تاند- یوه جګپوړي امریکايي مامور پرون وویل، طالبان د امریکا له متحدو ایالتونو او افغانستان سره په دې خاطر خبرې نه کوي چې په قطر کې د دوی له دفتره د اسلامي امارت لوحه او بیرغ لېري شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه امریکايي چارواکي وویل، طالبانو د جون په درویشتمه نېټه د خبرو لپاره د امریکايي دیپلوماتانو وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی او اوس وايي چې د افغانستان له حکومت سره هم خبرې نه کوي حال دا چې پخوا یې موافقه کړې وه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره به وویني.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه امریکايی چارواکي په قول همداراز ویلي چې طالبان ټینګار کوي چې په قطر کې دې د دوی دفتر «د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر» ونومول شي او له دباندې دې پرې لوحه ولګول شي.

د ده په وینا طالبان پر خپل دفتر د هغه بیرغ د نصبولو غوښتونکی هم دي چې دا ډله خپل له ځان سره ګرځوي.

د افغانستان حکومت او د امریکا متحدو ایالتونو د جون په نیمايي کې وروسته له دې چې د طالبانو دفتر په قطر کې په یو لړ مراسمو کې پرانستل شو او د اسلامي امارت لوحه او سپین بیرغ پکې نصب شول، اعتراض وکړ.

دواړو هیوادونو وویل چې له طالبانو سره د شوې موافقې پر اساس اجازه ورکړای شوې وه چې دا دفتر د طالبانو سیاسي دفتر یا د طالبانو د تحریک سیاسي دفتر نومول کېدای شي چې هیڅ یو د یوه خپلواک حکومت او دولت نښه نه ده.

وروسته قطري منځګړو د طالبانو له دفتره د اسلامي امارت لوحه او بیرغ لېري کړل خو امریکايي چارواکی وايي، اوس طالبان اصرار لري چې ترهر راز خبرو مخکې باید د دوی پر دفتر لوحه او بیرغ ولګول شي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه امریکايي نوم نه دی اخیستی او وايي چې نه یې غوښتل چې نوم یې څرګند شي.

د دغه امریکايي چارواکي په نظر کېدای شي چې طالبان خپل دفتر په هر نوم چې دوی غواړي ونوموي او دننه پکې بیرغ او لوحه هم وځړوي خو شرط دا دی چې له بهره ونه لیدل شي.

د دغه امریکايي په نظر که د طالبانو د دفتر لوحه او بیرغ عام حلک او رسنۍ ونه ویني باید مخالفت ورسره ونه شي.

خو تراوسه پوري څرګنده نه ده چې د افغانستان حکومت به دا وړاندیز ومني او که به بیا هم پر خپل مخکیني دریځ ټینګار ته دوام ورکړي.

وروسته له دې چې د افغانستان حکومت د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت له لوحې سره مخالفت وکړ، ډېرو افغانانو وویل چې د افغانستان لپاره سوله زیاته مهمه ده او باید په وړو خبرو د ملت برخلیک ټاکوونکې پروسه تخریب نه شي.

20 thoughts on “طالبان وايي، تر څو چې د دوی پر دفتر د اسلامي امارت لوحه نه وي ځړول شوې خبرې نه کوي”
  1. خداۍ پاک د تاسو واخلي، بیرغ مو یو وخت پورته وو، تاسو هم خپل بیرغ، هم قوم، او هم خاوره د نورو پر سر قربان کړه. که تاسو د خپل بیرغ، قوم، دین، او خاورې احترام درلود وطن به مو نه واۍ خرڅ کړۍ. اوس د ژړا او چیغو وخت ندۍ!!! یوازې د افغانستان حکومت دا حق لري چې بیرغ یې پورته وي. که تاسو انسانان کیږۍ، الله پاک مو راولۍ او الله پاک مو د خپلو خلکو او خپلې خاورې په ارزښت پوه کړي چې تاسې یې هم ساتنه وکړۍ شۍ. د ستاسو بیرغ به یوه ورځ پوزته شي، که د افغانستان خلک وغښتل…هغه غوښتنه به پاس له خبرو وي….مخکې نه!!!!!!!

  2. ملګرو تاسی به یی ووینۍ دا دافغانستان دتجزیی لومړی پړاو دی…دا څه موده کیږی چی امریکا پاکستان او افغان حکومت دتجزیی خبری کوی..داټولی چټی خبری نه دی بلکه حقیقت دی…په راتلونکو څو کلو کی به امارت او افغانستان وی…طالبانو خدای پاک مو خراب کړۍ..ټول جنجالونه ستاسی دوجی دی

  3. Yara kala che che dasay khabaray wawram no pa tol badan me wor poray shi. Ay khalko taso ao khudai da da mashomano pekhay di ka na? Yaw waye khabaray ta hago na kawo che bairagh mo na we porta ba waye che ta hago khabaray na kawo che bairagh khkata na krai. Taso khpala pikar wokrai yaw siasatwal ya okhyiar insan ba dasay wokri?

    Khra di khra safa tak shna khra pa khudai qasam

  4. داد امريکاګوډاګيانو (دکرزي ټيم) سره خووشرميدلاست اوس پر اسلامي امارت دوطن فروشي تورلګوي هغوي 11 کاله دافغانستان څخه دويني په اوسر په قيمت دفاع وکړه وطن تاسي غوندي بي ضميره خلګو خرڅ کړي چي دکفر اواسلام فرق درباندي ورک سويدي
    دتانه ويب پاڼي ته يوه اسلامي ننګونه کوم چي زما دغه کمينټ نشر کړي

  5. La bada murgha osano pokhtano tal pa waro waro khabro d khpal
    loy uolas barkhalek khrab kari dwe yao bal ta khpal manz ki sar

    na tetawe au paela ee da da che d dwaro sarona prado ta tit de

    PAK ALLAH J de dwe poh kri che nor da bad murgha khalek

    d jang na stare di au sola ghware

  6. زه دافغانستان حکومت ته وایم چي تاسو ولي دومره ټینګار کوی یوار بیرغ بهانه کړی یوار تجزيی خبري بهانه کی دخدای لپاره تر هرڅه تیر سي یوار خبرو ته زمینه برابره کی هدف معلوم کی خبري وسي نظریات سره تبادله سي بیا دا اوها خبري وسي زما په نظر دافغانستان په حکومت کي څه کړی سته چي نه غواړي دا وړی شړی سي زه خو په دي موردکي اوسني اداره پړ ګڼم

  7. wrono mongha melly berag laro che tareh lary aw donya pezandally de aw chok che afghan we aw da afghanyat dawe kawe ho zmoingh da molk beragh malom de da heche waht badleday nashe ho da cha che rawan de da da afghan melat dardawollo aw hatmawollo lafara rawan de ka talib de ka melly urdo da ka melly police de ho tol afghanan de aw tol dede gareb melat bachyan de aw da har tarap na che chok mary taklep ye melat ta raseghi zak ka talib de ka melly ourdo har yaw pamel lary aw bachyan lary hagha be sarparasta keghi aw dardona ye tol afghanistan ta raseghi. dwe ho tol pa masto hotalo ke nast de aw nashe tamashe aw da dalaro sara lobe kawe ho hwara hwara da garebanano da che hara wraz pa yawa nama aw bal nama wazal keghi chok pa entehar ke chok pa bamono ke aw chok ham pa janghono ke aw ghata ye serp da afghanistan doshmanano ta warze che hago gwary che afghanista kamzory we aw hamesha zmongh golam we aw hamesha bayad dwe pa hpalo hpo wana dreghi aw cha che kawe bayad hago ye woklly aw hpal mamolly shay pa ha qemat pa afghanistan ke harche kally ho bya ham mongh baze wrona na pohegho ho za wrora darta wayam che cha dagha halk sta dostan na she joreday hpal matlab darbandy kawe aw bya de da mahe dary kawe wallah ka ta ham jond woklly ho ous waht de aw hpl khawra hplmelat hpal melly poz hpal melly police ma harabawa da hamesha sta pa dard dardeghi prade na wasalam .

  8. نسیم اچکزی صاحب دومری تجاوز ښه کارندی تاسوهم اخیرت لری الله پاک پر مایلی دی دچاچی دهرچاسره مینه اومحیبت وی په ورځ داخیرت به دهغوانسانانو سره یوځای کیږی داسی معلومیږی لکه ستاسو چی دیرغلګرو سره دوستی زیاته وی داچکریو پیران خو روسان وه ستاسو دامریکایانو سره څنګه دوستی جوړه شوه

  9. وروره، طالب مالب نشته، د آی اېس آی د ملعونې ادارې یو مېشن یا ماموریت دی. هر څه چې ورته آی ایس آی وایي هماغه کوي. خالق تعالی دې دوی په شرمونو وشرموي چې افغانان یې سر په دنیا په اور وسوزول. اصلا دا ټول هغه بې پدره او بې مادره د مدرسو هلکان دي چې نه چا په کور کې پرېښودل او نه په کلي، دوی په سیاست څه پوهېږي او په انسانیت څه پوهېږي خو چې پنجابیان ورته هر څه وایي هماغسې کوي. که بیا یې ورته وویل چې داسې وکړئ لکه سپي په منډه بیا هر څه کوي.

  10. سلامو نه وروڼو دا سیاست دی خپل احساسات کابو کړی په طالبانو کی هم بعضی خلک شته چی د امریکا او پاکستان لپاره بیحده زیات کار کوی او افغان دولت هم ولاکه د جنت دروازه دی جنګ اصلی د خپلو شخسی ګټو لپاره شروع دی اسلام او یا وطن چیری وو یو څوک چی دپاره د خدای ج کار کوی هغه به حتمن کامیاب کیږی وس چی تاسی تبصری کوی په دی هیڅ نده جوړه پالتو دوخت چریدل دی یو قوم چی دخپل مملکت د سرنویشت پریکړه کولی شی هغه دبل قوم خلک یی نشی ور کولای دا حالات افغانانو په خپله جوړکړی که طالب هر څه کوی او که دولت هر څه کوی زما یی په څه نه د خپل دین او نه دخپل ملک دفاع کولای شو ټوله پر مړو حساب یو څوک چی دکور په همسایه خوا نکړی بده هغه په ملک هم خوا نه بدوی دغه سی نو سلسله پر سلسه را زه تاسی له ما ګیله مه کوی چی مړه می یاد کړاست هو ښیار پخپله پو هیږی چی زما مطلب څه دی مه پر طالب انتکاد کوی او مه پر دولت موږ پخپله افغانان ملامت یو علت په موږ کی دی وای د ځان اصلاح دجامعی اصلاح ده چی ځانونه اصلاح کړو هیڅ موشکیل نشته وسلام

  11. کاروان به خامخا انشاالله تیریزی که هر رقم تور اوسره ورسره مخالفت وکی. انشاالله چی اوس به تاسو بیرغ ورته ورکوی او ورته دروی به یی خو چی طالبان زمریان هسی ستاسو سره خبرو ته حا ضر شی اوس هغه وخت نه دی چی جهانی ترهگرو به ویل موزافغانستان کی یو طالب هم نه شو زغملای بس داسی به وایو چی (وما رمیت اززمیت ولاکن الله رما) دصالحانو د کامیابی فه هیله

  12. ؛ افغانانو سره یو شی کنه ورکیژو ؛ دا نه زموږ جنګ ده او نه زموږ په لاس کښی دافیصله ده دا هرڅه په موږ تپل کیږی او موږ ده نورو لپاره جنګیږو؛ بس الله دی رحم راباندی وکړی

  13. اول خو دا ومنی چی جهاد نشته بلکه سوداګری ده هرڅوک تر خپل مطلبه پوری یار دی که د اسلامی امارت لوحه وه نو خبری کوم او که لوحه نه وه خبری نه کوم او دا بل بیا وایی چی نه دا لوحه او بیرغ دی نه وی نو بیا خبری کوم. صرف وخت تیرول دی او یو څو ورځی غوړ غوړ پلونه او تازه میوی ورسیږی . مفت شراب خو ملا عباس او ملا شهاب الدین دلاور هم څکی. له نورو نو ګیله نشته.
    ولس دی تباه شی ، هره ورځ تر 200 زیات مسلمانان په دواړو خواوو کی وژل کیږی . که بیطرفانه قضاوت وشی ټول مسلمانان ، افغانان او مظلوم پښتانه دی. د جګړی ګټه یواځی د اسلام او افغانستان دښمنانو ته رسیږی .
    ټولو هیواد والو ته په کار ده چی په دواړو خواوو فشار زیات کړی تر څو سره کښینی او مذاکری وکړی . او یوه بله هیله دوی خو بلا تشبیه د …. خاصیت لری که دوی ګلو ته کشکا ږی دوی هغی بلی خواته زور وهی . ډیر یی مه سره شاربی الله دی دوی ټولو ته د نیکی هدایت وکړی چی سمی لاری ته راشی . تاسو خمینی ولید چی د ایران او عراق په جګړه خپله ماته ومنله او د شرابو جام یی و څښه او له عراق سره یی سوله وکړه او خپل ولس یی له جګړی وژغوره . همدا راز انور سادات له اسراییلو سره د کمپ دیوید موافقتنامه امضا کړه او هم یی خپله خاوره ( د سینا شبه جزیره ) لاسته راوړه او هم یی هیواد ته سوله راوړه او په میلیونو نو مصریانو یی د راستنیدو هرکلی وکړ. دوی ته هم په کار ده چی لږ همت وکړی او له خپلو شخصی یا پردیو له منافعو نه تیر شی او د ګران افغانستان او خپلو هیواد والو ته سوله راوړی او د خلکو او الله ج د رضایت سبب شی . هسی په لوحو او جنډو وخت مه ضایع کوی . د الله ج امر چی سوله بهتره ده پر ځای کړی. وما علینا الا لبلاغ.

  14. five things will make our country prosperous:
    1. strong feeling in the heart of every afghan
    2. unity and coordination between everyone
    3. sympathy
    4. acceptance of each other as brother
    5. work for humanity and strong confidence

    I believe that we will have a bright Afghanistan, if we follow the above five points. thanks Ehsanullah Ehsas India

ځواب ورکول بخت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *