تاند، شنبه، د قوس ۳۰مه: طالبان وايي، تر هغو به بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر نه شي تر څو امریکا ورسره د بهرنیو ځواکونو د بشپړ خروج په اړه هوکړه نه وي لاسلیک کړې.

طالبانو د جمعې په ورځ ویلي، تر هغې به جګړه ونه درول شي تر څو امریکا له افغانستان څخه خپل پوځونه ونه باسي.

طالب ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي، بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیل شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هوکړه لاسلیکونه وشي.

خو تېره ورځ د امریکا لوړ پوړو دفاعي چارواکو له خپلمنځي ناستې وروسته په خبري کنفرانس کې په بشپړ ډول له افغانستان څخه وتلو ته کومه اشاره ونه کړه.
مارک ایسپر د دفاعي مشرانو له غونډې وروسته وویل، هدف یې دا دی چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

One thought on “طالبان: تر څو امریکا سره هوکړه ونه شي، بین الافغاني مذاکرات نه کوو”
  1. د افغان حکومت په مشرۍ د سولې په پروسه ټینګار

    ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې ټینګار شوی چې د سولې پروسه دې د افغانانو او افغان حکومت په مشرۍ وي او پاشلې ناستې او غونډې دې د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې تنظیم شي.
    د ملګرو ملتونو غونډه کې د سیمې هېوادونو استازو اندیښنه ښودلې چې باید لومړی طالبانو باندې باور رامنځ ته شي ، یانې طالبان دې داسې نیت وښيي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي، نو بیا دې طالبانو سره خبرې مخ ته یوړل شي او هوکړې دې ورسره وشي.
    طالبانو تراوسه داسې اقدام نه دی کړی، یا داسې نیت یې نه دی ښودلی چې د سیمې او نړیوالو هېوادونو باور راخپل کړي.
    طالبان یواځې خیالي امارات باندې مغرور دي او لوی ځانمرګي بریدونه چې ملکي وګړي یې قرباني دي، د ځان لپاره لاس ته راوړنه بولي او په همدې سره غواړي امتیاز ترلاسه کړي.
    افغانانو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو د طالبانو وحشتونه لیدلي چې په کوم ډول او کومو تورونو یې بې ګنا افغانان وژلي، له همدې کبله ځینې هېوادونه اوس هم پر طالبانو باور نه شي کیدلی.
    اوس چې یو شمېر هېوادونه د افغان حکومت په مشرۍ د سولې خبرو باندې ټینګار کوي، لامل دا دی چې د حکومت مشروعیت، جوړښت او سیستم نړیوالو ته د منلو دی او باور پرې کولی شي.
    پر طالبانو له کوم ځایه باور وکړي؟
    طالبان چې تراوسه یې له ترهګرو سره اړیکې نه دي پري کړی، تراوسه یې له وحشت لاس نه دی اخیستی، بیا څنګه باور پرې وشي چې افغانستان خاوره به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلوي.
    ملګرو ملتونو کې د ټولو هېوادونو ټینګار له دې امله و چې لومړی باید طالبان داسې اقدام وکړی چې باور پرې وشي، یانې اوربند دې وکړي چې مالومه شي چې طالبان خپل منځ کې سره جوړ دي او کنه.
    تاسو به لیدلي وي چې د سیاسي او جنګي طالبانو ترمنځ د نظر اختلاف ان تر ګواښونو رسیدلی او جنګي طالبانو د قطر دفتر ته خبرداری ورکړی، که د دوی د تمې خلاف عمل یا پریکړه وکړي، دوی به یې و نه مني او جګړې ته به دوام ورکړي.
    جنګي طالبان په ټوله کې د پاکستان تر اغیز لاندې دي، ځکه همدا هېواد دی چې امکانات ورته برابروي او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.
    سیاسي طالبانو کې بیا د ایران، روسیه او چین بانفوذه کسان شته چې مالومات ورکوي او مشورې ترې اخلي.
    افغان ولس هم اوس په دې باور دی چې که د سولې خبرې د افغان حکومت له مشرۍ پرته ترسره کیږي، هیڅ پایله نه ورکوي او پایدارې سولې ته نه شي رسیدلی.
    پایداره سولې ته د رسیدو لپاره پکار ده چې حکومت سره مخامخ خبرې پیل شي او نورې ډلې او اشخاص همدې جوړښت کې ورګډ شي.
    ځکه پایداره سولې ته د رسیدو لپاره باید ټولې خواوې سره همغږې وي او داسې هوکړه رامنځ ته کړی، چې جګړه پای ته ورسوي او ثبات تضمین کړي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *