تاند- افغان طالبان وايي چې په قطر کې د خپل دفتر د لوحې او پر هغه د بیرغ د لګولو په اړه یې د امریکا له متحدو ایالتونو سره کومه موافقه نه وه کړې.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویندوی محمد نعیم وردک د شرق الوسط ورځپاڼې راپور رد کړ چې ګنې طالبانو پر خپل سیاسي دفتر د اسلامي امارت د لوحې او سپین بیرغ د لګولو په باب د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره موافقه لاسلیک کړې وه.

په راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له قوله ویل شوي و چې دوی د (اسلامي امارت) له مشرانو سره موافقه کړې وه چې پر دفتر به د افغانستان د اسلامي امارت لوحه نصبوي او دغه راز به د خپل تحریک سپین بیرغ لګوي.

خو ښاغلي وردک وویل چې داسي کومه موافقه نه لاسلیک شوې او نه هم د قطر له حکومت سره په تبادله شویو اسنادو کې دې موضوع ته اشاره شوې ده.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې نعیم وردک په عین حال کې وویل چې د اسلامي امارت لوحه او بیرغ یې د قطر د حکومت په موافقه نصب کړل.

د افغانستان حکومت پرون له قطر او امریکا وغوښتل چې په دې اړه توضیح ورکړي چې طالبان چا پرېښودل چې پر خپل دفتر د اسلامي امارت لوحه نصب کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د یوه بل ویندوی له قوله فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې دوی هغه راپورونه ردوي چې ګنې د لوحې او بیرغ پر سر د سولې خبرې لغوه کوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د نیویارک ټایمز راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و چې طالبان د لوحې او بیرغ پر سر د سولې د خبرو د ځنډولو په اړه په خپل منځ کې سلامشوره کوي.

طالبان هم د چارواکو او هم د عامو خلکو له لوري تل په دې تورن شوي چې د سولې خبرې نه کوي خو په وروستیو ورځو کې د سولې خبرو ته د طالبانو د چمتووالي اعلانونو د سولې په اړه د خلکو ذهنیت د دوی په وړاندې تر ډېره بدل کړی دی.

4 thoughts on “طالبان: د لوحې او بیرغ په اړه مو له امریکا سره موافقه نه وه کړې”
  1. ملابرادر وايي، چې په پاکستان کې يې هڅې د سولې لپاره اغېزناکې دي

    په دې وروستيو کې افغان حکومت له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده، چې طالب بنديان له زندان څخه خوشې کړي څو د سولې په خبرو کې مرسته وکړي او په دې لړ کې په ځانګړې توګه د ملابرادر پر خوشې کولو ټينګار کوي. پاکستاني چارواکي د ملابرادر د ساتلو لپاره خپل دلايل وړاندې کړي او وايي، چې ملابرادر په خپله نه غواړي چې افغانستان ته لاړ شي او هغه په دې اند دی چې د پاکستان له زندان څخه د سولې دخبرو لپاره زيات کار کولای شي. دغه چارواکي وايي، چې ملابرادر ته اجازه ورکړل شوې ده چې له ټولو اړخونو سره اړيکې ونيسي او په واقعيت کې دی د طالبانود مشرتابه او امريکايي استازو تر منځ د منځګړي رول لوبوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې نوموړی نه يوازې له طالب مشرانو سره په خبرو بوخت دی، بلکې له تېرو څو مياشتو راهيسې د امريکايي او افغان حکومت له استازو سره هم خبرې کوي.
    ملا برادر چې د طالبانو د مشر ملاعمر مرستيال و، په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ کې د پاکستاني استخباراتو او سي آی اې ګډ ټيم له خوا ونيول شو.

  2. پاکستان دافغانستان یو معلوملحاله اوثابت دښمن دی نوځکه هیڅکله دافغانستان ثیات، سوله اوپر مختګ نه غواړی .نودپاکستان څخه ددوستی هیله دخپل ځان غولول اوخطا ایستل دی

  3. پاکستان دافغانستان یو معلوملحاله اوثابت دښمن دی نوځکه پاکستان هیڅکله دافغانستان ثیات، سوله اوپر مختګ نه غواړی .نو بیا دپاکستان څخه ددوستی هیله دخپل ځان غولول اوخطا ایستل دی .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *