د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان

تاند- پاکستاني طالبانو یو وار بیا وویل چې د پاکستان د جاسوسي په نتیجه کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو په وسیله د حکیم الله مسود له وژل کېدو وروسته د پاکستان له حکومت سره د طالبانو د تحریک د خبرواترو چانس کاملاً له منځه تللی دی.

پاکستاني رسنیو نن د طالبانو د یوه ویندوی احسان الله احسان له قوله وویل چې طالبان به د حکیم الله مسود د وژلو غچ واخلي.

احسان سیمه ییزو خبریالانو ته همداراز ویلي:«د حکیم الله مسود شهادت د پښتنو او د طالبانو د تحریک لپاره ترخه پېښه وه. دې پېښې د طالبانو غوسه پارولې خو موږ به نور هیڅکله د سولې د خبرو په پلمه د خپلو قومندانانو او مشرانو د وژلو په دسیسه تېر نه وځو.»

احسان الله احسان د پاکستان حکومت ته په خطاب کې وویل:«اسلام اباد باید له پاکستاني طالبانو سره د دوه مخې لوبې تاوان پرې کړي.»

په همدې حال کې د پاکستان د سیاسي چارو یوه وتلي شناند نجم سیټي جیو نیوز تلویزیون ته وویل چې پر حکیم الله مسود په حمله کې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو پوره لاس درلود.

سیټي وویل، پاکستان باید پوی شي چې اصلي دښمنان یې طالبان دي نه د امریکا متحد ایالتونه.

د سیټي په وینا، د افغان طالبانو له لوري د حکیم الله مسود د وژل کېدا غندنه ښيي چې افغان او پاکستاني طالبان یو شی او یو لاس دي. نو که افغان طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېږي د پاکستان ستونزې به لا زیاتې شي.

د پاکستان حکومت ظاهراً د حکیم الله مسود وژنه او د امریکا د بې پېلوټه الوتکې برید غندلی دی.

د افغانستان ولسمشر هم پر حکیم الله مسود حمله د وخت له پلوه نامناسبه بللې ده.

د طالبانو د عالي شورا غړي عصمت الله شاهین هم د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې د طالبانو د تحریک جنګیالي به د پاکستان پر حکومتي چارواکو، پوځیانو او پولیسو د پنجاب په شمول په ټول پاکستان کې بریدونه وکړي.

راپورونه وايي چې د طالبانو له خبرداریو وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو تدابیر سخت کړي او د دغه هیواد استخباراتو خبرداری ورکړی چې طالبان بریدونه کوي او باید د ټولو دولتي او پوځي مرکزونو په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر غوره شي.

3 thoughts on “طالبان: د پاکستان له حکومت سره د خبرو هیڅ چانس نشته”
  1. دیر شه چه طالبان په د پو شو چه پاکستان خیانت ورسره کوی مردار وکی پنجابیان او غلامان

  2. De Pakistan ke lore harwakht de Talibanno sara khyanat shawai- Taliban nor bayad da panjbayan tor makhee wa pezhane aw khpal ghach tre wakhkle- hakimullah maseed ghokhtsl pa seema ke sola rashee kho panjabyano shaheed kar aw de da palawyano tha pakar da che de pak army sakha ye ghach wakhklee

ځواب ورکول Ahmad Mangal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *