تاند- د طالبانو د مشرتابه په شورا کې د افغانستان له حکومت سره د سولې په مسله کې اختلاف نشته او دا شورا غواړي چې سوله وکړي.

د طالبانو د تحریک د مشرتابه شورا، چې د کوټې د شورا په نوم مشهوره ده، مهم غړي مولوي حسن رحماني ازادي راډیو ته په یوه مرکه کې وویل چې دوی د سولې په مسله کې اختلاف نه لري، په خپله شورا کې یې فیصله کړې چې د افغانستان له حکومت سره باید خبرې او سوله وکړي.

«موږ د دې مخالف نه یو او یقین لرو چې د کابل حکومت به له موږ سره توافق ته ورسېږي؛ څو په داسې طریقې سره سوله راشي چې په افغانستان کې امن او امان راشي او شریعت نافذ شي.»

ده وویل، پخوا چې په افغانستان کې زیات شمېر بهرني پوځیان موجود ول، د سولې امکان نه و خو اوس چې اکثره بهرني ځواکونه وتلي، د سولې امکان برابر شوی دی.

ښاغلي رحماني دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو تحریک د ملا محمد عمر اخوند مړینه پرون تایید کړه.

ده په عین حال کې د ملا محمد عمر د ځای ناستي پر سر د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو یادونه وکړه خو ویې ویل چې د سولې په مسله کې د ټولو ترمنځ د نظر یووالی شته.

ملا حسن رحماني تایید کړه ملا محمد اختر منصور د ملا محمد عمر له لوري مرستیال ټاکل شوی و خو د ده په باور ملا عمر په وروستیو کې د ملامنصور له لوري څنګ ته کړای شوی و او هیڅوک یې له حاله خبر نه و.

ده، چې له کوټې ښاره خبرې کولې، دا هم وویل چې د طالبانو د تحریک د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکلو سره د مشرتابه شورا ټول غړي موافق نه دي خو یادونه یې وکړه چې منصور کوټې ته راغلی چې په دې موضوع خبرې وکړي.

ملا حسن رحماني دا هم وویل چې د طالبانو عملیاتي قومندان ملا عبدالقیوم ذاکر هم د ملا منصور په ځای د ملا عمر د زوی د مشرۍ ملاتړ کوي.

له بلې خوا طالبانو په یوه خبرپاڼه کې خپل نوی مشر ملا اختر محمد منصور ستایلی دی.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله له لوري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي چې منصور له کلونو راهیسي د جهاد یو فعال لارښود دی. په دغه پیغام کې ملا اختر امیرالمومنین لقب بلل شوی دی.

One thought on “طالبان وايي، د سولې په خبرو او له کابل سره په سوله کې د دوی ترمنځ هیڅ اختلاف نشته”

ځواب ورکول Hadayatullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *