تاند- د وروستیو راپورونو له مخې، وسله وال طالبان، چې د سې شنبې په شپه او سهار د فراه ولایت د مرکز فراه ښار ځینو سیمو ته په ننوتو بریالي شوي وو، شاتګ ته مجبوره شوي دي.

طالبان وروسته له دې له فراه ښاره وشړل شول چې دې ښار ته ځانګړی پولیس او کومانډو ځواک ورسېد او هوايي ملاتړ یې وشو.

طالبانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې کندوز ښار د لنډ وخت لپاره نیولی و. که دې ډلې فراه ښار نیولې وای، دا به له ۲۰۱۶ راوروسته لومړنی ولایتي مرکز و چې د طالبانو لاس ته لوېږي.

له راپورونو داسې ښکاري چې طالبان ونه توانېدل چې په فراه ښار کې مهم دولتي مرکزونه ونیسي.

طالبان وروسته له دې فراه ښار ته ننوتل چې اجرايي ريیس عبدالله پر ولسمشر غني او امنیتي چارواکو امنیتي چارو ته د نه پاملرنې په خاطر توندې نیوکې وکړې.

عبدالله، چې په الیکترونیکي تذکرو کې د افغان کلمې ذکرېدو غوسه کړی و، دې موضوع ته د بیا بیا اشارې په ترڅ کې وویل چې د هیواد مشرتابه د مهمو مسلو پر ځای پاروونکو مسلو ته لومړیتوب ورکوي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې پر فراه د طاللبانو له حملې سره سم په دغه ولایت کې د عبدالله له لوري ټاکل شوی والي بصیر سالنګي، چې د اجرايي رييس په شان د شمال ټلوالې غړی دی، وتښتېد.

د سالنګي تېښتې په فراه کې داسې شکونه پیدا کړي چې ممکن د طالبانو حمله او ښار ته اسانه پرمختګ د مخکې تر مخکې جوړجاړي پر اساس شوی وي.

پرون /سې شنبه/ طالبانو او ځینو نورو ادعا کړې وه چې طالبانو د فراه د ملي امنیت ریاست ودانۍ نیولې ده خو وروسته څرګنده شوه چې طالبان په دې کار نه دي بریالي شوي.

3 thoughts on “طالبان له فراه ښاره وشړل شول”
  1. د نظار شورا د فراه له جنګ نه څو ګټې اخلي.
    1 دوی د تذکیرو د وېشلو لړۍ غواړي ودروي. دولت بلې خواته متوجه کړي.
    2 د جګړې په دواړو خواو کې زمونږ ځوانان او خصوصا پښتانه وژل کیږي.
    3 دوي مخکې له مخکې د جنګ د تودېدلو پلان جوړوي . طالبانو ته شین څراغ ورکوي ، چې ښار بې له مقاومته تسلیم کړي . پدې کار سره امنیتي ځواکونه ضعیف او بې مسوولیته ښکاره کړي.
    4 ګاونډیو او خصوصا زبرځواکونو ته خپل قوت او رول ښکاره کوي چې د دوي خواته هم بام وکړي.

  2. چې ریښتیا راځې دوراغو به کلي وران کړي وي ، کیدای شي په کراره کراره نور حقایق هم څرګند شي خو د حکومت سره د مخالفت په نامه چې ځینې رسنۍ د خپلو ملي ګټو سره کوم خیانت کوي او د هیواد او هیوادوالو جرړو ایستلو ته یې ملا تړلې ده دا هم له هر بل ناورین څخه ډیره خطرناکه خبره ده چې طلوع شبکه او فروعات یې په دې لار کې پیشتاز او سخت په اخلاص د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې دې کار ته کار ویلای دې شپه او ورځ یې د تبلیغاتو موضوعات او میلمانه ټول هغه څه دي چې ددې وطن بنیاد ایستلو ته کار کوې . طلوع او خویندو ورونو یې همیشه د حکومت د ضعف او د دښمن د خبرې د کره کولو لپاره حتا دوکانونو ته د تابوت فروشانو پسې تللي او د دښمنانو دا ادعا چې ډیر افغان ځوانان یې وژلي ثابته او د خپل حکومت (چې هغوی یې خپل نه کڼي) ادعا چې لږ وژل شوي تکذیب کړي .

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *