تاند- وسله وال طالبان وايي چې د کندوز په ارچي ولسوالي کې د افغان هوايي ځواک په حمله کې د وژل شویو کسانو د وینې بدل به واخلي.

د کندوز په ارچي ولسوالي کې د دوشنبې په ورځ /اپریل۲/ د افغان هوايي ځواک په حمله کې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول.

طالبان وايي چې مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې خو دفاع وزارت وايي چې د طالبانو غونډه یې په نخښه کړې او د دې ډلې مهم کسان یې وژلي دي.

دفاع وزارت نن /جمعه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حملې په ځای کې د طالبانو قوماندان مولوي ممتاز، چې توره لونګۍ یې پر سر ده، په خپله وايي چې د طالبانو قوماندان دی.

دې وزارت د پېښې سیمې ته نژدې د ۷ تلویزیوني خبریالانو د بېولو په اړه ویلي چې طالبانو هغوی ته یوازې هغه څه ښودلي چې دې ډلې غوښتل او خبریالانو د عمل ازادي نه لرله.

5 thoughts on “طالبان وايي، د ارچي د پېښې بدل به واخلي”
  1. دا هره ورځ چې په سلهاو بې ګناه افغانان وژنۍ دا د چا بدل اخلۍ؟ ددې نه معلومیږي چې د کندوز حملې ډير زور درکړې او ستاسو مهم کسان پکې مردار شوي. جاهلو پدې خبرو د خلکو زړونه نشئ ګټلی خلک ستاسو او ستاسو د بادارانو څخه کرکه لري. د کندوز د حملې مسولین هم تاسو یاست ځکه چې هر وخت تاسو عام خلک ډال ګرځولي.

  2. السلام علیکم
    قاری صیب خوشحاله اوسی
    له یوی مهمی پیښی دی خبروم چی تاسو ته په مبارزه کې ګټه کوی
    د کندوز د مدرسی په پیښه کي د طالبانو د سیاسی کمیسون دوه غړي وژل شوي دي د طالبانو مشهور قومندان ډاکټر احرار چې د زابل اوسیدونکي ده او د منځنی اسیا لپاره د طالبانو سیاسی نماینده ده دوهم سید ادریس اغا چې د رابطی مسؤل د دطالبانو پخوانی حزبی قومندان د او د شکردری پروان اوسیدونکی ده دوی له بیشکک نه تاجکستان دوشنبی او بیا د شیرخان بندر له لاری کندوز ته راغلل د شمال زون تنظیمه ریس دوی هلته د لیدلو لپاره ورغوښتی و کله چې طیاری راغلی وي دوی له کوره وتلی و او د پنا په نیت جلسه ګا ته ورغلی و دوی داسی فکر کړی و چې موږ هدف یو د ډاکټر احرار جسد نن د میمنی له لاری بادیغیس او بیا تور غونډی ته ورسید ملګری یی په زابل کي انتظار دي او د سید ادریس اغا جسد نن کابل کي خاورو ته وسپارل شو
    دا ستاسو په مبارزه کي ګټور تمامیږی او امارت دغه خبره پټه ساتلی ما نن له یو چا پوښتنه وکړه ډیر بد برخورد یی راسره وکړ ځکه مې تاسو مناسب وبللاست چې افشا یی کړي کیدای شي ډیر مهم اسناد د روسیی له لوری ورسره و ډاکټر احرار د کندوز د پخواني والی ملا سلام او د بغلان د والی مولوی شمس الدین ټینګ ملګری ده

  3. پداسې حال کې د بیګناه او ملکي کسانو وژل غندو ، شهیدانو ته د فردوس جنت او خپلوانو ته یې د زړه صبر غواړو، د ټالیبانو دا اخطارونه د تل په شان د دوی د جهالت او عقدو څرګندونه کوي. له ټالیب نه خو هسي هم د خیر او انسانیت خبره نه اورېدل کيږي.
    اوس سوال پید کیږي چې که ملکي خلک وژل شوي دا غمیزه د ټول ملت غم دی . دلته ټالیب بیا څه ته ځان شریکوي؟ دوی خو هسي هم د ملت دښمنان دي . د دوي لاسونه خو هره ورځ د بیګناه خلکو په وژلو سره وي.
    د افغانستان ولس ته لازمه ده چې د دوی له غونډو ، مجالسو ، پټن ځایونو نه لرې اوسي. په ضمن کې د افغانستان دولت او د ګران هېواد اوسېدونکي باید له یوبل سره همکاري وکړي . که ټالیب له ملکي خلکو غچ اخلي . دوی هم باید بې ځوابه پاته نه شي. داسې وهل ورکړل شي چې خپله د اسلام د مبارک دین له ارشاداتو سره سم سولې ته راضي شي.

  4. له چا بدل اخلی خو بیا به خپل افغانان وژنی، ستاسو خو چندان زور په خپلو بادارانو زور نرسی او مو کله هم ندی اوریدلی چی تاسو دی یو بیس له بیخه ایستلی وی. د تاسو او کمونیستانو مو ږ ته هیڅ فرق نسته هغوی هم موږ د روس په پیسو وژلو او تاسو هم د روس په غیږ کښی پنا اخیستی، ستاسو بدل به داوی چی یو مکتب، سړک، کلینک او یا داسی بل عام المنفعه څای به ړنګ کړی وینه په وینو نه وینڅل کیږی خلکو ډیر په اخلاص د صلح لاس در اوږد کړی راسی وطن ته او خپل خلک په غیږ کښی ونیسی چی خلک تاسو په غیږ کښی ونیسی . والله که یی همسایه او نور خارجی ملکونه دا وطن راته جوړ کړی که مو په خپله څه وکړل کړی به مو وی ګڼی همدا به موږ او همدا به روانی جنازی.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *