دي.
    قاري یوسف احمدي همداراز ادعا کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو ۲ لویې قرارګاوې او ۶۰ نور عسکر د تونلونو له لارې په چاودېدونکو موادو «پوپناه» شوي دي. »
    د ده په وینا افغانستان یو بهرنی هیواد دی او دا 6 ټانکونه هم خارجی دی یعنی افغانستان دوی ته یو خارجی هیواد معلومیږی. څومره دافسوس ځای دی زمونږ پر هیواد تورمخی پنجابیان راخیژی او زمونږ مسلح قوتونه یی مخه نه نیسی،
    که طالبان ځانونه افغانان بولی نو پدی جګړه کی خو یواځی پښتانه وژل کیږی یعنی دولتی قهرمان او مجاهد وطندوسته عسکر هم افغان دی او بلی خواته طالبان او ملکی خلک هم افغانان او پښتانه دی. د دوی د جګړی ګټه زمونږ دهیواد دښمنانو ته رسیږی اوبس.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *