تاند- افغان طالبان وايي، د لوی اختر په مناسبت یې ۱۰۶ تنه بندیان له خپلو بندیخانو څخه خوشي کړي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپره کړې، ویلي چې دا کسان د طالبانو د تحریک د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د عفوې د فرمان پر اساس خوشي شوي دي.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي افغان اسلامي اژانس ته وویل:«دا بندیان، چې د اسلامي امارت په بېلابېلو بندیخانو کې ول، خوشي او خپلو کورنیو ته د دې ضمانت په وړاندې وسپارل شول چې له طالبانو سره به مخالفت نه کوي. »

د احمدي په وینا د دغه فرمان پر اساس د حکومت ګڼ شمېر مامورین یا کارکوونکي خوشي شوي دي.

One thought on “طالبان وايي، تر ۱۰۰ ډېر اسیران یې خوشي کړي دي”

ځواب ورکول داكتر سيداحمد نوري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *