د طالبانو د قطر دفتر

تاند- د پاکستان جګپوړو پوځي او دیپلوماتیکو چارواکو نن وویل چې افغان طالبانو د پاکستان پوځ ته ویلي چې د سولې خبرو ته حاضر دي او کېدای شي چې نن خبرې پیل کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغان طالبانو په منځ کې سرچینو وویل چې د دوی له لوري به د سولې د خبرو لومړی پړاو نن ورځ /پنجشنبه/ ناوخته د قطر په مرکز دوحه کې له امریکايي چارواکو سره پیل شي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په دې اړه تراوسه پوري امریکايي چارواکو څه نه دي ویلي.

تر دې پخوا د سولې د خبرو لپاره هلوځلو نتیجه نه درلوده، خو د طالبانو دې وروستي چمتووالي هیلې غوړولي دي.

د طالبانو استازی ډېر ژر په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې پیلوي.

طالبانو په ۲۰۱۳ میلادي کال په قطر کې دفتر پرانست خو د سولې خبرې یې هغه مهال ناکامه شوې چې د افغانستان ولسمشر د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت د لوحې پر نصب کېدو اعتراض وکړ.

د پاکستان د پوځي جګپوړو چارواکو او دغه راز په پاکستان کې د طالبانو یوه مشر فرانس پریس او رویټرز خبري اژانسونو ته ویلي چې د ملا طیب اغا په مشرۍ به د طالبانو پنځه کسیز پلاوی په خبرو کې ګډون وکړي.

د کوټې د شورا یوه غړي خبرو ته د طالبانو تیاري تایید کړه، ویې ویل چې د حامد کرزي د دورې پای ته رسېدو د خبرو لار اواره کړې ده.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې د طالبانو یوه قومندان په وروستیو کې ورته ویلي چې د طالبانو په نظر محمد اشرف غني د خبرو لور ته د پرمختګ لپاره ښه اقدامات کوي.

په قطر کې د طالبانو یوه مشر د ټېلفون له لارې رویټرز خبري اژانس ته وویل:«د خبرو لومړی پړاو به نن په قطر کې ترسره شي او دوهم پړاو به یې د جمعې په ورځ وي.»

خبرو ته د طالبانو حاضرېدل به د افغانستان د خلکو د مصیبتونو له کمېدو سره لویه مرسته وکړي. افغانان له څو لسیزو راهیسي له جګړو کړېږي.

طالبانو هم تایید کړه چې د دوی استازي به نن ممکن په قطر کې د سولې خبرې پیل کړي.

د طالبانو یوه مشر فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«د طیب اغا په مشرۍ د طالبانو د مشرتابه شورا پنځه غړي به له امریکایانو سره خبرې پیل کړي.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې د طالبانو پلاوی د خبرو لپاره په قطر کې دی خو په دې اړه به نور جزییات وروسته څرګند کړي.

نن سهار د پاکستان یوه جګپوړي پوځي چارواکي وویل چې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف روانه اوونۍ د کابل د سفر په ترڅ کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل چې طالبان د مارچ تر میاشتې مخکې خبرو ته تیار دي.

د پاکستان لوی درستیز ته نژدې د پوځ دغه چارواکي، د نوم د نه څرګندولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته وویل:«دوی لېوالتیا ښکاره کړې او پرمختګ به په مارچ میاشت کې وشي. خو دا کارونه دومره چټک او اسانه نه وي.»

ده همداراز وویل:«ډېرې څرګندې نښې شته. موږ په دې اړه له افغانانو سره خبرې کړي دي. اوس ډېرې چارې له افغانانو سره تړلي دي او دوی جدي دي.»

دغه چارواکي وویل چې تراوسه پوري د خبرو د پیلولو لپاره کوم مهالوېش نه دی جوړ شوی.

د سې شنبې په ورځ کابل ته د پاکستان د لوی درستیز او د استخباراتو د رييس له سفره وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي و چې د پاکستاني پلاوي پیغامونه مثبت او د هغوی د تعهد ښکارندوی و. د دغو اقداماتو نتیجې به په راتلونکو اوونیوکې واضح او روښانه شي.

رویټرز خبري اژانس ته په کابل کې یوه دیپلومات وویل:«د خبرو پر ځای لا پرېکړه نه ده شوې. اسلام اباد، کابل، پېکینګ یا دوبۍ ته ترجیح ورکول کېږي.

رویټرز وايي دغه دیپلومات د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل چې نوم یې خپور شي.

د ولسمشر غني دفتر هم حاضر شوی نه دی چې په دې اړه څه ووايي.

4 thoughts on “طالبان له امریکایانو او افغان چارواکو سره خبرې کوي”
  1. دا چی طالبانو آی اس آی ته ویلی او که برعکس آی اس آی طالبانو ته ویلی دی چی خبرو ته حاضر دی خدای پاک شته چی ډیر پری حوشحال شوو.. خدای د وکړی چی خبری پیل شی او یو ښی نتجی ته ورسیږی.
    موږ له طالبانو بیا هم عواړو لکه چی په وار وار مو عوښتنی دی چی د آی اس آی له پنجو ځانونه راخلاص کړی موږ افغانان په خپلو کی سره وروڼه یو چی هر ډول وی سره جوړ به شو.سره جوړیږو خو د دغه تور مخیو لو را دیخوا شی.

    1. هر جا د كابل او وطن به ورانيدو كي خبله برخه اخيستي نو زكه هيجاته بكار نه دي جي بل ته بيغور وركري ،د بيغور د وركولو به زاي كه هغوي ته د بخلايني خبري وشي نتيجه شه وي .رازي جي زهني او فعلي د وطن به آبادي زانونه مصروف كرو أوله بي زايه انتقادونو زان وساتو.

  2. داڅه ورونه خو په کمعقل توب کی دخرو نه هم
    زیات وي وایی چه طالبان دی د آئ ایس آئ غلامي پریګدي
    زه دوۍ ته وایم چه ددنیاوي زور له لحاظه
    امریکا مظبوطه ده که پاکستان؟
    که جواب مو امریکا وي نو همدی طالبانو دامریکی او ملګرو څخه یی پچی اوباسلی او دادی د تیښتی لاره یی پیدا کړی او تښتي،
    که طالبانو امریکی او ملګرو ته ځان تسلیم نکړو نو پاکستان لا دچا ځوئ دی…
    لږ سوچ وکړۍ خپله میړانه او توره دبلچا په کاته کی مه اچوئ…
    زنده باد امارت اسلامي
    مرده باد یرغلګر او غلامان
    او دپاکستان استخبارات

ځواب ورکول Salih Muhammad ahmadzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *