تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: طالبان وايي، له امریکا سره د سولې هوکړه کې واضح لیکل شوي چې امریکا به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان د راتلونکي په هکله پرېکړه کول د افغانانو طبیعي حق دی او افغانان دې خپلې خوښې ته پرېښودل شي، تر څو د خپل راتلونکي په هکله تصمیم ونیسي، او یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.
د طالبانو له لوري اعلامیه کې ویل شوي:“تاریخ ثابته کړې کله چې کوم بهرني ځواک او یا هېواد هڅه کړې چې دا حق زموږ له مسلمان ولس څخه واخلي او دلته زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف د خپلې خوښې نظام وتپي، له تاریخي ناکامې سره مخ شوي.له بلې خوا افغان ولس ته هم بېسارې کړاوونه او غمیزې راوړې دي او په هېواد کې د بربادۍ او اوږدو جګړو سبب ګرځېدلي دي.”

د طالبانو اعلامیه کې ویل شوې چې افغانان به د حریت په فضا کې د خپل راتلونکي په هکله پخپله تصمیم نیسي، او د دوي په خبره اوس یې وخت راسېدلی چې دغه اصل افغانستان کې پلې شي.

طالبان تر یوې اوږدې جګړې وروسته چې لاهم افغان حکومت سره دغه لړۍ روانه ده، له امریکا سره د سولې خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه، چې د همدې روانې کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي، خو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو د پایلو پر سره راټوکېدلي ګړکېج د سولې چارې ټکنۍ کړي دي.

One thought on “طالبان: د راتلونکي افغان نظام په اړه به پریکړه خلک کوي”
  1. ټولی رسانی او فیسبوکی کسان ناری وهی چی خلیلزاد دوهم بنین سیوان دی او پاکستان اوس هم د داکتر نجیب الله د وخت طرحه په جیب کی ګرځوی او تل یی کاپی ګانی په بله نوعه ورته ښکاره کوی نو اوس غواړی پدی نوی سیستم یعنی هم جګړه او سوله کی یو ډول کریډیت واخلی

    دا خبره می ځکه وکړه چی تر پرونه پاکستان او طالبانو دا خوب لیده چی په زور به نظام نیسی او مګر کله چی امریکا له پاکستان سره لږ اړیکی باندی غور وکړ او په ۲۰۱۸ کی لږ اقتصادی فشار راوړ نو عمران خان په امریکا کی له ټرمپ څخه ګیله وکړ چی کله مو خبری لغوه کولی لږ خو به مو پاکستان مخکی له مخکی خبر ورکړی چی جنجال حل شوی وای

    چی بیا ځل د خبرو حل لپاره ټرمپ ته ټټر وډبوو مګر قریشی بیا په ډیر سپین سترګی وویل چی موږ سوله تردی ځایه راورسوله نو افغان مشران کار او مسولیت دی

    میاشت نه وو تیره شوی چی وویل چی افغان دولت باید ژر تر ژره ۵۰۰۰ افغان طالبان خوشی کړی مګر امریکا ورته ونه ویل چی ته څه کاره یی خو تاریخ تیریږی مګر هرڅه لیکلی پاتی کیږی

    ویل کیږی چی یو پښتون سل کاله وروسته خپل کسات یا قصد اخیستی وو بیا ویلی وو چی اوس می هم بیړه یا عجله وکړه

    ددی لپاره چی اشرف غنی نظر کرزی ته خپل اقتصادی لاری له پاکستان تغیر کړی یعنی د پاکستان پر ځای خپل مسیر ایران او هند سره او همدارنګه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته بدل کړل

    نو پاکستان کوښښ کوی بیا هغه کسان په قدرت راولی چی پدی افغانستان کی د دوی ګټی خوندی وساتی او مرکزی آسیا ته توکو او اجناسو په انتقال کی تجارتی او ترانزیتی خنډ ورته جوړ نکړی او دلته مافیایی کړی هم کوښښ کوی چی د دوی۱۹ او ۴۰ کلنی د غلا او فساد قضیی همداسی پټی پاتی شی

    مګر اوس فساد کوونکو لاس تر ارګ رسیدلی مګر ولسمشر په داسی مشاورین باندی اعتبار کوی چی له همدی فساد پیشه او مخکینو لنډغرو سره نږدی اړیکی لری

    سمه ده چی طالبانو او د دوی نږدی ملګرو سره او زیاتره هغه پښتنو میشتو سیمی له اوسیدونکو سره پدی ۱۹ کلنه نظام کی ظلم شوی وی مګر دا کار چا وکړ آیا دا کار تنها اشرف غنی کړی که د همدی کرزی د لنډغری دوری وزیرانو او چارواکو کړی چی نن د کرزی په هر مجلس کی ورسره ناسته پاسته کوی

    ولی طالبان د کرزی له ډلی سره خبری کوی ځکه عبدالله او ربانی ځوی او دوستم، محقق او خلیلی هغه کسان دی چی تر پرونه یی طالبان د قطر دفتر د بندیدو خبری کولی مګر نن طالبان له دوی سره خبری کوی مګر د غنی له ټیم سره کرکه لری لدی معلومیږی چی پدی لوبه کی خلیلزاد او پاکستان نږدی کار کوی ترڅو اشرف غنی له واکه ګوښه او دلته بیا پاکستان برلاسی لپاره کار وکړی

    آیا امریکا په رښتیا د افغان ولس او افغان دولت اقتصادی همکار ده نو ولی ددی بیکاری او فقر له مینځ وړلو کی قوی همکاری نه کوی لکه څرنګه یی د کرزی په اولی دوری کی کول

    نو لدی معلومیږی چی امریکا د پاکستان په اشاره هر ګام پورته کوی مګر دلته د ولس غوښتنو ته پام نه کوی کله چی دولت معادن په اړه ګام پورته کوی نو یو ډول نه یو ډول اقتصادی مشکلات دولت پیدا کوی ترڅو دولت له خپلی برنامی شاتګ ته مجبور کړی

    همدا داعش په زیاتره اقتصادی او سکتور وزارتونو چاودنی وکړی لدی معلومیږی چی امریکا زموږ د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره نه بلکه د دولتی اداری سیستم د مینځ وړلو لپاره کار کوی او هغه کسان یا کارمندان چی خپل هیواد لپاره کار کوی تر هدف لاندی تل نیولی یا د وزیرانو یا معینانو له لوری منفک شوی یا داسی ولایت ته معرفی شوی چی هلته امنیت خراب ده

    ولس ته پکار ده چی نور د خوب کولو له حالت را ووځی او هیڅ هیواد او هیڅ سازمان د افغانستان آبادی نغواړی او دولت مشرانو نه مو هم غوښتنه ده چی لومړی فقر او بیکاری او بیا اقتصاد پیاوړتیا لپاره لومړی ګامونه واخلی

    مطلب دا چی باید دولتی تشکیل دومره وسیع کړی چی آن تر ۱۲ پاسه پوری کسان هم شامل شی ځکه زیاتره د پښتنو په سیمه کی ځوانان تر ۱۲ زده کړی لری مګر د اقتصاد ضعف له وجهی نشی کولی چی نیمه یا لوړ زده کړی پوره کړی

    نو دادی دولت دنده چی ولس او ځوانانو لپاره چی پدی هیواد کی ۱۹ یا ۳۰ کلن کړاونه لیدلی باید د کار کولو زمینه ورته برابره کړی نه دا چی له دندو په زور وویستل شی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *