تاند- طالبانو نن د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني وړاندیزونه رد نه کړل او ویې ویل چې په دې اړه مشوره کوي.

د طالبانو یوه ویندوی بي بي سي ته وویل چې دوی د طالبانو د مشرتابه غبرګون ته انتظار باسي.

طالبانو پخوا د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیزونه رد کړي وو.

ولسمشر غني نن ځینې داسې وړاندیزونه کړي چې مخکې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې لپاره نه و کړي.

ښاغلي غني په مشروط ډول د یوه ګوند په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو، په اساسي قانون کې د بیاکتنې، په بې پرې هیواد یا د ملګروملتو په دفترونو کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو، په افغانستان کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو او د طالب بندیانو د خلاصون په شمول وړاندیزونه کړي دي.

د چارو کتونکي وايي چې دا وړاندیزونه ښايي د طالبانو دریځ نرم کړي او دا ډله سولې ته چمتووالی وښيي.

رباني له طالبانو سره د سولې لپاره د قومونو موافقه ضروري وبلله

له همدې کبله د ملي یووالي د بهرنیو چارو سلب اعتماد شوي وزیر صلاح الدین رباني د کابل پروسې دوهم کنفرانس ته نن وویل چې له طالبانو سره د سولې لپاره د قومونو اجماع لازمه ده.

رباني، چې د جمعیت ګوند مشر دی، وویل، په افغانستان کې ګڼ قومونه اوسي او ملي او سیاسي روغې جوړې ته د رسېدو لپاره باید د قومونو له لوري پرېکړه وشي.

ده همداراز وویل«باید ووایم چې یوې ډلې ته د اهمیت ورکولو او پر نورو قومونو د ځان ناکاره کولو په صورت کې به سیاسي بهیر بدې ټولنیزې او امنیتي پایلې ولري.»

له کلونو راهیسې دا خبره کېږي چې د افغانستان په حکومت کې د شمال د پخوانۍ ټلوالې یو شمېر غړي، چې په وروستۍ یوه نیمه لسزه کې یې ډېرې اقتصادي او سیاسي ګټې کړي دي، نه غواړي چې له طالبانو سره سوله وشي.

14 thoughts on “د کابل د پروسې د سولې د وړاندیزونو په اړه د طالبانو او جمعیت غبرګونونه”
  1. ، جمعیت فکر کوی چه په قدرت کی په یی وڼده کمه شی ، اولس کاله د نورو قومونه برخه دوی په تنهای خوری او طالبان خو د دی هیواد خلک دی او په قدرت کی یی برخه مسلم حق دی د چا اجازی ته ضرورت نلری ،که په رضا یی ورنکړی د زور له لاری یی لا مخکی میدان ګټلی او خبله برخه یی اخیستی ده ، نو ښه ده چه سوله وشی

  2. دطالبانو په راتګ دجمعت سقوي جنګي ،سمتي،او تنګ نظر ګروپ خپل زوال ويني.جنګ دددي شراندازه ګروپ په ګټه دي او دهيوادوالو په بدبختي کي خپلي ګټي ويني

  3. زه د رباني او د هغوی دمخاربو هم خيالو ځنې په کلکه غوښتنه کوم چې نور کړيدلي او بي وزله ملت پريږدي چې د تل پاتې خاوندان شي. نور خدای پاک ته وګوري چې دخپلو شخصي ګټو نه تير شی ا

  4. دوی فکر کوي چې دا هیواد دوی په اجاره اخستی او بل هیڅوک پکې برخه نلري. که دا نیم افغانان سره یو بل ووژني نو بیا به هم خبرو ته کیني او یواځنۍ د حل لاره خبرې او سولې ته رسیدل دي. ویره مه کوئ بیا به مو تر کولابه نه ور تیروي. د شمالي ټلوالې یواځنۍ ویره د هغوی سره حساب کتاب او په دا تیرو ۱۶ کلونو کې د هیڅ نه میلیاردر کیدل دي. دا ورځ خو راتلونکې ده، د ټولو سره به حساب کیږي.

  5. د شر او فساد د جمیعت د ډلې غله چې بل هیڅ صفت نلري، یوازې د خپلو نامشروع او غیر انساني ګټو د لاس ته راوړلو لپاره فکر کوي او بس. طالبان باید په هر ډول چې کېږي سوله وکړي او د دې داړه مارانو د شر او فساد مخنیوی وکړي. دا یوه ډېره ښه موکه ده چې باید له لاسه ونوځي او طالبان خپل دیني او تاریخي رول سم ولوبوي. د کولابیانو واڼې تښتېدلي او خپل زوال مخامخ په سترګو ویني. ژوندي دې وي ټول هېواد پال، انشاالله

  6. ربانی خیل چی د بن د مصیبتت مبتکرین دی ،طالبان او حزب یی قصدا جنګ ته مجبور کړل ،اوس دوی غواړی د خدای جل جلاله په امر کی مشوره وکړی چی ویی منی که نه!!! دا دی د رهبر فکر او تربیت!!! د جمعیت علما اوبیا شهرانی دی ووایی چی اجماع چیرته او کله کاریدی شی یا ایهاالمفسدون!عمل او غوښتنی مو ثابتوی چی اسلامیت او افغانیت کی مو شک دی..

  7. اینه بیا ازی نوده پیوند کو.
    وقتیکه شمالیوال بانکها ره پول خون افغانها پر کرد او وقت از همه اقوام افغانستان پرسان کد?
    وقیتیکه همه بست های بلند را جمیعتا می گرفتن از اقوام پرسان کدن یا حالا که منافع شان ده خطر است حالا اقوام ده یادشان امد?
    در حقیقت همه گدودی و خرابی و جنگ و دشمنیها و قومپرستیها از دست ازمی مردم است خو حالا مردم افغانستان بیدار شدن و میفهمند و دیکر بازی یی ازی مداریا ره نمیخوره

  8. : په پښتنی فولکلور کی یوه لنډۍ څه داسی شان ده:- زه د وم لالۍ د وی ،یوګوډۍ اوړه د وی ««»» نور که نه وی نه د وی! جمیعت ګوند او یا غوره به وی چی ټلواله وبلل شی تر اوسه هم دا فکرکوی چی ګویا مطلق اوبلا منازع حق لری اوتر اوسه ځان د امریکایانو د لاسپوڅی په توګه نازدانه ګڼي.که تیرو ته ځغلند نظر واچوو دا هم ډیره جوته او پر ځای ده چی د امریکا د یرغل اواشغال وروسته تر ځلورو یا پنځو کالو پوری طالبانو کوم خوځښت نه لرلو،مګر د امریکایانوسره د شمالی ټلوالی لاسپوڅی توب اوقومی کینی د طالبانو په را ټوکیدو کی ډیر رول لوبولۍ دۍ، همدغه دقومی تعصباتو ډک ژباړونکی وو چی د خپلوبادارنو پّه لار ښوونه یی د پښتنوپه ترټلو اواشغالګرو ځواکونه هر پښتون د طالب او القاعدی پنامه ور په ګوته کولو او هغوی یی مجبورکړل چی 5دی کار ته لاس واچوی. په دولتی بیروکراسۍ کی یی ګوښي ته کړل او سپکاوۍ اودوه ګونۍ چلند یی ورسره کولو او تر نن پوری دوی د پښتنو سپکاوۍ کوی.نو اوس چی نړیواله ټولنه نور د افغانستان د ستونځوپه حقیقت پوه شویده نوکونه اوپرتوګ پّه جنګ سره اچوی. ه

  9. ربانی دشمن وحدت ملی دراین کشور است مردم باید بفهمد که انها به استفاده از نام قوم غاصب قدرت وحکومت است
    طالبان بدون با نظر داشت اینکه باکیها ارتباط دارند مگر یک واقعیت است که افغان هستند واز افغانستان هستند اینکه من هم مخاف ایدیالوژی ایشان هستم این بدان معنی نیست که حق ایشانرا در سرنوشت این کشور به خود اختصاص بدهم چیزیکه عده از جمیعت ودر پیشقدمی ان اقای ربانی قرار دارد
    اقای ربانی طالبان را نماینده گان پشتونها میداند درصورتیکه چنین نیست زیرا خود و گروپ ایشان اقای اشرف غنی را هم نماینده پشتونها میداند
    مردم به کدام انتخاب اقای ربانی باورکند؟
    خوب اگر فرض کنیم اقای ربانی طالبان را نماینده پشتونها میداند پس چرا ضرورت است که اجماع اقوام در موضوع صلح با این گروپ ؟؟
    این گروپ هم مانند جمیعت ملک این سرزمین هستند وحق دراند در اینده وحال این کشور هیچ ضرورت به اجماع اقوام وجود ندارد
    ربانی خوشبختی خود وجمیعت خودرادرجنگ وکشتار جستوچو میکند ودراین ۱۶ سال این خوشبختی نصیب ایشان شده
    با معذرت استخوان را سگ به اسانی رها نه میکند
    طالبان هم باید ببشتر از این اجازه نه دهند که کشتن عده یی زیادی از پشتون هاراکه دیگران به نام طالب می کشند ادامه پیدا کند
    شرایط داخلی کشور وبین الملل خیلی اماده این است که طالبان دست از جنگ بردارند و مبارزه سیاسی را شروع کند واز طریق انتخابات حکومت را بدست گیرند
    نظر شخصی من اینست که در صورت بازنگری سیاست طالبان انها برنده انتخابات هم خواهند شد چرا که ملت از دست این دذدان غاصیین و دشمنان این ملت به سطوح رسیده اند

  10. سلامونه،
    که د ۱۹۹۲-۱۹۹۶ تر مینځ دوهمه سقاوي+شورای نصوار او تش په نامه جهادي رابُرانو (مجډدنګ، رباڼنګ، احمکشا مکسود، مزاري،محسني،دو سِتَم!!،خالص، حاجي قدیر،ګلبدین او … داسي نور) چې ټولو د چوکۍ او پیسو لپاره د وطن اولاده قتلِ عام کړله او د رښتینو مجاهدینو وینې ېې پر پوکستاین او فارسیستان او روس+ پخواني تورکستان خرڅې کړې ، او بیا د ۶۰ کسانو طالبانو له خوا
    (تانک بګریز که پییکپ آمد!!،) و قهرمانها، مارشالها ، استاد ها و غیره های بې مسمای شان به کولاب و تهران و اسلامبرباد و عین به استامبول ګریختند و باز زیر سایهءی ب۵۲ از غار های روباه، کبک، موشخرما و موشها و خرس و خوګ برآمدند (سقاوي سوم) …او
    دا ۱۷ کاله ېې د ملي پولیس او طالب په نومونو په لکهاوو پښتانه افغانان ووژل ؛ آیا د دومره بیګناه وینو ځواب کوم راهبُر ورکولای شي؟ اوس چې د شاغلي م. اشرف غني له خوا شنه څراغونه سترګک وهي ، په خټه افغان اصیل طالبان (نه د مالم عطا هوايي جعلي )لکه د حکمتیار په ډیر درنښت لبیک ووايي او د پخوانیو ترخو تجربو سره د کابل، انقرې،قطر مطر مشران دې ولسمشر او افغانستان دولت سره کېني او د الله په توکل له انتحاري توبې وباسي ؛ حتی زما په نظر د شهید نقیب مسید او …….. قصاص له تورلینګیو پنجانبک واخلي او د رابنیګکانو ربابونه په دوبی کې مات کړي.
    طالبه ! ته او خدای که به ملا شې++ په کتاب پروت ېې شمارې قطبي خالونه!!!!.

  11. This is the root cause of the whole problem, Jamiat and Northern alliance do not want peace with Taliban and I am wondering why Mr Karzai appointed late Rabani the head of the negotiating process with the Taliban.

  12. که تنظیم د انحصار،نفاق،غلا ، معاملو او دکور د ورانولو لپاره وی نو مشروعیت نلری او ړانده حکام دا د فساد آتشفشانونه، نه وینی ،چی رسمیت تری واخلی او حساب ته یی حواله کړی.حکومت مکلف دی چی وی تړی او سزا ورکړی
    خو ای کاش د علماوو شوری یا کومه بله د اعتماد وړ اداری شتون درلودای چی ربانی او طالب ته یی بلا وقفه ویلی وای احتیاط، دین درنه پاتی شو ، د خدای جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم فیصله داده تاسی خطا شوی یاست ، دین ته راوګرځی

  13. طالبان دافغانستان لپاره یو قوت دی ددوی په نطام کی امنیت وه غلاوی نه وی طالبان دی سوله وکوی چه افغان ملت له غلو اومفسدینو خلاص شی

  14. ورورڼو طالب او طالبیزم د پښتون وژنی هغه پروسه ده چی د امریکی په واسطه پر مونږ تپل شویده!
    دلایل یی:
    د طالبانو چی دا تقریبا ۱۴ کاله په دی ملک کی وژنی کوی ټول قربانیان یی پښتانه دی په داسی حال کی چی ددوی مخکینی دښمنان معلوم وو چی د نظار شورا او ستمیان ووږ نو مالومیږی چی وروسته د امریکی د راتګ نه ددوی موخی تغیر شوی دی او د ټوپک شپیلی یی پښتنو ته را اړولی دی.
    د طالبانو د پخوانیو دښمنانو په مناطقو کی کله هم انتحار او انفجار ندی شوی او ټول مشران او کشران د پښتنو پکی مری.
    د غیر پښتون قومونو په ساحاتو کی په نورمال ډول مکتبونه جریان لری خو د پښتون په ساحه کی په سلګونو مکتبونه بند دی.
    د نورو قومونه په ساحاتو کی انتخابات په نورمال ډول شونی وی خو د پښتنو په سیمو کی د انتخاباتو امکانات نه وی.
    د دوستم او مسعود تصویرونه په موټرو سریښ تر کندهاره ځی راځی هیڅ خبره نشته نه طالب او نه طالب پلوی په هغه حمله کوی او نه یی په رهبرانو پسی کومه لیکنه خود پښتنو په مجاهد، سیکولر او خلقی پسی یی همیش را اخیستی دهیڅ شی کمی یی ندی پری کړی که د وژلو زور یی پری رسیدلی دی وژلی یی دی او که د لیکنی وس یی پسی رسیدلی دی پسی لیکلی یی دی.
    داسی ځایونه شته چی دوه څنګ په څنګ کلی چی یو د پښتنو او بل د تاجکو یا هزاره وو دی خو د پښتنو په کلی کی مکتب نشته، انتخابات نکیږی او …. خو په دانورو کلیو کی آرامه آرامی ده.
    اوس هم دادی جمعیت په نره د طالب سره دسولی مخنیوی کوی خو مونږ کله هم د طالبانو څخه و هغه ته نه د اخطار نه د رد او نه کوم بل څه ځواب لیدلی.
    هغسی یی مونږ ته بهانه جوړه کړیی خدای د اول امریکایان تباه کړی بیا جمعیتیان او بیا طالبان چی دا مظلوم ملت تری بیغمه شی.

ځواب ورکول Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *