بصیر عاصم  

بصیر عاصم

سره له دې چې د سیاسي ګوند په توګه منل، د دوی د بندیانو خوشي کول، او ان به اساسي قانون کې د احتمالې تغیر په څېر امتیازات منل، او د بلي خوا امریکایانو سولي اختیار د امریکا نه د افغان حکومت بلل او طالبانو ته په زغرده دسولي د خبرو ځای کابل ورښودل لا هم طالبان قانع نه کړل چې د ولسمشر وړاندیز ته مثبت غبرګون وښيي او افغان حکومت هم عملاً د حکمتیار سره د سولي په تړون کې ثابته کړه چې د سولي واک ورسره دی، سره لدې چې حکمتیار د امریکا او ملګرو ملتونو د ترهګر په نوم په تور لیسټ کې شامل وه.

پوښتنه داده چې پاکستان یا په مروجه اصطلاح (طالبان) ولې د ولسمشر د سولې پر وړاندیز غلی دی ؟

داچې د پاکستان د افغانستان نیمه اشغال هیله د ټولو نړیوالو اصولو او قوانیونو پر ضد وه یا ده پاکستانی نظامي واکدارانو د همدې غوښتنی پر ځای تل په مستقیم او غیره مستقیمه توګه د طالبانو د بغاوته حمایت په افغانستان کې د هند د اقتصادي ښکېلتیا له امله توجیه کړی دی، د افغانستان سره د هند اقتصادي مرستي یو حقیقت دی خو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالول د پاکستان هغه بې بنسټه ادعا ده چې د پاکستان د پخوانی متحدي امریکا او بل متحد انګلستان استخباراتي ادارو چې د انسانی جاسوسانو نیولې تر پرمختللی استخباراتي ټیکنالوجې چې په افغانستان کې د ترهګرې پر ضد په مبارزه بوخت دی هیڅ داسي ثبوت پیدا نه کړ چې د پاکستان ادعا تاید کړي. په همدې اساس نه امریکا نه د ناټو غړو د پاکستان ادعا ته اهمیت ورکړ.

پاکستان د کرزی د ریاست په دوره کې د افغان حکومته څو غوښتني چې د نیمه اشغال په معنا وې لرلې چې د هغو څخه د افغانستان په هر وزارت کې د پاکستانی مشاور ټاکل ، د هند سره مطلق روابط قطع کول ، د ډیورنډ کرښه په رسمیت پېژندل او داسي نور….

که یې د منطق او عقل په تله تلو نو سخته به وي چې ویې منو د پاکستان سره لا اوس هم د افغانستان د نیمه اشغال فکر ورسره دی ، په داسي حال کې چې اوس د افغانستان تر شا نړیواله ټولنه ولاړه ده په سلګونو زره سرتیري لري او دنظام تر شا یې ټول ولس ولاړ دی او له دوی د افغانانو د استقلالیت د جنون تاریخ او داستانونه پټ هم نه دي پاته شوي.
او که د دلیل په تله یې تلو نو دا یو واقعیت چې د پاکستان سره لا اوس هم د افغان د نیمه اشغال فکر د بې شعوره پاکستانی جنرالانو په کوپړیو کې ګرزي. کله چې د هند په نړیوال اعتبار کې چې څو ځله له دوی زیات دی ، د هند په غښتلی پوځي ځواک کې چې ځلونه تر دوی قوی دی ، د هند په قوی اقتصاد کې چې ځلونه تر دوی قوی دی ، د کشمیر د خپلولو فکر دمغزو ونه ایست نو د افغانستان د نیمه اشغال خیال یې څه عجبه نه دی.

پاکستان د طالب د بغاوت له شروع د طالبانو په خوله د امریکا سره د خبرو وړاندیزونه په دې هدف کول چې د امریکا سره د افغانستان پر سر معامله وکړي او هغه څه چې دوی یې په افغانستان کې غواړي ورته تحفه کړي خو د پاکستان دا هڅه په مسلسله توګه د امریکا د زبرځواکۍ د غرور تر پښو لاندي شوې ده او لاندي کیږي. خو پاکستان لا هم د طالب په خوله د امریکا سره په چنو وهلو لګیا دی خو لا هم په غیر مستقیم ډول. داچې پاکستان د افغان د حکومت سره د طالب په خوله د سولي د خبرو انکار کوي باور لري هغه غوښتني چې له مخکنۍ حکومتي ادارې له خوا یې رد شوې د ولسمشر غني د ادارې له خوا منل یې ناممکن دی . که له یوې خوا امریکا د پاکستان ادعاو او غوښتنو ته اهمیت نه ورکوي او پر خلاف یې سیاسي او اقتصادي فشارونه جاري ساتلي دی د بلي خوا پاکستان د افغانستان د نیمه اشغال په ارمان کې د سترو اقتصادي زیانونو ، نړیوالي انزوا چې د پاکستان د بقا سوال پیدا کوي په دوه زړه کې کړی دی .

داچې پاکستان د طالب په خوله د ولسمشر دسولي وړاندیز ته چوپ دی ښاي پاکستان د ځان دپاره له دوو د یوه انتخاب په فکر کې وي ، لمړی که طالبان د سیاسي ګوند په توګه په افغانستان کې څرګندیږي د هغو جاسوسانو چې اوس د طالب د بغاوت په انسجام کې مهم رول لوبوې به وکولای شي خپل څه نا څه نفوذ وساتي او هم یې په بدل کې له امریکا اقتصادي ګټې تر لاسه کړي او هم د امریکا سره خپل اتحاد ژوندی کړی، دویم دا چې پاکستان د امریکا جدیت او قاطیعت ته د شک په نظر ګوري خو ورسره دا ویره هم محسوسوي چې د ترهګرو د حمایت پر سر د امریکا سره ټکر به پاکستان ته نه جبرانېدونکی زیانونه واړوي. د پاکستان له همدې دوو د یوه د انتخاب په فکر کې دی چې د طالب خوله یې د ولسمشر د سولي د وړاندیز په وړاندي د ( هو ) او ( یا ) ویلو را ګرزولې ده

2 thoughts on “طالبان د ولسمشر غني د سولي په وړاندیز ولې غلی دی؟‎”
  1. تالیب یا دوهم نوم یی پاکستان ، دایو واقیعیت دی په پاکستان کی مذهبی دلی د استبلشمنت یوه برخه ده چی مذهبی استبلشمنت هم ورته ویلی شو او ددغه مذهبی استبلشمنت پخوانی سانگه مجاهدین وه چی د پاکستان وزیر خارجه خپله هم اعتراف وکر او نوی نوم ددی مذهبی استبلشنت تالیب دی

ځواب ورکول SAS ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *