تاند- وسله وال طالبان وايي، په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو په کنفرانس کې د افغانستان د روانې جګړې خلاف د فتوا نه صادرېدا ثابته کړه چې دا جنګ «جهاد» دی.

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د یرغل خلاف روان «جهاد» یو څرګند حقیقت دی چې هیڅوک یې نه د انکار جرات لري او نه یې د نامشروع بللو لپاره دلیل لري.

دې ډلې د خپلې خبرپاڼې په دوام کې ویلي چې په اندونیزیا کې د علماوو چوپتیا د افغانستان د جګړې د مشروعیت معنا لري.

د اندونیزیا په اوګور ښار کې د افغانستان او پاکستان ۳۲ او د اندونیزیا ۲۰ دیني عالمانو د خپلې غونډې په پای کې له طالبانو سره د سولې لپاره د مخامخ خبرو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د وړاندیز ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې ږغ وکړ چې جنګ بس کړي او خبرې وکړي.

دوی دغه راز په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبلې او انتحاري حملې د اسلامي اصولو خلاف وبللې.

د غونډې د برخوالو په پرېکړه لیک کې د افغانستان په جګړه کې له شاملو خواوو غوښتل شوي چې د قرآنکریم د سپارښتنو پر اساس خبرو ته کښېني. (نور)

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا په اندونیزیا کې د دیني عالمانو دا پرېکړه هم مني او که نه.

4 thoughts on “طالبان وايي، په اندونیزیا کې د فتوا نه صادرېدو د دوی جهاد ثابت کړ”
  1. طالبان نو خپل ځانونه تېر باسی
    داچه په کنفرانس کی انسان وژنه او افغان وژنه غندل شویده معنی
    …………داچه

  2. بهانې ډېرې دي چې څوک یې کوي، که نه، ټالبانو خو د دې غونډې اول مشروعیت نه مانه، او اوس چې همدغې غونډې دغه جنګ ته جنګ ویلي ، نه جهاد، اوبل یې د سولې لپاره ټینګار کړی او همدا رنګه انتجاري عمل یې ناروا ګڼلي او دوی وايي چې علما چوپ پاتې شوي، دا نو څرنګه منطق دی؟

  3. کوم جهاد چی تاسو کوی دا جهاد ندی په یوه قدوری یی چی تاسو په جوماتونو کښی لوی سړ ی نه عالم کیږی د
    افغانستان خلک مسلمان او له عام خلک تر اوسنویو ماشینکی طالبانو ډیر په اسلامی احکامو او فقه پوهیږی زه اول زه د بوه داسی څای یم چی هلته طالبان په قدرت کښی دی او ټول پیژنم اکثریت ددوی په بد لمنیو، غلو او ناروا کارونو له کوره او جامعی وتلی خلک دی چی د اسلام پنڅه بناووی تر وپوښتی ددوی ندی زده ولی دوی د خلکو وژل فرض بولی بل داچی د پاکستان په مدرسو کښی طالبان کو م د اسلام درس زده کوی ټول په لواطت اخته کسان دی چی ددی سره د لواطت عمل هم دوی دی ته مجبوروی چی خلک مړه او ظلم وکړی سی دا په دی خاطر چی داسی خلک په جامعه کښی تهدید او فاسد شوی خلک وی او همدا هم د پاکستانی ملایانو یو سیاسی موخه ده چی باید په تنکیو قاریانو او چړیانو جنسی تیری وشی. نو اوس تاسو په فتوا څه پوهیږی د پاکستان ملایان خو هسی هم د پښتنو مرګ ته د آی ایس آی په قومانده شته ناست دی او فتوا توره وی او که سپیته چی په ډاګه یی وویل چی د افغانانو وژل ناروا او غیر اسلامی دی او روان جنګ له شریعیت سره په ټکر کښی دی. طالبان همیش ځان خطا باسی موږ په دی پوهیږو چی ستاسی تحریک له اول سره د پښتنو د وژلو پروژه وه چی تمویل کوونکی یی همدا کفری هیوادونه وو. او اسنی جنګ مو بلکل
    مسلمان وژنه ده دلیل یی دادی چی ستاسی پیسی او سلاح له مسکو او ایرانه راځی او دلته هغه خلک پری
    وژنی چی د هغوی کلمه طیبه په خوله او قرآن په زړه معصوم او بیګناه د قرآن په کوم ځی کښی ویل شوی چی صغیر کوچنان ، تور سری او اسیران مړه کړی( وایی د شپی ټول خلک بیریږی څوک حال وایی څوک نه) ستاسی ټول کارونه خلاف د قرآن دی ولی څوک نه درته وایی بیسواده او جاهله طبقه خلک سره ټول یاست او د داسی ملک غلامی کوی چی ستاسو اکثر مشران یی په جیلونو کښی مړه او بعضی یی په امریکا خرڅ کړل که واقعی مسلمانان وی ورسی خپل امیران وګټی. خلص مطلب دا تاسو یی چی معنوی پلاران بولی دا لکه د پل خشتی ملا ټول انګریزان دی لکه سمیع خر فضلو خنځیر ورشی د فضلو لور په لندن کښی په یوه نیکر کښی ګرزی ای د دین ، اسلام او د پښتنو دښمنانو چړیانو الله مو تباه کړه لکه تباه چی یاست.

  4. ددوی مشران/ ددوی تمیلونکی/ ددوی استادان او ددوی باداران کله فتوا ورکوی
    طالبانو ته که دټولی دنیا علما ووایی چه دا ناروا ده، دوی یی نه منی. د مکی مکرمی مفتی او امام وویل چه دا کارونه ناروا دی

    خو دپاکستان منافق او سپک مولیانو چه نه وی ویلی دوی به همداسی خپل وطن وروانو، خپل خلک به وژنی

    دوی کله مسلمانان دی
    الله مو ورک او سپک کړه
    طالبانو، داعشیانو، او په نوم جاهدینو

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *