تاند- وسله والو له خپل پخواني مشر ملا عمر سره د یوه نارویژي دیپلومات د کتنې خبر رد کړ، ویې ویل چې ملا عمر په تېرو ۲۵ کلونو کې پاکستان ته نه و تللی.

نارویژي دیپلومات ویلي، د ۲۰۰۹ په مارچ کې طالبانو حتي نارویژي دیپلوماتانو ته د دې ډلې د ګوشه نشین مشر ملاعمر د لیدلو ترتیبات ونیول. دوه جګپوړي نارویژي دیپلوماتان له اوسلو راغلل او په شپه کې په موټر کې بېول شول، ګرد ورد راوګرځول شول او یوې ودانۍ ته ننه ایستل شول. ښاغلی رامسلین باور لري چې احتمالاً دا ځای له کراچۍ دباندې و.

(نارویژي دیپلومات چې له ملاعمر سره یې لیدلي، وايي….)

طالبانو نن /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوې لوېدیځې ورځپاڼې، نیویارک ټایمز په یوه راپور کې د یوه ناوریژي دیپلومات الف ارنه رامسلین په قول ویلي«نوموړي له ملاعمر اخوند سره دوه ځلي کتلي او حتي په ورپسې پړاو کې یې په ۲۰۰۹ م کال په پاکستان کې لومړی دوه ځله په ټلیفون خبرې کړي وې او بیا يې ورسره کتلي و او تر همدې مقدمې لاندې يې ډير ناسم او له حقیقت څخه لرې خبرې رانقل کړي او لیکلي دي.»

د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي«موږ د دغه خبریال راپور سرترپایه ردوو، مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله په تیرو ۲۵ کالو کې د پاکستان هیواد ته کله هم نه وو تللی، نه يې هم وروسته له امریکايي اشغال څخه له چا سره په تلیفون خبرې کړي وي او نه يې دا عادت وو چې د خبریالانو سره لیده کاته وکړي په خاص ډول بیا د اشغال په زمانه کې هغه هم له بهرني خبریال سره، په داسې حال کي چې په سر يې په میلونونه ډالرجایزه کيښودل شوې وه.»

طالبانو دغه راز ویلي چې ممکن رامسلین د ځان د شهرت لپاره دا راپور لیکلی وي.

په داسي حال کې چې قاري یوسف احمدي وايي چې ملا عمر په تېرو ۲۵ کلونو کې پاکستان ته تللی نه دی، د دې ډلې یوه لوی قوماندان ملا منصور داد الله د تېر کال په اګست کې ادعا وکړه چې ملا عمر په خپل مرګ نه دی مړ شوی بلکې په پاکستان کې وژل شوی دی.

په ګڼو نورو راپورونو کې ویلي شوي وو چې نوموړی د ۲۰۱۳ م کال په اپریل کې د پاکستان د کراچۍ په یوه روغتون کې په مرموز ‌ډول ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ۲۰۱۴ کال په جولای کې اعلان وکړ چې ملا عمر دوه کاله وړاندې د کراچۍ په یوه روغتون کې په مرموز ډول وژل شوی دی. د ملي امنیت ریاست دې اعلان د افغان طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو ترمنځ د پاکستان په مري کې دوهم پړاو خبرې، چې ټاکل شوې وه د هماغه کال د جولای په ۳۱ مه وشي، له خنډ سره مخامخ کړې.

طالبانو او پاکستان د ملي امنیت د ریاست ادعا رد نه کړه خو ویې منله چې ملا عمر دوه کاله پخوا مړ شوی دی.

پاکستان لا هم وايي چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست اعلان د سولې خبرې سبوتاژ کړې.

4 thoughts on “طالبان وايي، ملا عمر په وروستیو ۲۵ کلونو کې پاکستان ته نه و تللی”
  1. تور په پاکستان پورې شوی او په غوسه طالبان دي . بیا وايی چې طالبان ازاد او مستقل خلک دي .

  2. Taliban are just by name Taliban, They are lying I dont believe Norwegian will lie, unless pakistan has played double damal game with him too, like they did with Hamid Karzai.

  3. دروغجن د خدای مختورن دی
    طالبانو تاسی په ریښتیا هم ثابته کړه چې د پاکستان ګوډاګیان یاست
    له الله خو شرم نه کوئ . د افغانستان له دې اوږدې غمیزي شرم او حیا نه درځي
    له هغو خلکو شرم نه کوی چي د ملاعمر له هر حرکت څخه خبر وو
    ان له خپل وجدان څخه هم شرم نه کوی
    لږ خو له پاکستانیانو شرم وکړئ هغوی به وايي چې وګوئ
    زموږ طالبانو ته. داسې مو غلامان کړي

  4. دوی شرم نه پیژني په سلهاو ځلې پنجابیانو د طالبانو په کورونو په یو او بله پلمه چاپې واچولې او ښځې او لورګانې یې ترې بوتلې دوی په هغې غیرت وتکړ. زه نه پوهیږم چې دوی د کوم جادو او منتر په اساس پنجابیانو ځنځيري غلامان کړي چې اوس ترې ځان خلاصولی نشي. لعنت په تاسو مختورنو چې د افغان تاریخ مو وشرماوه.

ځواب ورکول اسلم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *