تاند، سه شنبه، د حمل ۵مه: طالبان وايي، د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو یې تېره شپه د قطر دفتر له مرستیال ملا غني برادر سره کتلي او د سولې د هوکړې د تطبیق تر څنګ ورسره د بندیانو په خوشې کولو غږېدلی دی.
طالبانو ویلي، مایک پامپیو ورسره په خبرو کې ټینګار کړی چې د سولې د هوکړې جدي تطبیق به راتلونکي اسلامي او سیاسي نظام، افغاني مذاکراتو، دایمي سولې او اوربند ته لاره خوشې کړي.
طالبانو ډاډ ښودلی چې دامریکا د باندنیو چارو وزیر ورته ویلي چې د سولې د موافقې له مهالوېش سره سم به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر تېره ورځ په کابل کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره ترلیدنو وروسته د یو نظام د تغیروونکي وړاندیز په هکله خبرو کې ناکام شوی او له همدې کبله امریکا له افغانستان سره په سملاسي ډول د یو میلیارد ډالر مرستو د کمولو او راتلونکي کې د یو میلیارد ډالرو نورو مرستو د قطع کولو خبره کړې ده.
پمپیو کوښښ کولو چی د جان کیری نسخه بیا په افغانانو باندی وتپی مګر چی پوه شو دا ۲۰۲۰ کال دی دوباره ۲۰۱۴ کال نه راځی نو په ډیره مایوسی ځان تر قطر پوره ورسولو
خدای تعالی مو تل مایوسه او خراب لره کله چی افغان دولت درته وایی چی د طالبانو نظامی شوراګانی په کویټه بلوچستان او پیښور کی دی مګر ځانونه ورباندی کاڼه اچوی مګر کله چی خبره د انتحار او انفجار راشی تنها غندنه یی کوی
مګر دوی یعنی امریکایانو ته افغان ولس وژنه هیڅ اهمیت نلری نو موږ افغانان باید هوښیار واوسیږو ځکه امریکا هیڅ وخت داسی افغانستان نغواړی چی اقتصادی او نظامی پیاوړتیا ولری او د پاکستان لپاره سرخوږی شی
ځکه کله چی بن کنفرانس کی د دولت په جوړښت باندی غونډه وشوه هغو لنډغرو ته یی واک ورکړو چی د افغانستان ورانی او ویجاړی کی لاس درلود او همدارنګه د کابل ښکلی ښار یی په کنډواله بدل کړی وو
آیا دا معقوله او حقوقی لار ده چی نړی ته پیژندل شوی دولت باندی د خپلو شخصی ګټو په خاطر سیاسی او اقتصادی فشار وارد کړ چی ولی یوی بلی جنګی ډلی ته چی د کابل په ورانی کی لاس درلود بیا ونډه ورکړل شی ځکه همدا عبدالله له ایران او پاکستان او روسیی سره نیږدی اړیکی لری نو کچیری امریکا غواړی چی افغانستان د ایران، روسیی تر واک لاندی راشی نو بیا همدی امریکا ولی د طالبانو نظام له مینځه یووړ
کچیری طالبان ترهګر نه وو نو ولی امریکا د طالب په نوم عام ولس باندی بمبار کولو او جنازی او ودونو مراسمو باندی حملی کولی او زنګ وهلی وسلی له وجهی یی هم یو پښتون بندی کولو مګر هغه کسان چی وسلی یی په لاس وی او احمدشاه مسعود د مړینی تلین لمانځه او په آزاد فضا کی ډزی کولی چی آن د ولسمشر په تصویر باندی هم ډزی وکړی مګر همدی امریکا غږ ورته نه کولو
نو لدی معلومیږی چی امریکا او پآکستان دلته او ښکته پښتونخوا کی د پښتنو وژلو لپاره پلان جوړ کړی