ارشیف

تاند- طالبان وايي، د دې ډلې د مشر ملا هیبة الله اخوندزاده زوی په هلمند ولایت کې په انتحاري حمله کې ځان وژلی دی.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي وویل، د هیبة الله مشر زوی خالد د هلمند ولایت په ګریشک کې ځان والوزاوه.

احمدي همداراز وویل چې دې برید وښودله چې د دوی جګړه جهاد دی.

دا لومړی ځل دی چې د یوه سیاسي مشر د کورنۍ ډېر نژدې غړی ځان الوزوي.

په خواله رسنیو کې طالب پلوو دا یو ویاړ بللی خو مخالفانو یې ویلي چې ځان چوول افتخار نه دی بلکې د نورو د اوښکو پاکول ویاړ دی.

وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ د هلمند پر ګریشک ولسوالي حمله وکړه چې د چارواکو په وینا طالبانو ماته وکړه او زیاتې مرګ ژوبلې ورواوښتې.

5 thoughts on “طالبان وايي، د هیبة الله زوی انتحاري حمله کړې”
  1. ملا هبت الله ته ووایاست چه اوس دهغه نوبت دی هغه بایدهم په دی دول جهاد کی برخه واخلی او زان والوزی.

  2. زه خو وایم تاسو ټول دا جهاد ډير زر وکړئ او ټول له مخې په یوه ورځ ځانونه والوزوۍ. يو به تاسو ثواب وګټۍ او بل به الله تعالی افغانان ستاسو وحشیانو له شره خلاص کړي.

  3. ښه شو یو بل وحشي د اسلام ، بشریت او د افغانانو دښمن ووژل شو . اوس به د ی هم له نورو دوزخیانو سره یوځای د یو مظلوم ولس د قتل په ګناه په اسفل السافلین کې د دوزخ په اور کې سوځي. د الله ج لعنت د وي پرداسې خوارجو.

  4. Mula Haibata khana norai dramai makawa.tata ham dasai marug naseeb sha chai fazal ur Rahman mula aw samee ulHaque mula ham pa dasee margo mArashee.amin.kash pa da sai daramo zawanan doka nashee

ځواب ورکول Bajaur gulona ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *