د پاکستاني طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد

تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک وايي چې د پاکستان په اساسي قانون کې یوه ماده هم اسلامي نه ده.

د طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد د پاکستان له پوځ سره د اوربند په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل چې د پاکستان په اساسي قانون کې داسي برخه نشته چې هغه دې اسلامي وي.

ده، چې له شمالي وزیرستان څخه له رسنیو سره د ټېلفون له لارې خبرې کولې، د اوربند په اړه وویل چې حکومت دې یې پیل کړي.

«جګړه حکومت پیل کړې، اوربند هم باید حکومت پیل کړي.»

ده دا هم وویل چې طالبان له لسو کلونو راهیسي دفاعي جګړه کوي او د خبرو له لارې د ټولو مسلو د حل کولو غوښتونکي دي.

شاهد الله شاهد د پاکستان اساسي قانون رد کړ، ویې ویل« حکومت د خبرو په ذریعه غواړي چې خپل غیراسلامي قانون پر موږ ومني لیکن په دغه قانون کې یوه اسلامي ماده هم نشته.»

ده تاکید وکاوه، که یې څوک مني یا یې نه مني قرآن او حدیث اصلي قانون دی.

 پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و چې له طالبانو سره په هغه صورت کې خبرې کوي چې د پاکستان اساسي قانون ومني او د همدغه قانون په سیوري کې خبرې وکړي.

د طالبانو په باور د پاکستان اساسي قانون د انګرېزانو قانون دی او په هغه کې اسلام اساس نه دی ګرځول شوی.

2 thoughts on “طالبان وايي، د پاکستان د اساسي قانون یوه ماده هم اسلامي نه ده”
  1. ژوندۍ د وۍ شاهد صاحب
    پاکستان غواړۍ اسلام له پاکستان د باندۍ پلۍ کړی
    د ننه اګريزۍ قانون غواړې او په مسلمانانو باندی خپل قانون پلې کوۍ

  2. روښتیا هم چی د پاکستان قانون غیری اسلامی دی. له طالبانو هیله کوو چی تر څو مو په پاکستان کی اسلامی قانون نه وی راوستلای چی له سپیڅلی جهاد څخه لاس وانه خلی. او که طالبان په پاکستان کی اسلامی قانون پلی کړی په ټوله سیمه به سړی اوبی توی شی.الله سبخان و تعالله د طالبانو ته قوت ورکړی چی د پاکستان دا چټل او په اسلام نه ولاړ حکومت له منځه یوسی او پر ځای یو اسلامی جکومت قایم کړی. امین، امین امین یا لرب العلمین

ځواب ورکول Raz Akhonzada ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *