تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: طالبانو د ملګرو ملتونو د هغې غوښتنې سخت ځواب ورکړی چې ویلي یې وو، دا ډله دې د ټاکنو په ورځ له بریدونو ډډه وکړي ګني دا کار به یې په جنګي جنایتونو کې حساب شي.
طالبانو د دغې غوښتنې په ځواب کې ویلي، ټول ټاکنیز مرکزونه او کمپایني دفترونه یې د نظامي هدف لاندې دي.
ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د میزان د شپږمې ټاکنې جعلي، امریکايي بې اتفاقۍ اچوونکې پروسه او د قومي تعصباتو راپورته کوونکی بهیر دی او له ټولو وسله والو طالبانو یې غوښتي چې د ټاکنو مرکزونه، مسیرونه او محلات په نښه کړي.
طالبانو دغه راز له خلکو هم په ټاکنو کې د نه ګډون غوښتنه کړې ده، خو کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاکنو په ورځ به ۴۹۴۲ مراکز خلاص وي او دوی ورته لومړۍ درجه احضارات نیولي دي.
ددې خبر په لوستو سړي ته دا فکر پيدا کېږي چې یا خو طالبان هیڅ انسانان نه دي یا خو دوی د. ای ایس ای په غلامۍ کې بېخي جنون ته رسېدلي. دا احمق دومره تر اوسه خبر ندی چې امریکا انتخابات نه غواړي خو دی یې امریکایي بولي.
طالب یعنې مزدور یعنې د انسانیت او اسلام په مخ تور داغ.
کچیری امریکا په واقعیت غواړی چی په طالبانو فشار راوړی نو پاکستان باندی اقتصادی فشار راوړی او مخکینی قرضونه دی ترینه وغواړی چی بیا به هر افغان ګوری چی ۶ میاشتو کی طالبان هم دولت سره او هم امریکا سره سولی ته کینوی.
که همدا نن امریکا وویل که د انتخاباتو پروسه کی ګډوډی جوړه شوه نو د سولی دفتر به په قطر کی بند کړو وبه ګوری چی له خپل دریځ څخه څنګه شاته کیږی او پاکستان چی وایی کچیری طالبان دا کار وکړ تا ته درکړل شوی مرسته په ۷۲ ساعته درنه غواړم چی ۳۳ ملیارده ډالر هم شامل دی او ۱۲۵ میلیون ډالره هم چی په جولای میاشت کی عمران خان ته یی ورکړ
مګر زما په نظر دا هر امریکا غواړی چی دا پروسه بدنامه کړی او په افغانستان کی جنجال جوړ او دلته یو موقت حکومت جوړ ترڅو هغه دولت له طالبانو سره بیا د سولی خبری مخی ته بوځی چی داده برتانیی ، امریکا او په خاص ډول د پاکستان یو آرمان ده چی موقت اداره مینځ ته راشی
که طالبانو ته اخطار ورکړل شي چې پر انتخاباتو د هر ډول سوء قصد او تروریستي حملي په صورت کې به په قطر کې د دوی دفتروتړل شي . د دوی مشران به ونیول شي او په راتلونکې کې به یې د مذاکراتو پرځای له سخت نظامي غبرګون سره مخامخ شي . بیا به هېڅکله داسې انسانی ضد او وحشیانه عمل ونکړي.