لیکونکی: طاهر مهدي –
طالبان د نویمی لسیزي په مېنځ کي واک ته ورسیدل، د دوی حکومت هغه وخت مات شو چي د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف قواو د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په ۷ نېټه د تروریزم په خلاف د جنګ د په نوم په افغانستان تیری وکړ.
طالبانو په دوولسو کلونو کي وکولای شوه چي خپل تحریک منظم او پیاوړی کړي څو خلکو ته وښیي چي دوی یوځل بیا د افغانستان چارې په لاس کي اخلي.
سوال دا دی چي ایا دوی کولي شي چي یوځل بیا اسلامي امارت مېنځ ته راوړي؟ ځیني په دې بباور لري خو زه د لاندي پنځو ټکو په رڼا کې فکر نه کوم چي داسي به وشي!
1- افغانستان د انارشۍ په حالت کي نه دی
کله چي طالبان په کال 1996 کي واک ته ورسیدل نو په افغانستان کي د انارشي حالت وه.
د جهاد لس کلنې بریا استقبال د مجاهدینو تر مېځ په خونړيو خپل منځي جنګونو سره وشو چي په نتیجه کي یې سلګونه ملکیان ووژل شول او یا بې کوره او یا هم زخمیان شول.
د دولت په نوم هیڅ وجود نه درلود، بنسټونه له مینځه ولاړل، او قانون هم تر پښو لاندي وه.
لنډه دا چې غریب او بی کسه وګړو تر اندازې وتللي مشکلات ولیدل
طالبانو په دې وخت وکولی شوه چي ولس د خپلو شعارونو په واسطه را جلب کړي. د دوی شعار د امنیت او سولې ټنګول وه .
د طالبانو ډله عموما د مدرسې د شاکردانو څخه عبارت وه او دوی زیار وایسته څو د عامو وګړو ملاتړ ترلاسه کړي.
طالبانو د کندهار څخه خپل تحریک ته ادامه ورکړه او مختلف ولایتونه یي د مجاهدینو او جنګسالارانو څخه په اسانه ونیول، خلکو د دوی استقبال وکړ او د خپل ژوند ژغورونکي یي ګڼل.
له بل طرفه افغانستان اوس (۲۰۱۳) ډیر متفاوت دی نظر ۱۹۹۶ کلونوته، په اوسني افغانستان کي انارشي نشته، فعال اساسي قانون لري، د حکومت لخوا دوه ستر انتخابات تر سره شوي، منظمه او مجهزه اوردو لري، وزارتونه او بنسټونه موجود دي، فابریکې او ستر تجارتونه پکي روان دي.
خو د دې پرمختګونو ترڅنګ د افغانستان حکومت ضعیف دی، انتخابات پکي شفاف نه وي، اداري فساد پکې په لوړه کچه شته، تجاران دولت ته مالیه نه ورکوي، خو بیا هم له دې مشکلاتو سره سره افغانستان د 1995 کال حالت ته ورته نه دی چي طالبان به يې تر خپل کنترول لاندي راولي.
خلاوي او نیمګړتیاوې شته، مګر دا هغه خلاوې نه دي چي د طالبانو په واسطه دې ډکې شي، که چیرته طالبان غواړي چي په دې خلاو کې ځان ته ځای پیدا کړي نو لومړي دوی باید په خپله تګلاره کې تغییرات راولی.
په بله معنا ویلي شو چي په تیرو لسو کلونو کي د طالبانو د نه موجودیت په حالات کې ډیر زیات تغیر شوی دي اوس د نوي یمې لسیزې وخت نه چي ولس طالب ته منتظر پاتي شي.
زما په نظر سخت دریځي طالبان له دیموکراتیکو ارزښتنو سره مخالف او نا بلده دي دوی نشي کولي چي د نوي سیستم خلاوې ډکې کړي، ولس هم ورته ضرورت نلري.
د طالبانو اوسنی حالت هغو بدوي خلکو ته ورته دی چي له ښار او تمدینه په یوه لېرې پرته سیمه کې د ډیر وخت لپاره ویده پاتي شي او کله چي د خپلو سمڅو څخه راویښ شي نو شوو پرمختګونو ته حیران پاتي شي او خپل شا او خوا کي یوه نوې دنیا ګوري.
که چيرته طالبان یو ځل بیا بریالي شي نو دوی به هم خپل شا او خوا ته یوه نوې نړۍ ومومي او له سترو تحولاتو سره به مخ شي.
2- نړۍ به افغانستان یوازي پرینږدي
د شوروي اتحاد پوځونه په کال 1989 کي د افغانستان څخه ووتل او تر شا یي د ډاکتر نجیب الله حکومت پریښوده.
زیات شمیر شنونکي په دي فکر کي ول چي د ډاکتر نجیب الله حکومت چي د شوروي اتحاد مالي او نظامي ملاتړ څخه برخمن وه به د څو ورځو او یا د څو هفتو د ننه له پښو و غورځیږي، خو داسي ونه شول او مجاهدین د داکتر نجیب الله د کلک مقاومت سره مخ شول چی د جلال اباد جګړه یی د مقاومت یوه بیګله ده.
په کال 1989 د برلین دیوال چي سوسیالستی جرمنی یی د مغربی جرمنی څخه بیل کړی وه و نړیده او جرمنی یو شوه ، ورپسی په کال 1991م کي د نړي ستر قدرت شوروی اتحاد هم په پنځلسو ټوټو و ویشل شوه او دغه اتحاد د ورسی په فدراسون بدل شو.
روس د مشکلاتو سره سره د افغانستان مرستی ته ادامه ورکړه ترهغی چي بی وسی یی دي سرحد ته ورسیده چي د نجیب په حکومت یی تیل هم بند کړل.
په دي وخت کي امریکا د شوروي د ټوټه کیدو خوشحالي لمانځله او د نړي توجه نوي جوړشوو دولتونو ته په لویدځ اوروپا او منځني اسیا کي اوښتي وه
په دي ستر بدلون کي افغانستان یوه ګوښه شوي هیواد وه او نړیوالوسیاسی او اقتصادي تحولاتو څخه لري پاتي وه
د نړیوالو د توجه څخه لري افغانستان د مجاهدینو او بیا د طالبانو د تجربو ډګر و ګرځیده، د نړي د سترو قدرتونو سیالی هم په همدي ډګر پای ته ورسیده او میلیاردونو ډالرو د لګښتونو نه بعد یی د افغانانو ته جنګسالاري، وژنه، تیری او فقر نه بغیر بل څه پری نښودل
د ۲۰۱۳ حقایق بیل دي، د نړۍ هر قدرت د افغانستان په هکلکه تشویش لري، دوي نه غواړي تر څو افغانستان د نویمي لسیزې ته یوځل بیا ولاړ شي.
تروریزم د نړۍ لپاره یو ستر ګواښ ده د دي لپاره د نړۍ هر قدرت یو مضبوط افغانستان غواړي.
د امریکایی ځواکونوکمښت په افغانستان کې نه د وتلو پالیسي ده او نه د افغانستان د پریښودلو، د نړۍ ستر قدرتونه د چين په شمول په دي اند که چیرته افغانستان یواځي پریښودل شي نو دغه هیېواد به یوځل بیا د ترورستانو په ځاله بدل شي.
د انارشې په حالت کي به یوځل بیا تندروي په افغانستان کي قدرت په لاس کي واخلي کوم چي د افغانستان ګاونډ یانوته لکه چین، مخځني آسیا هیوادونه او روسي ته د منولو وړ نه ده، ځکه چي د غه هیوادونه په مسلمانه اقلیت نفوذ کي د تندروي د خپریدو څخه ویره لري د کوم منبع چي افغانستان ګڼل کیږي.
نو په نتیجه کي دا ویلي شو چي که نړيوال نظامي شتون موجود نه وي نو نړیوالي مرستي به د افغانانو سره په هر شکل وي.
3- په افغانستان کي سوله په منطقه کي د اقتصادي او تجارتي ودي سبب کیدلي شي
افغانستان د دي سره سره چي خطرونو او مشکلاتو نه ډک هېواد ده خو په اوسنیو نړیوالو بدلونو کي د افغانستان اقتصادي ارزښت د هر څه لوړ ده.
په افغانستان کي صلحه او امنیت د منطقي د هېوادونو لکه چین، هندوستان، پاکستان، منځني آسیایي هېوادونه د اقتصادي ودي سبب کیدلي شي.
داچي افغانستان د شوروي د ماتي نه وروسته ولي یواځې پریښودلي شوه یوه وجه دا هم کیدلي شي چي په هغه وخت کي د نړي لپاره افغانستان څه خاص افتصادي اهمیت نه درلود.
په افغانستان کي د طبعي منابعو اندازه د یوی احصایي له مخي تقریبا ۱۰۰ میلیارده امریکایی ډالره ته رسیږي، د دي نه علاوه افغانستان د مرکزي آسیا هېوادونو په پوله پروت ده کوم چي د طبعي زیرمو له نظره ډیر زیا ت غني دي او غواړي چي دغه زیرمي استخراج او په خپل اقتصادي وده کي ور څخه ګټه واخلي.
د د غو زیرمو انتقالي لار به افغانستان او پاکستان وي.
له بل پلو د هر چا نه زیات د چین هېواد د افغانستان طبعي زیرمو ته ډیره لیوالتیا لري، دغه هېواد د مس عینکو په کان کي چي د افغانستان په جنوب کي موقیعت لري تر اوسه پوري یي 3.5 میلیارده ډالره پانګونه کړي ده چي دا د افغانستان په تاریخ کي ستره پانګونه ده.
په دغه کان باندي په ۲۰۰۸ کي کار شروع شوه او په راتلونکو څو میاشتو کي به مسو استخراج کار شروع شي.
چین د امو سیند کي د تیلو او ګازو د استخراج لپاره هم پانګونه کوي.
چین هېواد د نورو هېوادنو په داخلي معملاتو کي لاس وهنه نه کوي او دي ته ترجیح ورکوي چي اقتصادي او تجارتي روابطو په واسطه اړیکي ټینګي کړي.
چین په دي پوهیږي چي د طالباو بیا راتګ او یا ډاډمن کیدل به د چین د مسلمانانو حوصله نوره هم زیات کړي کوم چي د خپلواکي لپاره کو ښښ کوي.
د افغانستان پټي خزاني، د نورو هېواونو مالي مرستي، او ستراتیژیک تړونونه د کومو په رڼا کي به چي دغه هېواد ته درني او سپکي وسلي ورکړل شي هیڅکله هم د هیرولو وړ نه ده، او نړۍ به و نه غواړي چې چه افغانستان یو ځل بیا د تندرو لاس ته وغورځیږي.
4- طالبان د هر ناورین لامل بلل کیږي.
اوس طالبان د نویمی لسیزي څخه ډیر متفاوت دي، په هغه وخت کي دوي مضبوط حکومت درلود، هر ځاي ته یي رسیدګي کولي شوه، ولس په لوړ ارزښت ورته قایل ول او په خپلو پالیسیو کي تر ډیره خپلواکه ول.
خو اوس طالبان په څه پیژندل کیږي؟
طالبان د پاکستان لاسپوڅي بلل کیږي، دا باور کیږي چي د دوی مشران په پاکستان کي پټنځایونه لري او دا هم چي طالبان د پاکستان د مرستي نه بغیر په افغانستان کي هیڅ نه شي کولي.
د داسي تاثرونو په نتیجه کي به یو عام افغان څه فکر ولري، دوي به همدا وایی چي طا لبان د پاکستانیانو ایجنټان دي.
نو معلومه خبره ده چي په دي حقیقت د پوهیدو نه وروسته به په ولس کي د طالبانو ارزښت کم شوي ده او طالبان هغه پخواني مقبولیت نلري.
د طالباو حکومت د تندروي او افراط څخه عبارت وه، او د خپلو تندرو اقتصادي، سیاسی او اجتماعي پالیسو له امله یي په افغانستان د منځنیو پیړیو د بادشاهانه نظام را مینځ ته کړي وه.
افغانانو د طالبانو په وخت کي د سترو مشکلاتو سره مخ ول او زه فکر نه کوم چي هیڅ افغان به د هغه وخت بیا تکرارول و غواړي.
له بله پلوه د طالبانو او مافیا اړیکي تر دی کچه بيچلي شوي دي چي دا په ډاګه نه ده چي څوک د چا مالي مرسته کوي او په ناامني کي دواړه پلوه یو برابر رول لري.
د مخدره موادو کرنه په هغه ځایونو کي په لوړه کچه ده چیرته چي طالبان ښکاره شتون لري، دوي دهقانان تشویقوي تر څو کوکنار وکري، ورسته دغه مواد د طالبانو په واسطه په مافیا ډلو پیرل کیږي.
هلمند ولایت د مخدره مواو ستر تولیدونکي ده چي د نړۍ د ۹۰٪ مخدره موادو نیما په دغه ولایت کي تولیديږي.
د مخدره موادو په قاچاق کي د طالبانو شمولیت د دوی سیاسی اهمیت تر ډیره را غورځولي دي، طالبان او خلک د مخدره موادو سوداګر بلل کیږي چي دا به د دوی سیاسی رول ته د ۲۰۱۴ نه ورسته زیان واړوي.
5- د طالبانو مرستندوی هېوادونه اوس پراخ واک نلري
د طالبانو دولت په رسمي بڼه د دري دولتونو په واسطه په رسمیت پیژندل شوي وه چي عبارت دي له پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات.
پاکستان د طالبانو تر ټولو ستر او مستقیم ملاتړ کونکي هېواد بلل کیده.
د پاکستان جغرافیایي جوړښت داسي ده چي په لویدیځ کي د هندوستان او په ختیځ کي د افغانستان سره اوږده پوله لري.
پاکستان د خپل زیږیدو نه را په دي خو باید د دواړو سرحدونو ساتلو ته جدي پاملرنه کړي وه، په دي ډول د طالبانو د حکومت په وخت کي پاکستان ته دا فرصت په لاس ورغي ترڅو د لویدیځو پولي څخه تشویش و نه کړي
پاکستان خپل اتومي مهمات د لویدیځ او ختیځ سرحدونو څخه په مساو اندازه ځاي په ځاي کړي دي.
دغه هېواد په افغانستان کي دوستانه حکومت غواړي تر څو و کولاشي چي خپله زیاته پاملرنه په ختیځه پولي ته واړوي.
خو د پاکستان له بده مرغه چي په کابل حکومت ښه او دوستانه اړیکي له هندوستان سره لري،
د افغانستان هر ریس جمهور د هند سره ښه اړیکي لرلي دي هغه که د شوروي د اشغال په وخت کي ول او که د هغي نه مخکي.
په نویمه لسیزه کي افغانستان پاکستان ته پاتي وه او نو ر دولتونه په خپلو کارونو کي مصروف ول.
د جلال اباد په جګړه کي د مجاهدینو مرسته پاکستان خپله دنده ګڼله، د مجاهدینو یوځاي کول او بیا هغو سعودي عربستان ته خپلمنځي جنګونو پریښودلو لپاره موافقي ته رسول او بیا د خپلو مدرسو کي د طالب جنګیالانو روزل پاکستان خپل مسولیت ګانه.
خو په 2013 کي پاکستان هغه فرصت په لاس کي نه لري، اوس حالات مختلف دي، د پاکستان هر اقدام په کلکه څارل کیږي.
ستراتژیک اهمیت یو خواته، خواوس افغانستان هیچا ته اجازه نه ورکوی چي ورڅخه د خپلو اهدافو لپاره استفاده وکړي.
رښتیا هم اوس حالات د ۱۹۹۶ څخه ډیر مختلف دی. که موږ دا وایو چی په هیواد او سیمی په حالاتو کی بدلون راغلی همدا شان اوس د طالبانو په فکر کی هم د پام وړ بدلون راغلی. طالبان به دا ځل هیڅ کله هم د ۱۹۹۶ د کلونو اشتباهات تکرار نه کړی. نړیواله ټولنه د شمالی ټلوالی څخه سپګمو ته راغلی. په حقیقت اوس هم دجمهوریت تر چتر لاندی دیکتاتوری نظام دی چی په راس کی شمالی ټلواله ده. نور ټول اولس تماشاچیان دی. خپل غږ نشی پورته کولی. اکثره تخریبی افعال او ترورونه د امنیت ملی له خوا تر سره کیږی چی پنجشیریانو خیټه پری اچولی ده. ښه بیلګه یی د ارسلا جمال مرموزه وژنه
په لمړۍ ورځ چې د نیویارک برجونه ونړول شول او پر طالبانو ېې پلمه کړل، ما په افغانستان کې د وینو د سیلابونو خوب ولید. همداسې وینې هم وبهیدې. بیا چې ورو ورو طالبان را پیدا کیدل او خلک د طالب او عسکر په نوم ځورول کیدل ما د یو خونړي او پر پښتنو محدود دوامداره جنګ وړاندیونه وکړه. همداسې وشوه.
اوسنی جنګ د امریکا لخوا طرح شوی جنګ دی. ددې جنګ دوامداره کیدل پدې مانا ندي چې نړیواله ټولنه د طالب په له منځه وړلو کې ناکامه ده، برعکس نړۍ په ځانګړې توګه امریکا غواړې د طالب د مضریتونو او فعالیتونو پر مټ خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي.
د طالب مقاومت هیڅ ګټه نلري.
لوی تاوان ېې دادی چې په دا لس کاله کې د هیواد نورو سیمو د پام وړ پرمختګ وکړ خو پښتانه ماشومان لا د کابل په کوڅو کې خیر غواړي ، مکتبونه ېې ورته سوزول شوي، د غربت څخه کوچنۍ ماشومانې پلوري او په لسګونو داسې نا دودې ګالي.
دا ټول د طالب د جهالت او جهاد له برکته. کاش چې دا جهاد ریښتینی جهاد وای، خو له بده مرغه خیر ېې ټول همدغه کفر ته رسیږي چې دوی ېې پر وړاندې جهاد کوي
دا ستا اټکلونه دي چې کړي دې دي، ستا له لیکنې معلومیږي چې ته لا اوس هم د سیاست په ژورو ځمکني حقایقو نه پوهیږې، کنه نو تا به د میډیا به ظاهري رپورټونو باور نه درلود، هغه میډیا چې د امریکا په لاس کې ده او حقیقتونه سرچپه بیانوي، خبره داده چې په هغه وخت کې هم همدا امریکا وه چې د پاکستان په ذریعه یې مجاهدین سره وجنګول او بیا یې طالبان راوستل، بیا د یوولسم سپتمبر د جوړې شوې پلمې پواسطه سیمې او افغانستان ته مستقیما راننوتل،او اوس هم د پاکستان له لارې طالبان روزي او پالي، ته څه فکر کوې چې امریکا وغواړي نو طالبان نه شي ختمولی؟ امریکا وايي پاکستان یې ستراتیژیک همکار دی، پوهیږې چې دا کومه ستراتیژي ده؟ دا همدا د تروریزم د روزلو، ساتلو او پاللو ستراتیژي ده. امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي، بلکه جنګ غواړي او د افغانانو په خپل مینځي جنګ کې خپلې ګټې ویني
بسم الله الرحمن الرحيم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
بعد له سلام الله ج دی وکړی چی ټول مسلمانان وروڼه روغ او جوړ وی.
په افغانستان کی غټه مسئله چی ده هغه د کفر او اسلام مسئله ده زمونږ افغانان مسلمانان اسلامی نظام غواړی چی د بهرنیو د لاس وهنی نه به مکمل په امن وی.
که تاسی فکر وکړی په دنیا کی په اکثرو اسلامی ملکونو کی حالات ډیر زیات خراب دی په داسی حالت کی چی خپل حکومت لری او اقتصادی وضعه هم بیخی ښه ده خو دا چی حکومت یی د کفری ملکونه تر لاس لاندی ده نو ځکه حالات ډیر پکی خراب دی.
د افغانستان اوسنی حکومت مکمل د بهرنیانو په لاس جوړ شوی حکومت ده نو دا دا معنی لری چی ټول وخت به د هغوی په لارښونه عمل کوی لدی حقیقت نه مونږ باید سترګی پټی نه کړو.
زمونږ د اوسنی حکومت اکثره چارواکی هغه خلګ دی چی په پخوانی جهاد او جنګونه کی دوی رهبران ول نو دغه خلګ بی سواده او له خپلی مادی ګټی نه پرته دوی په افغانستان کی پر مختګ نه غواړی او نه یی کوی بلکی مخنیوی یی هم کوی.
او دا چی ته وایی چی اوس افغانستان کی زیات تغیر راغلی هو تغیر راغلی ده څنګه تغیر، ښارونه مو ښه دی لیږ جور شویدی خو اترافونه چی د ملک اصلی سرمایه ده په هغه حالت کی دی چی خلګ یی دوه وخته پره ډوډی نلری او له هری خوا نه دوی ډبول کیږی او مالی ځانی تاوان ور اړول کیږی.
حکومتی اداری کی مو ټول په رشوتونو کار کوی د پښتون پکی ډیر بی عزتی کیږی مولوی صاحب او یا طالب مو د هغه اداری مخی ته هم والله که پریږدی پداسی حال کی چی زمونږ عوام خلګ طالب او مولوی صاحب ته ډیر احترام کوی نو دا به څنګه دوی قبوله کړی.
په اوسنی حکومت کی مو واکداران ټول هغه د پښتنو دښمنان دی هغه خلګ دی چی د پښتنو رواجونو کلتور ته ډیر په بد نظر ګوری هغه خلګ دی چی د ۴۰ کال یی افغانان په یو نوم بل نوم باندی له منځه یووړل لدی حقیقت نه مونږ باید سترګی پټی نه کړو.
هو طالب سخت دریزه ده زه دا نه وایم چی خالص د طالب حکومت دی راشی زه دا وایم چی داسی حکومت راشی چی د هیچا هم پکی تاوان او ګټه نه وی که هغه طالب وی پښتون وی اذبک وی تاجک وی باید ټول په ګډه حکومت جوړ کړی.
او داسی حکومت باید جوړ کړلی شی چی هغه به د بهرنیانو (پاکستان،ایران،امریکا،روس،چین) له لاس واهنی جاسوسی او خدمت نه به مکمل خالی وی.
هغه نه وروسته بیا زمونږ د ملک پرمختګ او د بهرنیانو د لاس وهنی نه خلاصون زمونږ یواځی او یواځی لاره په علم کی ده چی زمونږ خلګ باید علم وکړی او صنعت، زراعت، تجارت ته رجوع وکړی کنی همداسی به دا نزدی پاکستان او ایران ته محتاج وی لکه دا نن چی محتاج یو.
او پاته شوه دا خبره چی دلته به شرعی نظام او خلافت راځی نه جمهوریت او نه دیموکراسی، ځکه د جمهوریت دا معنی ده چی باید د بهرنیانو تر لاس لاندی به وی او د خلافت او شرعی نظام دا معنی ده چی خپل واک او اختیار به لری او دیموکراسی معنی دا چی د عوامو ازادی، یعنی که دی پاکستان ته خدمت کولو او که دی ایران ته خدمت کولو خپل وطن به درنه پاته وی.
په اخیری کی وایم چی د افغانستان جوړیدل ډیر سخت دی ځکه چی خلګ مو محتاج او بی علمه دی.
دا ټول کارونه الله ج کوی دا چی په افغانستان کی دا حالات راغلی دا الله ج د بضی بندګانو د ازمویلو لپاره راوستی دی کنی الله پاک ج چی دا دنیا او انسان پیداکولای شوای نو ارامی نشی ورته راوستلای او له محتاجی یی نشی خللاصولای.
ستاسو مسلمان ورور: عمر زابلی چی په افغانستان کی اسلامی خلافت غواړی او دظلم غټ دښمن ده او د حق طرفدار ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــافغانانو نور بس ده افغانان مه ځوروی افغانستان نور مه خوڅویــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په افغانستان کی داسی حکومت نسی راتلی چې خاص دی ده طالب وی یادی ده طالب سه خالی وی ټول نړی کوشش وه کړی چی طالبان ورک کړی بیاهم پاتی راغله دونه مصارف لکه نړی والوجی په افغانستان کی وه کړه بی معنی هیچاتی ګټه نده رسیدلی افغانان بایدپه خپله خپل هیوادجوړکی
ستالیکنه په حقایقو ولاړه ده خو دتبصرو څخه. داسې ښکاري چې تبصره کونکې اوس هم خیال پولاو وهي تول افغانان اوس طالبان په حیث د داړونکو ځناورو، جاهلانو، وحشیانو او مطلقو کافرو په نوم پیژنی،هغوی ته اوس صرف د خلکو سرونه غوڅول، لوټول. او عام خلک وژل پاتې. دي. که دوی فکر کوی چې خلک له دوی سره مینه لري دا به ددوی لویه اشتباه وي ځکه چې په هغوځایونو کې چې دوی پټیږي خلک د دوی د وېرې وترهې له امله څه نشي ویلې خو دوی فکر کوي چ دا دخلو مینه ده هماغه خلک له دوی څخه له نورو زیات نفرت لري خو پخپل سر ویریږی. نو لنډه داچې نه طالبان بیا راتلی شي او نه به بیا حکومت وکړي، دوی دټول هیواد واک درلود او امریکایانو په دوه ورځو کې په. ګونډو کړل اوس خو امریکا افغانستان په پښو ودراوه او دخپل ځان ساتنه کولی شي. نو ښه داده چې خیال پولاو. وهل پریږدي اوپه رضاپه ګونډو شي.
وروره : دیوه نظا م تالل دبل را تلل دا معنه نلری چه صر ف نظا م بدل شو په هر نظا م کی دری ګونه قوت هر قوت خپل پلان او مو خی لری دهغی لپاره ظر فیت پکار ده دولت او دولت داری پر مخ تلل تکنا لوژی ته ضرورت لری طا لب وروڼه څه لری غیر له یوی ښکلی عقیدی نو نشی کولی بدون کو مک پر مخ ولاړ شی: