تاند- طالبان وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر سر یې د افغانستان د سولې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې پرمختګ کړی دی.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې شپږم پړاو خبرې تېره اوونۍ په قطر کې پیل شوې.

په دوحه کې د طالبانو ویندوی سهیل شاهین اسوشیتید پریس خبري اژانس ته نن /شنبه/ وویل، دواړو خواوو له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه نوي وړاندیزونه مطرح کړي دي.

اژانس وايي، دا به د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لور ته مهم ګام وي.

په همدې حال کې پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اوربند ټینګار وکړ.

ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«په پرانیستونکې غونډه کې، ما طالبانو ته وریاده کړه چې افغانان، چې د دوی وروڼه او خویندي دي، غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي. هغه وخت راغلی چې وسله پر مځکه کېښودل شي، جنګ او تشدد بس شي او سوله وشي.»

د طالبانو جنګي ویندوی ذبیح الله مجاهد د خلیلزاد د ټویټ په ځواب کې څو توند ټویټونه وکړل.

ده خلیلزاد ته په خطاب کې لیکلي چې د وسلې د اېښودلو نظر له ذهنه وباسي.

One thought on “طالبان وايي، له خلیلزاد سره د سولې په خبرو کې یې پرمختګ کړی”
  1. دا جګړه که د افغانانو پر وړاندې نه وای، دا جګړه که د غریب ولس پر وړاندې نه وای او قربانی یې یوازې بې وسه ولس نه وای نو طالب ویاند دومره نر نه ؤ، چې تونده لهجه وکاروي

ځواب ورکول Aslam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *