د طالبانو د قطر دفتر

تاند- وسله وال طالبان وايي، دا تور بې اساسه دی چې ګنې دوی د سولې اراده او پروګرام نه لري او یوازې پر جګړې تمرکز لري.

وسله والو طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر طالبانو دا تور چې سولې ته لېوالتیا نه لري، بې اساسه تور دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي:

«د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل د اسلامي امارت تګلاره وه او ده. نو د خپلې تګلارې د روښانه کولو لپاره یې په ۲۰۱۱میلادي کال کې د اړوند لوریو سره له توافق وروسته د قطر هیواد پلازمینې ته خپل تجربه کار او باوري سیاسي نمائندګان واستول، ترڅو دغه ځای د اسلامي امارت له خوا د سولې د پروسې د هڅو لپاره د تماس ځای حیثیت ولري.»

طالبانو دغه راز ویلي چې مشرانو یې په قطر کې خپلو استازو ته دنده سپارلې چې یوازې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره هڅې وکړي.

طالبانو دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړه چې ګارډین ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول وویل چې ولسمشر ټرمپ په نیویارک کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې له هغه په کلکه غوښتي چې د قطر له حکومته وغواړي چې د طالبانو دفتر بند کړي.

خو طالبان وايي چې د قطر«سیاسي دفتر د امارت یو واکمن ارګان دی. له هغه پرته د امارت بل هیڅ ارګان او شخص په دې برخه کې اوس یا راتلونکي کې پټ او یا ښکاره فعالیت نه کوي او نه اجازه ورکړل شوې ده.»

طالبانو په عین حال کې ادعا کړې چې دوی تل د سولې خبرو ته تیاري ښوولې خو دا مقابل لوری دی چې په ځلونو یې د سولې د پروسې مخه نیولې او اوس د دفتر تړلو ګنګوسې خپروي.

طالبانو په قطر کې د دوی د دفتر د تړلو هڅه د مقابل لوري د سولې ضد دریځ ښکارندویه بللې ده.

سره له دې چې تر دې پخوا طالبانو په خپلو اعلامیو کې د سولې له هلوځلو سره په ښکاره مخالفت څرګند کړی او په ځلونو یې د افغانستان د حکومت او نړیوالو وړاندیزونه رد کړي خو په خپله تازه اعلامیه کې د دې خلاف د سولې په خبرو کې د طالبانو د ګډون د ارادې یادونه کوي.

« په ۲۰۱۱ کال کې ټاکل شوې وه، په دوهم بون کانفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر هئیت ګډون وکړي او د مسئلې سوله ایز او واقعي حل ولټوي، خو د کابل ادارې یې د مخنیوي هڅه وکړه او امریکایانو تائید کړه. په همدې کال کې کله چې د اسلامي امارت سیاسي نمائندګان قطر ته ورسیدل، د کابل ادارې ورسره مخالفت وښود او د احتجاج په توګه یې له قطر څخه خپل سفیر کابل ته وغوښت.

په ۲۰۱۲ کال کې د فرانسې په شانټیلې کې د سولې اړوند کنفرانس څخه وروسته ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۳ کال په پیل کې په ترکمنستان کې یو بل کنفرانس جوړ شي او سولې ته لاره هواره شي، خو کابل یې مخالفت وکړ.

په ۲۰۱۳ کال کې له اړوند امریکايي لوري سره د یو لړ ملاقاتونو وروسته په دوحه کې د مذاکراتو لپاره رسماً دفتر پرانستل شو. خو مخکې له دې چې مذاکرات پیل شي، د کابل ادارې سملاسي د نوم او بیرغ تر پلمې لاندې مخالفت وکړ چې وروسته امریکا هم تائید کړ.»

طالبانو بیا بیا د افغانستان حکومت او د هغه ملاتړه امریکا د سولې د خبرو د لارې خنډ بللي او تاکید یې کړی چې اوس هم دوی د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل غوښتونکي دي او دا یې تګلاره ده.

طالبانو د قطر د دفتر د بندېدو احتمال ته په اشارې خبرداری ورکړی چې که د سولې دا دروازه بنده کړای شي د جګړې د عواقبو مسوولیت به د دوی د مخالف لوري په غاړه وي.

4 thoughts on “طالبان وايي، تل یې د سولې د خبرو ملاتړ کړی”
  1. داچې د ټالیبانو دفتر په قطر کې په څه مشغول دی ، خدای خبر دی . مونږ خو د دوی کوم مثبت کار د ګران افغانستان او افغانانو لپاره ندی محسوس کړی.
    د بشریت په تاریخ کې ټالیبان یواځنۍ جنګي ډله ده چې د خپلو دښمنانو پرځای خپل خلک وژني او خپل زړونه پرې یخوي.
    په هرحال سره د ملا شیرمحمد عباس ستانیکزي په مشري د ټالیبانو دفتر د افغانستان په درد نه خوري ، افغانانو ته یې د کار پیل او ختم نه ګټه لري او نه تاوان. د جنګ قومانده هسې هم د آی اس آی په لاس کې ده.

  2. د طالبانو د قطر دفتر د سولي په برخه کې هیڅ رول نلری، ګمان نکوم چې تړل به یی د سولي په برخه کوم تاثیر ولري ځکه چې دا لومړی ځل دی چې طالبانو سولي ته د ژمنتیا او ارادي په برخه کي رسمي اعلامیه خپروي. پخوا یې همیشه د سولي خبري په کلکو الفاظو رد کړیدي.

    دقیق افغان

  3. که د ی دفتر رول درلودلای نو د خلاصولو نه یی تر اوسه د افغان ملت لپاره کوم د خیر عمل تر سره کړی ؟

  4. که چیرې په واقعیت کې هم تالیبانو د سولې اراده لرلای دوی د اسلامي حکومت د را وستو دعوه کوي او
    ځانونو ته واقعي مسلمانان او د دین پتنګان وايي نو په کار وه چې هر وخت دوی د سولې غږ اوچت کړی وای که حکومت یې مخالفت هم کولای دوی به پرې غږ کاوه او د مظلوم ولس له وژنو یې لاس اخیستی، دوی خپلواک نه دي او نه د سولې لپاره کار کولای شي ترڅو یې چې د بادارانو غوښتنې نه وي مطرح کړې

ځواب ورکول مجبور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *