تاند- وسله وال طالبان وايي، د کابل ښار په نننۍ حمله کې لاس نه لري.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل د نن ورځې راکټي برید له دوی سره تړاو نه لري.

نن څو تنو ترهګرو عیدګاه جومات ته نژدې له یوه کور څخه پر وزیراکبرخان مېنې، ارګ او د ښار پر نورو برخو د هاوان ګولۍ وتوغولې.

ترهګر بالاخره د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو له منځه لاړل. د کورنیو چارو وزارت وايي چې غالباً تروریستانو له دوو موټرو څخه د هاوان ګولۍ ویشتي دي.

داعش یا اسلامي دولت تروریستي ډلې ویلي چې دا برید دوی کړی دی.

په برید کې شاوخوا ۶ تنه ژوبل شوي دي او ویل کېږي چې څو تنه ترهګر ژوندي نیول شوي دي.

مخکې ځینو افغان او بهرنیو پوځي چارواکو ویلي و چې دا برید احتمالاً طالبانو کړی دی.

د حملې په اړه نور معلومات 

One thought on “طالبان وايي، د کابل حمله دوی نه ده کړې”
  1. طالب او داعش د یوه سپي (پنجاب) زامن دي. دا چې طالب نور د پخوانیو تنظیمونو په څېر له موډه لوېدلو کې دی نو داعش پروژه یې پسې را واېستله.

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *