تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه: وروسته له هغې چې د بهرنیو چارو وزارت له ټاکنو وروسته د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو اترو د بیا پیل د احتمال خبر ورکړ، طالبانو هم ویلي چې دوی له ټاکنو وروسته مذاکراتو ته چمتو دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند  سهېل شاهین ویلي، که امریکایان له ټاکنو وروسته د سولې مذاکرات وغواړي، دوی ورته حاضر دي چې دوام ورکړي.

 سهېل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که څه هم د بهرنیانو په حضور کې ورته ټاکنې د منلو وړ ندي خو که بیا هم امریکا وغواړي دوی حاضر دي چې له ټاکنو وروسته له واشنګټن سره مذاکراتو ته دوام ورکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د امریکا او طالبانو د خبرو د بیا پيل غوښتنه کړې ده.

 کرزي طالبان یو ځل بیا خپل وروڼه بللي او ټینګار یې کړی دی چې طالبان دې لومړی افغاني مذاکرات وکړي بیا دې له یو قوي دریځ سره د امریکا سره خبرو ته کېني.

خو دا په داسې حال کې ده چې کابل د سولې خبرې تر ټاکنو ناممکنې بللي او ډونالډ ټرمپ بیا د سولې خبرې مړې بللې دي.

3 thoughts on “طالبان: له ټاکنو وروسته مذاکراتو ته چمتو یوو”
  1. salam oalikum watanwallow;AFTER ELECTION WE WILL HAVE A ELECTED PRESIDENT,HE WILL BE REPRESENTATIVE OF MAJORITY PEOPLES.
    THE NEXT PRESIDENT WILL FALLOW PEACE PROCESS ON POSITIVE DIRECTION.
    THAT TIME PEACE WILL BE ACCEPTABLE FOR ALL AFGHANS,
    I HOPE aamin

  2. لان
    د طالبانو وروستیو خونړیو بریدونو د م. م امنیت شورا قهرولې
    September 20, 2019Written by: م. عاصم خوږیاڼیLeave a reply

    د امنیت شورا غونډه
    Category: خبرونه
    permalink

    م. عاصم خوږیاڼی
    Fb-Button

    تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: د ملګرو ملتونو امنیت شورا په قلات، کابل او چاریکارو کې د طالبانو وروستي ځانمرګي او موټر بم بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی دی چې دغه هېواد کې باید تاوتریخوالی نور ودرول شي.

    طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د کابل پر پیژنتون برید کې ۲۲ کسان ووژل ۳۱ نور یې ټپیان کړل، دغه راز یې په چاریکارو کې د کمپاین پر یوه غونډه برید ۲۶ کسان ووژل ۴۲ یې ټپیان کړل او پرون یې په قلات ښار کې موټر بم برید لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل او ۹۴ نور یې ټپیان کړل.

    په دې تړاو د امنیت شورا اعلامیه چې ښاغلي واسیلي نبنزیا ولوسته په کې راغلي چې له افغانانو سره په دې غم کې شریک دي.

    امنیت شورا یو وار بیا ټینګار کړی چې تروریزم په هر ډول او هر چرته د ټولې نړۍ امنیت لپاره لوی ګواښ دی، ځکه نو باید د دغو بریدونو عاملان، پلانوونکي، تمویلوونکي او ملاتړي په سختۍ سره وځپل شي او یا د عدالت منګولو ته وسپارل شي تر څو سخت قانوني چلند ورسره وشي.

    امنیت شورا پر ټولو هېوادونو چې له ملګرو ملتونو سره تړونونه لري غږ کړی چې له افغانستان سره دې فعالانه مرستې وکړي او له ترهګرۍ سره په جګړه کې دې ټول یو موټی مبارزه وکړي.

  3. د جمهوري او امارتي نظام توپیر

    دا ناممکنه ده چې تاسو به ځان جمهوري ریاست ته کاندیدوئ او بیا به د هېواد د نظام شکل امارتي ته اړوئ .
    جمهوریت د دموکراسي یو ډول دی چې ولسمشر یا جمهور رییس د یوې معینې مودې لپاره د ولس له خوا ټاکل کیږي . د پورتنۍ مودې مثلا 4 یا 5 کاله وروسته به بیا ټول ټاکنې کیږي او نوی ولسمشر به ټاکل کیږي. که یو چا ښه خدمت کړی وو او ولس ځینې راضي وو د بیا ټاکل کېدو چانس یې زیات دی . اما که د جناب کرزی صیب په شان یې یواځې لوټه یې په اوبو کې ایښې وه او تیر شوی وو ، د بل ځل بریالیتوب چانس یې هېڅ نشته .
    له بلې خوا امارت معمولا د کوچنیو هېوادونو په رأس کې یو دایمي پاچا وي چې په مطلق العنان ډول سره د قدرت واګۍ په لاس کې نیسي. لکه د کویت امارت ، د قطر امارت او یا د متحده عربي امارات چې له پنځو نورو وړو اماراتو جوړ شوی او یا د عمان امارت .
    پخوا وختونو کې چې اسلامي خلافت ډېر وسیع وو ، دوی به خپل قلمرو په وړو امارتونو تقسیماوو لکه د مصر امارت ، د فارس او نورو خو د خلافت او امپراتورۍ مرکز به یا دمشق او یا بغداد وو. په اوسنیو شرایطو کې امارت د ولایت له اصطلاح سره برابر دی . مثلا بریدګی اسمعیل خان به ځان ته د هرات امیر ویلی او احمد شاه مسعود به ځان ته د شورای نظار امیر او یا حکمتیار به د حزب اسلامی امیر.
    امارت هېڅکله د اوسنیو سیاسي ، اقتصادی نظامونو ځای نشي نیولی . د نړۍ پرمختګ دومره په سرعت سره روان دی چې د تېرو پنځوسو کلونو اقتصادی ، ساینسي او سیاسي پرمختګ مقایسه د اصحاب کهف د زماني درې سوو کلونو نه هم زیات دی.
    له همدې ځایه د حزب اسلامي او طالبانو د مشرتابه عقب ماندګي او بېرته پاته والی مونږ ته راښیي چې دوی زمونږ ټولنې نشي درک کولای . دا چې دوی د ټولنې ذهنیت نشي درک کولای ، نو نظامي عمل کوي او د خپل ولس هغه بچیان په بمونو الوزوي چې له دوی سره همنظره ندي.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *