تاند- افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دې لپاره په هلمند ولایت کې حملې زیاتې کړي چې دا ولایت ونیسي او له کوټې څخه خپله قیادي شورا هلمند ولایت ته راولېږدوي.

وسله والو طالبانو له تېر ژمي راهیسي، چې پاکستان په څلوراړخیزو خبرو کې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره تر فشار لاندې راغلی، په هلمند کې حملو ته زور ورکړی دی.

پاکستان په څلور اړخیزو خبرو کې ژمنه کړې وه چې یا به طالبان د سولې خبرو ته حاضروي او یا به د دې ډلې مشران له خپلې خاورې باسي.

وسله والو طالبانو په پسرلي کې د کوکنارو د حاصلاتو له ټولېدو وروسته په ځانګړي ډول بریدونه زیات کړي دي.

طالبان فکر کوي چې که هلمند ونیسي نو له یوې خوا به خپله شورا پاکستانه خپلې خاورې ته رانتقال کړي او له بلې خوا به د هلمند د کوکنارو او تریاکو له درکه زیات عواید ترلاسه کړي.

طالبانو ویلي چې ژر به د ولایت مرکز لشکرګاه ښار هم ونیسي.

طالبانو د هلمند ولایت مرکز ته غځېدلې لار په ماینونو بنده کړې او د نادعلي له لوري هڅه کوي چې د ولایت مرکز ونیسي.

په همدې حال کې افغان امنیتي ځواکونو هلې ځلې پیل کړي چې طالبان له نادعلي، مارجې او نهراج سراج ولسوالیو څخه په شا وتمبوي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته امریکايي او افغان قوماناندانو ویلي چې طالبان به په هیڅ صورت پرې نږدي چې لشکر ګاه ښار ونیسي.

دوی وايي چې بیا به طالبانو ته موقع ورنه کړي چې یو ولایتي مرکز ونیسي.

له بلې خوا امریکايي الوتکو د لشکر ګاه په شاوخوا ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد هوايی بریدونه زیات کړي دي.

One thought on “طالبان غواړي د کوټې شورا هلمند ته راوړي”
  1. You do not want to publish my comments. But do Taliban want to capture Lashkar Gah or Pakistan? Does Pakistan want to bring Taliban council to Helmand or America.

ځواب ورکول Zaland ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *