ارشیف

تاند- رویټرز خبري اژانس د طالبانو په قول وايي چې د دې ډلې استازو او امریکا په ابوظبی کې د خپلې غونډې په دوهمه ورځ په افغانستان کې د شپږ میاشتني اوربند او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه خبرې وکړې.

د ابوظبي په روانو غونډو کې د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکاران هم ګډون لري.

رویټرز خبري اژانس وايي، طالب مشرانو، په دې شرط چې نومونه به یې نه افشا کوي، ورته وویل چې امریکايي پلاوي ټینګار کاوه چې طالبان دې پر شپږ میاشتني اوربند موافقه وکړي او د راتلونکي موقت حکومت لپاره دې خپل استازي معرفي کړي.

خو طالبانو د اوربند له وړاندیز سره مخالفت کاوه ځکه چې اوربند ممکن د دوی جګړې ته تاوان واړوي او له امریکا او افغان حکومت سره مرسته وکړي.

رویټرز وايي چې په دې اړه په کابل کې د امریکا سفارت له څه ویلو ډډه وکړه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د باوري سرچینو په قول ویلي چې خلیلزاد له طالبانو د شپږ میاشتني اوربند او د افغانستان په حکومت کې د خپلو استازو د معرفي کولو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې معلومه نه ده چې د طالبانو ځواب څه و.

طالبان: پر اوربند او نورو مسلو خبرې نه دي شوي

خو طالبانو د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د ابوظبي خبرې تر ډېره د امریکا د «اشغال» پر پای ته رسېدا متمرکزې وې.

دې ډلې همداراز ویلي چې پر موقت حکومت، اوربند، انتخاباتو او نورو کورنیو مسلو خبرې نه دي شوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي«خبرې اترې له افغانستانه د «غاصبو» ځواکونو پر وتلو، د امریکا د متحدو ایالتونو او د دغه هیواد د متحدانو له لوري د ځپونکو اقداماتو پر پای ته رسېدو شوي دي.»

د زلمي خلیلزاد په مشري امریکايي پلاوي تراوسه پورې له طالبانو سره درې ځلې مفصلې خبرې کړي خو د روان پړاو خبرو اهمیت په دې کې دی چې د طالبانو د قطر د دفتر د غړیو ترڅنګ د دې ډلې د کوټې د شورا مهم غړي او له بلې خوا د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو چارواکي پکې برخه لري.

4 thoughts on “طالبان: د ابوظبي خبرې پر اوربند متمرکزې وې”
  1. دلته تش په نامه جهادی ډلې ټپلو ته اسلام، دین، وطن، ورور وژنه، انسان وژنه،عزت ناموس افغانی غرور ټول هیڅ دی بس یواځې چوکی او پیسه ارزښت لری. زه به یواڅې د زړه له کومی دعا وکړم چې ای الله هرهغه څوک چې د افغانستان په ورانولو، افغان وژنه او زورونه کې ونډه لری او اخلی ته نیست نابود کړی دا ولس ترې وژغوره.

  2. طالبانو ته د انسان ژوند هېڅ اهمیت نه لري. دوي ته د آی اس آی او پنجاب ګټې مهمې دي. په اوربند کې د افغانانو ژوند ژغورل کيږي. په سوله کې الهي ارشاد ته درناوی کيږي ځکه « و الصلح خیر » د الله کلام دی . خو د پردیو مزدوران له دغه الهي ارشاد نه انکار کوي .
    دلته هره ورځ د طالبانو د لجاجت او له دولت سره د خبرې نه کولو له امله سلګونه بېګناه انسانان وژل کيږي .
    وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ
    که د هدایت وړ وي یا الله ته ورته هدایت وکړه او که د هدایت وړ نه وي ټول د قوماندان یاسر ، ملاعمر ، ملا منصور په شان یې په خپل قهر او غضب ګرفتار کړه .

  3. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د باوري سرچینو په قول ویلي چې خلیلزاد له طالبانو د شپږ میاشتني اوربند او د افغانستان په حکومت کې د خپلو استازو د معرفي کولو غوښتنه کړې ده.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *