تاند- د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ملا برادر خوشي کېدا تایید کړه، ویې ویل چې نوموړی د چهارشنبې په مازدیګر له محبس څخه راووت او د کورنۍ له غړیو سره یوځای شو.

د ذبیح الله مجاهد په وینا ملا برادر د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د تفاهم پر اساس خوشي شوی دی.

مجاهد په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«تراوسه پورې د ملابرادر کوم عکس نه دی خپور شوی. کوم عکسونه چې په رسنیو کې د ده په نوم خپرېږي، د ده نه دي نو له رسنیو او خلکو غواړم پردي عکسونه د ملابرادر په نوم خپاره نه کړي.»

له بلې خوا د پاکستان د استخباراتو یا آی ایس آی دوو چارواکو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې ملابرادر د لوړې کچې له خبرو وروسته خوشي شوی دی.

ملا عبدالغني (برادر) د ملا عمر په ژوند کې د نوموړي مرستیال و.

آی ایس آی په ۲۰۱۰ م کال ملا برادر د پاکستان په کراچۍ کې وروسته له دې ونیوه چې ورته څرګنده شوه چې نوموړی په پټه د افغانستان له حکومت سره د تماس په هڅه کې دی.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان حکومت رسماً اعلان وکړ چې ملا عبدالغني برادر او دوه نور طالب مشران یې د دې لپاره خوشي کړي چې د امریکا له متحدو ایالتونو او نورو دوستو هیوادونو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

د پاکستان له لوري د دوو نورو خوشي شویو طالب مشرانو نومونه ملا محمد رسول او ملا عبدالصمد ثاني ښودل شوي دي.

ملا رسول په ۲۰۱۶ م کال په دې خاطر په پاکستان کې ونیول شو چې نوموړي د مشر په توګه د ملا هیبة الله له منلو انکار وکړ.

ملا عبدالصمد ثاني هم په ۲۰۱۶ م کال د کوټې په یوه مدرسه کې د پاکستان د پوځ له لوري ونیول شو.

د نوموړي په اړه هم ویل کېږي چې د ملا هیبة الله له مشرتابه سره یې اختلاف درلود.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د دوو نورو طالب مشرانو د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

ملا عبدالغني برادر څوک دی؟

ویل کېږي چې ملا عبدالغني برادر په ۱۹۶۸ م کال د اروزګان ولایت په دهراوت ولسوالي کې زېږېدلی، په خټه پوپلزی دی او اوس ۵۰ کلن دی.

ملا عبدالغني، چې په ملا برادر مشهور دی، د پاکستان په دیني مدرسو کې دیني زده کړې کړي دي.

ملا عبدالغني برادر یو له څلورو مخکښو طالبانو څخه دی چې په ۱۹۹۴ م کال یې د ملا محمد عمر اخوند په مشرۍ د طالبانو د تحریک بنسټ کېښود.

ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ په مهال د دفاع مرستیال وزیر، د قول اردو قوماندان او یوه موده هم د نیمروز والي و.

د ۲۰۰۱ م کال په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر رژیم د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د حملو له پیلېدو او په نتیحه کې یې د طالبانو د امارت له پرزېدو وروسته ملاعبدالغني برادر د ګڼو نورو طالب مشرانو په شان پاکستان ته لاړ او د کوټې شورا یې جوړه کړه.

ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ م کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې ظاهراً په دې خاطر ونیول شو چې غوښتل یې د پاکستان له اجازې پرته د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي. خو پاکستان د دې لپاره چې امریکا ته وښيي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي د ملابرادر د نیولو په عملیاتو کې د سي آی اې فعالانو ته ګډون بلنه ورکړه.

تراوسه څرګنده نه ده چې ملا برادر د پاکستان په کوم محبس کې ساتل کېده او له خلاصونه وروسته چیرې تللی دی.

طالبان وايي چې نوموړی د امریکا او طالبانو د تفاهم په پایله کې خوشي شوی دی.

2 thoughts on “طالبان: ملابرادر له خپلې کورنۍ سره یوځای شو”

ځواب ورکول kabuliwala ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *