تاند- راپورونه وايي چې افغان طالبان په ننګرهار ولایت کې له خلکو څخه د ټولټاکنو د رای ورکولو هر کارت په پنځه سوه پاکستانۍ روپیو اخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې طالبانو، چې د افغانستان د انتخاباتو د ګډوډلو لپاره تاوتریخوالی کوي، هڅه پیل کړې چې د ننګرهار ولایت په کلیوالي سیمو کې له خلکو څخه د ټاکنو کارتونه په بیه رانیسي څو خلک په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

له جلال اباده دباندې یوه کلیوال احمد شاه وویل:«په پیل کې موږ فکر وکړ چې طالبان موږ تېر باسي او غواړي په دې وپوهېږي چې چا کارت اخیستی دی، خو وروسته معلومه شوه چې په رښتیا د کارت په وړاندې پیسې راکوي.»

رویټرز خبري اژانس وايي چې له طالبانو یې وغوښتل چې په دې اړه نظر څرګند کړي خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې د ناامنۍ له کبله به د رای روکولو په سلو کې لږترلږه ۱۰ فصیده مرکزونه بند وي. د دغو مرکزونو اکثریت به د افغانستان په جنوب او ختیځ کې وي.

وسله وال طالبان هم هڅه کوي چې په همدغو دوو سیمو کې خلک په انتخاباتو کې ګډون ونه کړای شي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا پښتانه، چې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې اوسي او تل یې د افغانستان واک په لاس کې لرلی دی، له انتخاباتو څخه د محرومیت په صورت کې واک له لاسه ورکوي.

یوه بل کلیوال، چې حاجي خان ولي نومېږي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي:«کله چې کنټرول د طالبانو په لاس کې وي او خلکو ته خبرداري ورکوي چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي، بیا خو بده نه ده چې له هغوی څخه پیسې وراخیستل شي.»

ده همداراز وویل:«د دې ځای خلکو ته تر انتخاباتو ډوډۍ زیاته مهمه ده. که رښتیا درته ووایم د دې ځای نیمايي خلک په انتخاباتو خبر هم نه دي.»

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې دوی ته معلومه ده چې د دغه ولایت په لېري پرتو سیمو کې طالبان له خلکو په پیسو کارتونه ټولوي.

په ننګرهار کې به د ناامنۍ له کبله د رای ورکولو ۱۵ مرکزونه بند وي

7 thoughts on “طالبان د افغان رای ورکوونکو هر کارت په ۵۰۰ کلدارو اخلي”
  1. زه فکر کوم ، دا طالبان نه بلکه د کاندیدانو ترمنځ خپلمنځي رقابت دی چې د طالب په جامه کې یې ترسره کوي ، دا چې په ننګرهارولایت کې د ډاکټر اشرف غني رایه ورکوونکي زیات دي شاید یو بل کاندید د هغې د رایې د ضایع کولو په خاطر دې مصرف ته غاړه ایښي وي تر څو د اشرف غني رایې بې ځایه شیي ، خو اوس افغانان او خصوصا پښتانه د دښمنانو هر ډول توطیو ته متوجه دی ، او همدارنګه دوی د خپلې رایې په ارزښت پوه هم دي ، دوی به خپله رایه حتما استعمالوي او خپل برخلیک به ټاکي

  2. دا طالبان نه اخلی دا د پاکستان آی اس آی اخلی، طالبان خپله ډوډۍ نه شی پیدا کولای دوی بیا کارتونه اخلی.څوک چی خپل کارت پر پاکستانی استخباراتو خرڅ کړی دا به داسی معنی ولری لکه چی خپل ناموس پر پاکستان خرڅوی.

  3. طالبان مالبان نشته دا ټــــول پاکستان دی
    خو افسوس افسوس دپښتانو په حال

  4. امجدخان یو خو دې ورورکه دا نوم داسې پاکستانی غوندې دی. زه وایم نور نو دا پښتانه په خپلو کې سره مه اچوئ. اشرف غني زمونږ د خوښې کاندید دی خو ګورئ دا خپل خلک که زلمی دی او که بل دی او که بل دا داسې مه سپکوئ. دغه کارونه چې اوس د اشرف غني د حامیانو په جامه کې شروع شوي دي دا داسې دي لکه د تره کي د خلقیانو یا د ملا عمر د طالبانو چې نور هر څه یې غورځول او یوازې تره کی او ملا به یې خپل رهبر او هر څه ګاڼه. دا اشرف غني خواره کی ولې په لوی لاس د خلکو له مخه داسې بدوئ، دغه کارونه چې تاسو یئ کوئ که اشرف غني یې له چا واوري یا یې وګوري حتما به یې بده وګڼي. بس دی نور زلمی هم مه سپکوئ او بل هم او بل هم. که بیا مو خوله یا کوم بل ځای ډېر خارښ کوي بیا هلته عبدالله دی، سیاف دی چې د اشرف غني د وژنې پلان یې جوړ کړی وه نور دي د هغوی پسې یې راواخلئ.

  5. څوک چی خپل د رای ورکولو کارت په طالبانو خرڅ کړی نو لری نه ده چی خپله خور، لور هم پری باندی خرڅه کړی.
    طالب جان بیا وایی چی زه د ای اس ای ګوډاګی نه یم، دا څنګه؟ چی د کلی د خلکو څخه په زوره د عشر، او زکات په نوم ډوډی راټولوی نو بیا دادومره پیسی له کومه راغلی چی د هر کارت په مقابل کی ۵۰۰ پاکستانی کلداری ورکړی. لنډه دا چی د ای اس ای ښخی دی او بس..
    چی نور څه پسی ونه وایم..

ځواب ورکول Amjed Khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *