تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: طالبانو د حقاني شبکې د دریو مهمو غړو د خوشې کېدو په بدل کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او مذاکرات رد کړل.
تېره ورځ د الجزیرې ټلویویزوني شبکې خبر ورکړی و چې طالب بندیان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو مذاکراتو د پیل په بدل کې خوشې شوي دي، خو اوس د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي دي چې د زندانیانو تبادله د دې لپاره نه ده شوې چې له افغان حکومت سره مذاکرات پيل شي.
ښاغلي شاهین لیکلي چې دا اوازې حقیقت نه لري چې ګواکې طالبان به د دریو زندانیانو د خوشې کېدو په بدل کې له افغان حکومت سره کېني.
خو دا په داسې حال کې ده چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو سره هم مهاله د ارګ د معلوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ولسمشر غني ته په ټلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی و که له بندیانو خوشې کېدو وروسته هم طالبانو نرمښت ونه ښود، امریکا به له افغان حکومت سره ولاړه وي.
یاد ساتي او ټول افغان ولس او دولت دی واوری ترڅو چی امریکا په شعاری ډول په واقعی توګی سره د پاکستان په پوځ او څارګری اداری یا چارواکو باندی د سپاه پاسدرانو (ایران) بندیز ونه لګوی یا سیاسی او اقتصادی فشار ورباندی را نه وړی ګمان نه کوم تیر په څیر د سولی پروژه تکمیل او بهره برداری ته وسپارل شی
ځکه تر اوسه پوری امریکا او پاکستان د طالبانو او د داعش پروژی مالی ا و نظامی ملاتړ کوی نوموږ ټولو افغانانو ته پکار ده چی خپل مینځی تربګنی او بی ځایه خبرو تیر او نړیواله ټولنه او همدانګه امنیت شورا ذهنیت باندی کار وکړو ترڅو په پاکستان اقتصادی او نظامی بندیز ولګوی او په اقتصادی چاروکی یی په تور لیست کی واچوی او زموږ ولس په خپل کلی او کور د آرامی او سوکالی ساه وکاږی
http://www.taand.com/archives/109382
مولانا سمیع الحق: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند ګټه نه کوي
June 12, 2018
http://www.taand.com/archives/115459
د ټولنیزو رسنیو فعالانو د مولانا سمیع الحق د مرګ په هکله لیکلي
http://www.taand.com/archives/115499
طالبانو د مولانا سمیع الحق وژل کېدا نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله
د یادولو ده چی ملافضل الرحمن هم اوس کرار کرار د سمیع الحق په قدم قدم ږدی یاد یی ساتی