په يو نوي انکشاف کې طالبانو ارودي ملي خپل ورونه او د وطن اصيل بچيان وبلل !!! د طالبانو یو رسمي استډيو د منبع الجهاد په نامه په خپل وروستي ويديويي اصدار کې د ارودي ملي عسکر خپل ورونه او د وطن اصيل بچيان بللي او همدارنګه د سياسي دفتر ويب سايټونو (نن.آسيا او خبرپاڼه) هم دا خبره تائيد کړې او د منبع الجهاد دغه اقدام ېي تقدير کړی او داېي يو ښه اقدام بللی .

د طالبانو نه يواځې دې اقدام چې د ملي اردوعسکروته چې دا دیارلس کاله ېي په خلاف جنګيدلي د ورونو او د وطن د اصيلو بچيانو خطاب کوي د تعجب وړ ده بلکې ټول وروستي اقدامات او مواقف سوالونه جوړ کړي، د عالمي انقلاب او امارت محدودول په افغانستان پورې، د تحريک طالبان پاکستان ، جندالله ازبکستان … او نورو څخه په غیر مستقیم ډول برأت ، له القاعدې او دولت الاسلام څخه په مستقیمه توګه ځان بیل اعلانول او د ځان صفايي بيانول …. ټول د طالبانو پخواني داعيي او کړنلارې په خلاف خبرې دي چې نظر راتلونکي ته د يو نامعلوم معاملې اخطار ورکوي.

دا خبرې چې کله له سياسي جرياناتو بيل وڅيړل شي نو يو نوع ليونتوب ښکاري خو چې کله هم د سياسي جرياناتو په رڼا کې و څيړل شي نو بيا دا خبره څرګنديږي چې طالبان نور د کومې نوې سياسي لوبې په درشل کې خپل مخالف جهت ته په دې خبرو اطمينان ورکوي، او غواړي مخالف جهت په دې وپوهوي چې دوی اوس هغه د دیارلس کاله پخوا طالبان ندي بلکې په ډيرو خبرو کې تاسو سره په لاره تلای شي ، په کابل کې رسنيو د طالبانو له جهت نه اوس د مطرح کسانو له خولې ليکلي چې دقطر په دفتر کې به ډير ژر له امريکا سره د طالبانو مذاکرات پيل شي، د مذاکراتو د پيل لپاره شايد داسې څه شرطونه ايښودل شوي وي چې په هغه کې د طالبانو نرمښت او د امريکا په تعبير د نړيوال تروريزيم سره ددوی د اړيکو قطع کیدل هم ځای ولري، همدغه شرطونو شايد طالبان دې ته اړ کړي وي چې وروستي څرګندونې او مواقف اعلان کړي ، او حتی خبره تر دې ورسيږي چې اردوي ملي سره د وروري لاسونه ورکړي او هغو ته د وطن اصيل بچيان ووايي . په ملي اردوکې ريښتيا هم داسې د وطن اصيل بچيان پيدا شول چې د خپل ټوپک په شپيلې يي د دښمن سينې ېي سوری سوری کړې او د افغانانو شملې ېي اوچتې کړې، او شايد داسې څه نور ځوانان هم وي چې د وخت په پيدا کولو سره دښمن ته نه هريدونکي درسونه ورکړي ، خو دا کم کسان ول او شايد کم کسان وي ، نور د ملي اردوعسکرو کې د وطن د اصيلو بچيانو په ځای هغه ذليل خلک هم شته چې د مجاهدينو د همکارې په تور ېي خلک ته په کليو او بانډو کې صحرايي محاکمې جوړې کړي او زمونږ بيچاره ولس ېي کړولی، داسې خلک هم شته چې د شهيدانو جسدونه ېي په خپلو ټاکونو تړلې او بيا ېي په کليو کې ګرځولي ، داسې نا افغانان هم شته چې د امريکايي او خارجي عسکرو په څنګ کې د عزتمنو افغانانو کورونو ته ننوتلي او هلته ېي د خارجيانو هر نادودی ليدلی او د هغه حمايت ېي کړی ، داسې ذليل خلک هم پکې شته چې اوس هم د زړه له کومې يواځې مجاهدينو سره نه بلکې د اسلام او مسلمانانو سره دښمني لري ، دا خلک د وطن اصيل بچيان نه بکلې د وطن اصيل دښمنان دي.

هو د اردو او پوليسو له عسکرو سره د مجاهدينو بې ځايه ښکيل کيدل او مصروفيت د جنګي تکتيک مخالف دی ، په اردو او پوليسو کې د عسکرو دعوت او بيا له هغو څخه د اسلام او مسلمانانو په خدمت او د جهاد په امورو کې کار اخستل هم د جهاد د تکتيکونو او دعوتي مسوليتونو څخه دی ، خو له دې هر څه وړاندې له کوم توپير پرته د امريکا په امکاناتو او د امريکايي او خارجي استادانو په لاس روزل شوی اردو هيڅکله د مجاهدينو ورونه ندي او هيڅکله د وطن اصيل بچيان ندي ، هغه وخت به دوی د مجاهدينو ورونه او د وطن اصيل بچيان شي چې د مجاهدينو له مخالفت لاس واخلي او ددښمن سينو ته خپل د ټوپک شپيلي واړوي . کاشکي طالبانو له دومره توسع او تواضع څخه د خپل مسلمان او مجاهدو ورونو په مقابل کې کار اخستی او ددې په ځای چې خپل ټول قوت د مسلمانانو او مجاهدينو په خلاف استعمالولی خپل نور مجاهدو ورونو ته ېي د ورونو خطاب کړی وای او هغوی ېي د وطن اصيل بچيان بللي وای نه د ملي اردوعسکر !!!! منصور

————————-

د لیکوالو نظر نه د تاند د دریځ ښکارندويي کوي او نه تاند د لیکوالو په لیکنو کې د بیان شویو مطالبو د کره والي مسوولیت په غاړه نه اخلي.

3 thoughts on “طالبان او ملي اردوسره ورونه شول !!! منصور”
  1. stase la watanplorunko aw de panjab la godagiano sakha de meli urdo spai kha dai aw stase pa shan da watan dukhmanan nadi che na pol pregdi na kom showanzai na dr na engineer……aw de watan barbadai ta ye mate ranghakhti khejalat wabasa pade leekana che ta kre!

ځواب ورکول Lmar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *