تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د طالبانود سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین له الجزیره شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ لخوا دوی سره د خبرو لغوه کول ورته هیښوونکي وو او دوی یې زړه ماتي کړي دي، خو له افغانانو سره د سولې خبرو ته حاضر دي.

سهېل شاهین ویلي، د سولې په هوکړه کې په ټولو مواردو لکه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو، له افغانستان څخه ګواښ نه پېښېدلو باندې کلکه هوکړه شوې وه: (( اوربند زموږ د خبرو برخه نه وه، موږ دا خبرې له افغانانو سره په خبرو کې مطرح کولې.))

نوموړي ویلي، د سولې په هوکړه زلمی خلیلزاد، ملا برادر او جنرال سکاټ میلر ډېر خوشاله وو او مراسم هم ورته نیول شوي وو،خو په وینا یې چې د ټرمپ ناببره ټویټ هر څه خراب کړل.

سهیل شاهین زیاته کړې ده چې دوی اوس له افغانانو سره خبرو ته چمتو دي: (( موږ له افغانانو سره خبرو ته اماده یوو، که له هغوی سره په اوربند وکړو نور به بریدونه نه کېږي، خو دا د لانجې بل اړخ دی، لومړی باید اشغال ختم کړو، بیا یو اسلامي حکومت رامنځته شي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم د ټرمپ له ټویټ وروسته له طالبانو سره خبرو ته علاقه ښودلې مګر ویلي یې دي چې لومړی باید اوربند وشي او بیا د سولې خبرو ته سره راټول شي.

2 thoughts on “طالبان: د ټرمپ ټویټ ناببره و، افغانانو سره خبرو ته چمتو یوو”
  1. دولت باید دیته ونه ګوری چی طالبانو ولی له افغان دولت سره خبری نه کولی مګر دولت باید په خپلو خبرو کی نرمښت وښایی

    ځکه زور هیڅ وخت نتیجه نده ورکړی باید ټول افغان په یوه ټغر د خپل هیواد آبادی لپاره لاسونه سره یو کړی

    ځکه همدا اوس دوستم بیا امریکا ته ویلی چی شپږ میاشتو کی طالبان ختموم مګر دا بیچاره تر اوسه خپله قضیه د څارنوالی نشی خلاصولی او د قیصاری په وړاندی جنګ نشی کولی پاتی شو طالبان، که دی چیری دومره زړور وی نو قیصاری ته د خپل زور معلوم کړی

ځواب ورکول شمس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *