راپور: شینیوا
ژباړن: حکمت سروش
“دوه کاله وړاندې یو سړي یو دروند بیک راکړ، چې په تارونو بسته شوی و او له یوه سویچ سره تړلی و. سړي راته وویل، هر کله مې چې امنیتي ځواکونه ولیدل باید ورنژدې شم او سویچ ووهم.” دا خبره د افغانستان د جنوبي ولایت او د طالبانو پخواني مرکز کندهار د سرپوزې په زندان کې سمیع الله د شینیوا سره په مرکه کې کړې.
سمیع الله له هغو لسګونو تنکیو زلمیانو څخه دی چې په بېلا بېلو جرمونو لکه غلا او نشه یي توکو په خرڅلاو کې په لاس لرلو بندیان شوي دي. خو د سمیع الله کیسه د نورو زندانیانو څخه جلا ده، ځکه چې نوموړی په کندهار کې پر افغان امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید پلان درلود.
کله چې تنکي زندانیان وپوښتل شول چې دوی څه جرم ترسره کړی دی، زیاترو یې له جواب ورکولو ډډه وکړه او همداسې یې خبریالانو ته کتل.
خو ۱۶ کلن سمیع، شینیوا ته وویل، دی بې ګناه دی. ده وویل، طالبانو خطا ایستلی او پدې نه پوهېده چې ځانمرګی برید څه مانا؟
سمیع نېکمرغه و، چې په دې ونه توانیده هغه چاودېدونکي توکي وچوي، چې ده ته طالبانو په لاس ورکړي و، مخکې تردې چې د موادو سویچ ووهي د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
سمیع اصلاً د ګاونډي ولایت رزګان څخه دی، خو د نوموړي کورنۍ د امنیتي ستونزو له لاسه د کندهار بولدک ولسوالۍ ته کډه شوې.
سمیع زیاته کړه :” کله چې ونیول شوم ۱۴ کلن وم، ۲۳ میاشتې کېږي په زندان کې یم. له طالبانو څخه کرکه لرم، ځکه چې زه یې تېر ایستی وم، ما به خپل ځان چاودلی و، که د هغه آلې سویچ مې وهلی وای، ځکه هغه وخت پدې نه پوهېدم چې دا یو بم و.”
۱۷ کلن ګل محمد یو بل (ممکن ) ځانمرګی دی چې د تېر کال په جولای کې د کابل جنوب ته په ۴۵۰ کیلومتري کې د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې ونیول شو.
محمد وویل :”کله چې ۱۵ کلن وم پلار مې په هلمند کې مدرسې ته ولېږلم، خو زما د مدرسې استادانو په زده کړو کې د لا پرمختګ لپاره پرېکړه وکړه چې یوې پاکستانۍ مدرسې ته مې ولېږي.”
محمد زیاته کړه، د پاکستان په کوټې ښار کې د مولوي معصوم په مدرسه کې ملایانو ورته ویل، چې امریکا افغانستان اشغال کړی دی. ده وویل :”زه یې د ځانمرګي له واسکټ سره بېرته کندهار ته راولېږلم او امر یې راته وکړ چې ځانمرګی برید وکړم، ما باید برید کړی وای، خو له نېکه مرغه د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوم او دا دی تر اوسه ژوندی یم.”
طالبانو چې تر شپږو کلو یې د افغانستان زیاتره برخې په ولکه کې وې او د ۲۰۰۱ تر وروستیو پورې د امریکا په مشرۍ پوځي برید له واکه لرې کړل، په ۲۰۰۵ کې یو خونړی بېرته راتګ پیل کړ او له هغه وخته پر افغان او ناټو ځواکونو ناڅاپي او ځانمرګي بریدونه کوي. د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ولسي وګړي د طالبانو د ځانمرګو بریدو په قربانیانو کې راځي.
د بشري حقونو ډلې او دولتي چارواکو پر وسله والو طالبانو تور لګولی دی، چې دوی له ماشومانو څخه د خپلو سرتېرو په توګه کار اخلي او هڅوي یې چې پر دولتي امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې پر مېشتو بهرنیو پوځیانو ځانمرګي بریدونه وکړي.
سمیع وویل، غواړي د نورو افغان ماشومانو په شان آزاد وګرځي او ښوونځي ته لاړ شي، ده زیاته کړه چې نه پوهېږي څنګه او کله به پدې وتوانېږي خپله ازادي بېرته ترلاسه کړي.
په جنګ ځپلي افغانستان کې ماشومان د جګړې او اوږدو ناندریو له لاسه ځورېږي او له خپلو حقونو بې برخې دي.
په کابل کې د یوناما له خوا د نیم کال په رپورټ کې چې په جولای کې خپور شو راغلي، د روان کال تر نیمايي پورې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو له لاسه تر ۲۳۱ ماشومان وژل شوي او ۵۲۹ زخمیان شوي دي.
د افغان چارواکو په وینا تر څه د پاسه ۴.۵ میلیونو ماشومان چې ښوونځي ته د تګ په عمر کې دي، د بېلا بېلو ستونزو له امله چې امنیت یې په سر کې راځي ښوونځي ته نشي تلای.
د یوناما له رپورټ سره سم د جنوري له ۱ نیټې څخه د جون تر ۳۰ مې پورې د جګړې په پېښو کې ۱۳۱۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵۳۳ زخمیان شوي دي او دا د تېر ۲۰۱۲ کال په پرتله د ولسي خلکو په مرګه ژوبله کې ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
په رپورټ کې ویل شوي، چې ۷۴ سلنه ولسي مرګ ژوبله د طالبانو او د افغان دولت د نورو مخالفو ګروپونو د بریدونو په پایله کې رامنتځته شوې ده.
په افغانستان کې له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د کورنۍ ګروپي جګړو پر مهال د جنګسالارانو له خوا د سرتېرو په توګه د ماشومانو ګومارنه یوه عامه خبره وه. په دې جنګ ځپلي هېواد کې د ځانمرګو په توګه د ماشومانو کارول د چا زړه ته نه لوېده، خو له بده مرغه نن سبا دا شی ترسره کېږي.
له محور ورځپاڼې په منننې.
داخو اوسنی خبره نده چی خلک ورته حیرانیږی تر کوم وخته چی طالبان په افغانستان ځانمرګی بریدونه شروع کړی دی دښځو او ماشومانوڅخه کار اخلی