په ۱۹۹۳ م کال کې چې شمالي ټلوالې د پرچمیانو سره ګوتې خوږې کړې او د پاکستان تر سیوري لاندې یې کابل ونیو نود قدرت ساتلو لپاره هیڅ ډول دینې، بشري او افغانۍ ارزښتوته ژمن پاتې نه شول. د اویا زرو وګړیو مرګ یې قبول کړ خو د خیرخانې له حکومت څخه تیر نه شول. پاکستان له یوې خوا حکمتیار ته ویل چې درنه حکومت ونه کړي او ربانې ته یې ویل ځان ورته ټینګ کړه که نه خیر دې نه شته.
کله چې له څلورو کالو وروسته د پاکستان ټول پلانونه عملي شول نور نو شمالې ټلوالې ته اړتیا نه وه ځکه یې چړیان اوطالبان سره له ملانو ورته را مرش کړل. نور نو پاکستان دومره باوري و چې د پنځمې صوبې په نامه یې د افغانستان لپاره بودیجه تعینوله.
طالبان باندې یې داسې سیاست کولو چې پایله کې یې افغان اولس نه مړ و نه ژوندی. دا یې هم نه غوښتل چې طالبان دې له نړی سره اړیکې ولرې او داسې یې هم نه غوښتل چې له پاکستان سره مشت او یخن شي. د پالیسی پایله دا وه چې په پنځو کالو کې یې ایله ۲۰ کیلومتره او اوه متره سورور سړک جوړ کړ. د تعلیم او اقتصاد له نظره سخت وځپل شو. دا چې پاکستان وروسته پاتې افغانستان غوښت نو ځکه یې له طالبانو سره په ودانیزو کارو کې هیڅ مرسته ونه کړه.
کله چې د سپتمبر ۱۱ وشوه بیا نو د طالب خرڅول ورته واره دار وبریښدل. طالب یې خرڅ کړ. دری کاله وروسته یې چې په دې تجارت کې ښه ګټه وکړه وپوهیدل چې که طالب بیرته را منسجم کړو نو دا ګټه به دوام وکړي. هم طالب ساته هم امریکا.
شمالي ټلوالې بې له کومې اندیښنې او سوچ یې د امریکا سره په ۲۰۰۳ م کال کې داسې تړون امظاء کړ چې هر افغان بې پوښتنې وژلی، بندی کولای اوبولی شوی. دا خبره بیا وروسته چې کرزی یو څه په زورکې شو راپورته شوه . قانوني او عبدالله دغه تړون له امریکا سره تړلی و.
دا ځل شمالي ټواله د خیرخانې او تلویزیون د غره حکومت نه غواړې بلکې په ټول افغانستان باندې د راتلونکو څو لسیزو یا پیړیو خوبونه ویني. د همدې هدف لپاره دوی د هر څه کولو ته آماده دي. چې چیرته د تیرو ۳۵ کالو داړه مار دی د عبدالله خوا ته راغلی تر څو خپل غلا کړې سرمایه وساتي او هم ډیره کړي. پدې حکومت کې به تر دوه دری سوو پورې داړه ماران حکومت کوي او تاجک، هزاره او پښتون اولس به خاورې خوري. لکه د کورنۍ جګړې په وقت کې چې د اولس له مرګ، درد، لوږې او هر دم شهیدګی نه و خبر داځل به هم بې حسه او بې خبره وي.
عبدالل خیل غواړي پاکستان د دیووند کرښې په رسمي کولو خوښ کړي او ایران د پریمانه اوبو په ورکولو او پراخې فرهنګی مداخلې باندې خوشحاله کړي. د شمالي ټلوالې پخوا ته که ځیړ شو نو دا هر څه په یقین سره امکان لري.
همدا وجه ده چې پاکستاني میډیا د ای،اس،آی په امر د عبدالله په ګټه پراخ کمپاین پیل کړی. له بلې خوا د طالب اهمیت ورته اوس یو څه په کمیدو دی. چې هر وقت یې عبدالله غوښتنې عملي کړې بیا به طالب د امبولوکو په طول خرڅ کړي.
په ۲۰۰۱ م کال کې طالبانو ته ښه معلوم دي چې پاکستان کله هم بولۍ ولګوي بیا خلک څنګه او څومره زر خرڅوي.
د طیب آغا د وروڼو نیول یې لمړی نښه ده. د طیب آغا چې قطر کې د ملا عمر اخوند نماینده دی کورنۍ هم لادرکه ده. یا خو به چیرې تښي وي یا به یې پلار سره له زنانه د ای،اس،ای په بند کې شپې ورځې تیروي. ځکه طیب آغا ته یې اخطار ورکړی چې که پاکستان ته را نشې او سر ټیټ نه کړې بیا دې کورنۍ نه خوشي کوو. د یوه افغان په صفت هیله کوم چې کورنۍ یې افغانستان ته تللې وي د پاکستاني پوځي دبندې خانې څخه د الله پاک کافر هم وساتي.
په لومړي پړاو کې ټولټاکنو کې طالب د پښتون لاسونه تړلي او شمالې ټلوالې ته یې د پراخه رایه اچونې او درغلۍ لپاره د امن ډک چاپیریال برابر کړی و.
داسې ښکاري چې په دویم پړوا کې به عین کار تکرار شي. پدې توګه به طالب ډیری اولس له رایه اچولو را وګرځوي او عبدالله به بریالۍ کړي. عبدالله چې بیا ډیورنډ کرښه رسمي کړي نو طالب په عملي توګه د افغانستان دخاوې په خرڅولو کې مسول دی.
عبدالله خیل هم دې خبرې ته پام نه کوي چې د ډیورند اخوا ځمکه خو هسې د پاکستان تر ولکه لاندې ده. د پاکستان بل هدف د آمر سیند دی. پدې توګه به زمونږ هر څه د پاکستان شي. دوی چې بلوچستان په سپین سترګۍ وخوړ نو افغانستان سره به هم عین معامله وکړي.
همدارنګه هغه پښتانه چې د طالب له ویرې یا ټمبلۍ له کبله رایه نه اچوي یا خپله یا د کلتوري علتو له کبله زنانه رایه اچولو ته نه پریږدې د ډیورند کرښې په رسمي کولو، د افغانستان د نامه په بدلولو، د کورنۍ جګړې او راتلونکې کې په پاکستان کې د مدغم کولو مسول دي.
هر څوک چې له غني سره ولاړ دي او رایه ورکوي نو هغوی د پورته شومو پلانو په شنډولو کې د ګران ټاټوبي پور اداء کوي
په سرا حت سره ویلی شو چی لیکنه په حقیقت ولاړه ده او مو نږ ټو لو ته همت پکار ده چی ددی مفسید ومخه ونیسو